مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-09   مخپرونکئ : Û¶Û³ بېنوا - کابل

FT: کابل بانک

FT: کابل بانک

سرچینه: فایننشل ټایمزورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په خپله تازه Ú«Ú¼Ù‡ کې  د افغانستان د ستر خصوصې بانک ( کابل بانک)   د ډیوالي کیدو په اړه یوه مقاله خپره Ú©Ú“ÙŠ .

فایننشل  ټایمز لیکي چې کابل بانک د دوه زره څلورم کال د جون په میاشت کې جوړ شو او اوس اوس د افغانستان په ټولو ولایتونو کې اته شپيته څانګي لري.

دغه بانک  جارې، پس انداز او اسلامي بانکي خدمتونه وړاندي کوي او همدا راز ماسټر کارډ او انټرنیټي بانکداري هم پر مخ بیاېې.

فایننشل ټایمز لیکي چې کابل بانک د Û²Û°Û°Û¶ کال په لومړیو کې د بخت  حساب په نامه د قره کشۍ یوه پروسه هم پیل Ú©Ú“Ù‡ چې له دې سره د دغه بانک د  مشتریانو شمیره دری ځله زیاته شوه.

فایننشل ټایمز لیکي چې په دغه بانک کې شیرخان فرنود اته ویشتت سلنه، خلیل فیروزي اته ویشت سلنه، محمود کرزی  اوه سلنه او محمد طاهر  هم اوه سلنه ونډه لري.

د لومړي ځل لپاره د واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپاڼې د کابل بانک دډيوالي کیدو خبر خپور کړ.

ورځپاڼي وویل چې له دغه بانک څخه یو سل او څلویښت ملیونه ډالر ایستول شوي او پرې به دوبۍ کې ویلاګاني اخیستل شوي چې د شیرخان فرنود په نامه دي.

د دغو ویلاګانوپه یوه کې یې دحامد کرزي ورور محمود کرزی اوسیږي.

محمود کرزي فایننشل  ټایمز ته ویلي چې دا کور د ده نه دی او دی یې کرایه ورکوي.

محمود کرزي ویلي چې ده یو مهال دغلته یوه ویلا اخیستي وه خو وروسته یې په یو ملیون ډالر  ګټه په یوه ایراني خرڅه Ú©Ú“Ù‡ .

فایننشل ټایمز په پای کې لیکي چې اوس د افغانستان مرکزي بانک له شیرخان فرنود څخه غوښتی چې د دوبۍ ویلا ګاني ټولې له خپله نامه Ú…Ù‡ د کابل بانک  نامه ته را واړوي.

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery