مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-09   مخپرونکئ : Û¶Û³ بېنوا - کابل

نیویارک تایمز:کابل بانک په سیاسي انګیزې جوړ شوی وو

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

NewYorkTimes: کابل بانک په سیاسي انګیزې جوړ شوی وو

سرچینه: د امریکې نیویارک ټایمز  ورځپاڼه

 

نیویارک ټایمز ورځپاڼي په خپله وروستۍ Ú«Ú¼Ù‡ کې د کابل بانک  په اړه یوه لیکنه خپره Ú©Ú“ÙŠ ده .

ورځپاڼې لیکلي چې کابل  بانک په هغه لومړي سر کې په سیاسي انګیزه جوړ شوی وو .

د مارشال  محمد قسیم فهیم ورور حسین فهیم او د کرزي ورور محمود کرزی  د دغه بانک بنسټ ایښودونکي Ú«Ú¼Ù„ کیږي.

نیویارک ټایمز  لیکي چې دغو دوو شریکانو د بانک د جوړلو پر مهال Ù‡Ú…ÙŠ پیل Ú©Ú“ÙŠ چې د کرزي او مارشال تر منځ هغه ترینګلي اړیکي بیرته سمي Ú©Ú“ÙŠ چې د سیاسي منډو ترړو پایله وي.

د بانک د جوړلو پر  مهال د مارشال او حامد کرزي اړیکې  ډیري خرابي وي حتی هغوي یو له بل سره هیڅ راز تعلقات هم نه ساتل.

د ورځپاڼي په لیکنه د مارشال ورور او د کرزي ورور هڅه وکړه چې د دغه شراکت له لاري د فهیم او کرزي تر منځ پخلاینه وکړي چې همداسي هم وشول.

نیویارک  ټایمز لیکي چې کرزی په سیاست کې عالي زدکړي Ú©Ú“ÙŠ او مارشال یو جګړه مار دی او تحصیلات یې ندي Ú©Ú“ÙŠ.

او دا یوازي کابل بانک وو چې د هغوي سیاسي انډیوالي یې بیرته سره ټینګه کړه.

نیویارک ټایمز لیکي چې مارشال په بشري حقونو تورن دی خو کرزی په کورنۍ جګړه کې رول نه لري.
نیویارک  ټایمز لیکي چې د کرزي او مارشال وروڼو د تیرو ولسمشریزو انتخاباتو پرمهال لاس سره یو Ú©Ú“ او له کابل  بانک څخه یې په ملیونونو ډالر وایستل او دکرزي په کمپاین کې یې ولګول. .

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery