مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-20   مخپرونکئ : Û¶Û³ بېنوا - کابل

چینا ډیلي: ناظرین په ټاکنو کې د پراخو درغلیو ویره لري

چینا ډیلي: ناظرین په ټاکنو کې د پراخو درغلیو ویره لري

سرچینه: چینا ډیلي


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی 

نړیوالو ناظرینو د افغانستان د شنبې د ورځي په ټاکنو کې د پراخو درغلیو څخه ویره څرګنده کړي ده .

د چینا ډیلي ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې همدغې مسلې ته کتلي دي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې دومره درغلي شوي چې امکان یې  شته د دغو درغلیو څیړل میاشتې  میاشتې  وخت  ونیسي.

 

ورځپاڼه لیکې چې د شنبې د ورځي ټاکني د هم د افغان دولت او هم د هغو د نړیوالو متحدینو لپاره لویه آزموینه ده او دواړه باید هڅه وکړي چې د دغو ټاکنو نړیوال انځور روڼ وښیې.

ورځپاڼه لیکي چې Ú©Ù‡ Ú…Ù‡ هم افغان دولت ټاکني رڼي ښیې خو د دغو ټاکنو یوه نړیوال ناظر سازمان ویره ښولي چې د ټاکنو برخلیک د پوښتنې  ÙˆÚ“ دی ځکه چې پکې پراخې  درغلۍ شوي دي.

دغه سازمان فیفا نومیږي.

فیفا یا د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ویلي چې دوي د انتخاباتو د څرنګ والي په  اړه شدیده انديښنه لري  او په اړه یې د درغلیو پراخ راپورونه او شکایتونه تر لاسه Ú©Ú“ÙŠ دي.

 

فیفا ادارې په ټول افغانستان کې اوه زره کسان د ټاکنو د بهیر  د څارلو لپاره په دنده ګمارلي ول او دغه سازمان د افغانستان د پارلماني ټاکنو تر ټولو لوی څارونکی سازمان وو.

د ټاکنو کمیسیون وایې  چې Ú…Ù‡ باندي څلور ملیونه کسانو رایې کارولي او ښایې دغه شمیره تر دې هم لوړه شي دا ځکه چې تر اوسه ورته د Û²Û² ولایتونو د رایې شمیرنې راپورونه را رسیدلي دي.

اوس ویل شوي چې په راتلونکو Û²Û´ ساعتونو کې به د  افغانستان د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلام شي.

د فیفا ادارې ویلي چې دوي داسي رپوټونه هم تر لاسه Ú©Ú“ÙŠ چې په ځینو مرکزونو کې د رایې ورکولو د مرکز مامورینو ځیني مشخص  کسان پریښې چې جعلي کارتونه وکاروي او Ú…Ùˆ Ú…Ùˆ ځلي هم رایې ورکړي.

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery