مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-23   مخپرونکئ : Û¶Û³ بېنوا - کابل

د افغانستان په اړه اختلاف

سرچینه: دوچې ویله  
 
په هلمند کي امريکايي عسکر د عملياتو پر مهالهغه کتاب کي چي د دوشنبې په ورځ خپريږي د افغانستان د ستراتيژۍ په هکله د جمهور ريس بارک اوباما او د هغه د نژدې مشاورينو او همکارانو ترمنځ نظر سخت اختلاف بربنډونه کوي.

د کتاب نوم دی: د «اوباما جګړې». د هغه ليکونکي د متحده ايالاتو يو ډير پخواني او سابقه لرونکي ژورنالست Bob Woodward دی.

 Ù¾Ù‡ دې اثر Ú©ÙŠ هغه د اوباما او دهغه د نژدې مشاورينو د خولي څخه مستقيم نقل قول Ú©Ú“ÛŒ دی.

 Ø¯Ø¯ØºÙˆ نقل قولوڅخه معلوميږي Ú†ÙŠ په سپينه ماڼۍ Ú©ÙŠ د افغانستان د ستراتيژۍ په هکله Ú†ÙŠ جمهوررييس د تيرکال په ډسمبر Ú©ÙŠ اعلام Ú©Ú“Ù‡ تر اوسه پوري اختلافات څونه ژور سوي.

 

د دغه کتاب متن تر خپرېدو د مخه د متحده ايالاتو د خبري رسنيو په اختيار کي ورکړل سوي.

 

د کتاب په يوه برخه کي راغلي دي چي، جمهورريس اوباما په افغانستان کي د « ملت جوړوني» چي په انګريږي ژبه ورته Nation-Buildung د متحده ايالانود هڅو د دوام په تلاښ کي نه دی.

 

د واشنګتن پست ورځپاني د رپوټ له مخه Ú†ÙŠ د کتاب ليکوال Woodward  ورته  Ú…Ùˆ لسيزي کار Ú©Ú“ÙŠØŒ په خپل کتاب Ú©ÙŠ د اوباما د خولې ويل سوي دي: «  زموږ ټولي Ù‡Ú…ÙŠ بايد په دې لاره Ú©ÙŠ وي Ú†ÙŠ Ú…Ù†Ú«Ù‡ کولای سو هلته خپل شتون کرار کرار پای ته ورسوو».

 

د هغه له خولې په بل ځاي Ú©ÙŠ نقل قول سوی Ú†ÙŠ:« دا زموږ د ملي امنيت په ګټه ده. په دې  برخه Ú©ÙŠ د خو او مو دپاره ځاي نه شته!».

 

په کتاب کي د متحده ايالاتو د جمهورريس د خولې ويل سوي دي چي وايي: «موږ بايد يو پلان ولرو چي څنګه د افغانستان د ماموريت څخه لاس واخلو او د هغه ځای څخه ووزو.»

 

اوباما د تيرکال په ډسمبرکي پرېکړه وکړه چي 30 زره نور سرتيري افغانستان ته واستوي ترڅو هلته د بغاوت لړۍ ته د پاي ټکی کيږيدي او له دې سره يې اعلان وکړی چي د 2011 کال په جولای کي به امريکايي سرتيري د افغانستان څخه بيرته په وتلو پيل کوي.

 

د کتاب ليکونکی Woodward د تير کال په ډسمبر Ú©ÙŠ د ستراتيژۍ د اعلان تر مخکه د دفاع وزير رابرت ګېټس او د بهرنيو چارو وزيري هليري کلينټن سره د جمهورريس اوباما ليدنو کتنو ته ګوته نيسي او وايي Ú†ÙŠ جمهورريس د پنتاګون غوښتنه Ú†ÙŠ 40 زره سرتيري  افغانستان ته واستول سي، رده Ú©Ú“Ù‡.

 

د واشنګتن پست ورځپاڼه ليکي چي په کتاب کي راغلي دي چي اوباما د 2009 کال په اکتوبر کي ګېټس ته په خطاب کي وويل: « زه نه غواړم چي هلته لس کاله پاته سم. زه نه غواړم چي هلته په اوږده موده کي د ملت جوړوني په فکر کي اوسم. زه نه غواړم هلته يو تريليون ډالره مصرف کړم.»

 

د نيويارک تايمز ورځپاڼي، Ú†ÙŠ هغي ته د دوشنبي  په ورځ د  Woodwardد کتاب متن يې تر لاسه Ú©Ú“ÛŒ رپوټ ورکړی Ú†ÙŠ په هغه وخت Ú©ÙŠ پر اوباما باندي په داسي حال Ú©ÙŠ Ú†ÙŠ هغه  د خپل زغم او پراخي حوصلي په خاطر ډير مشهوردی، زيات فشار راوستل سو Ú†ÙŠ بالاخره بايد تصميم ونيسي.

 

د نيويارک تايمز ورځپاڼي د رپوټ له مخه، يو وخت خبره دې سرحد ته ورسېده چي هغه يعني اوباما ولاړسو او په غوصه يي وويل: « زه به دا کار وکړم.»

 

داسي ښکاري چي له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د ايستلو لپاره د 2011 کال د جولاي ضرب الاجل ټاکل په متحده ايالاتنو کي د کورني سياست دپاره د ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه سوي وي.

 Ú©Ù„Ù‡ Ú†ÙŠ د دغي  نيټي په هکله پوښتنه وسوه، اوباما د جمهوريت غوښتونکو سناتور Lindsaey ته وویل: « زه باید ووایم Ú†ÙŠ نه غواړم دا داسي جګړه وي Ú†ÙŠ پای ونه لری. زه نه سم کولای Ú†ÛŒ ټول ډیموکراټ کوند د هغې قرباني Ú©Ú“Ù….»

 Ø®Ùˆ د اوباما د دا ډول ضرب الاجل د ټاکلو سره سره نه ډیموکراټان خوښ دی او نه هم جمهوريت غوښتونکي. ډیموکراتان هغه تت او مبهم بولی او جمهوريت غوښتونکي هغه ډیر  زیات مشخص.

 Ø³Ù¾ÛŒÙ†ÙŠ Ù…Ø§Ú¼Û د Bob Woodward د کتاب په هکله Ú†ÛŒ دغه بربنډوني يې Ú©Ú“ÙŠ دي، تر اوسه پوري تبصره نه ده کړې.

 

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery