مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-12-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ویټرانز ټوډې: مشرف په پاکستان کې د نوي قدرت خوب ویني

ژباړه: بینواډاټ کام

لیکوال: حنان حبیبزی
سرچینه: ویټرانز ټوډې
نیټه: ۰۱/۱۲/۲۰۱۰

جنرال پرویز مشرف ØŒ چا چې  پاکستان په جګړه کې ښکیل Ú©Ú“ ،په Û²Û°Û°Û± کال کې یې د امریکا په مشرۍ د افغانستان د نیواک ملاتړ ÙˆÚ©Ú“ ،او د Û²Û°Û°Û· کال په جولای کې یې په سره جومات برید ÙˆÚ©Ú“ چې دی یې د خپل ولس پخلاف ناڅرګندې  جګړې ته ویوړ.

ددې لپاره ، هغه دخپلو خلکو له جدي غوسې سره مخامخ شو خو د پراخې ناخوښۍ سره سره د اکتوبر د میاشتې په لومړیو کې یې د " ال پاکستان مسلم لیګ" په نامه دیو ګوند اعلان وکړ.
 
د پاکستان پخواني پوځي مشر په یوه ځانګړې مرکه کې وويل چې غواړي دپاکستان د ډیموکراټیکو قوانینو له مخې سیاست ته Ùˆ لاړ شي. 

د۱۹۹۹ کال د اکتوبر په میاشت کې ښاغلی مشرف د یوې پوځي کودتا له لارې د نواز شریف پخلاف  راپورته شو او واک یې تر لاسه Ú©Ú“. دی هر وخت د یو پوځي ډیکتاټور په توګه پیژندل کیده چاچې یو ډیموکراټیک رژیم له منځه وېوړ.

د سپټمبر د یولسمې له پیښې څخه وروسته ژر هغه د لویدیځ نژدې ملګری شو او له طالبانو سره یې اړیکي وشکول.دی له هیواده هغه مهال وشړل شو چې دوه کاله وړاندې یې له نوي حکومت سره سیاسي معامله وکړه.

د پاکستان Ø´Ú“Ù„ شوی پوځي مشر وايي، د واکمنۍ پر مهال یې ناڅرګندې تیروتنې Ú©Ú“ÙŠ دي خو  په بیړه یې د زرداري پر حکومت  نیوکې وکړې : "مشرتابه یې په پرله پسې ‌ډول په دې کې ناکامه شوی دی چې ټولې سرچینې د پاکستان د نیکمرغۍ لپاره کارته چمتو Ú©Ú“ÙŠ. له بده مرغه موږ شاته روان یو." هغه وویل.

نوموړي  تر وروستۍ دندې پورې کلونه کلونه په پوځ کې خدمت ÙˆÚ©Ú“ØŒ د نړۍ ددوم لوی اسلامي هیواد د پلي  پوځ قوماندانۍ، هغه ØŒ د پاکستان د سیاست جنجالي دریځ ته ورساوو.

مشرف د Û±Û¹Û´Û³ کال داګست په میاشت کې په ډیلي کې  په یوه مسلمانه کورنۍ کې وزیږیده.
له هند څخه د پاکستان د جلاوالي له کبله په ۱۹۴۷ کال کې د هغه کورنۍ کراچۍ ته کډه وکړه چې د پاکستان لوی ترینه ښار دی.

هغه یې خپل ډیر ژوند په پوځي جامو کې تیر Ú©Ú“ ،اوس په ملکي جامو کې  پر هند سخت تورونه لګوي چې Ù‡Ú…Ù‡ کوي دپاکستان مخالف افغانستان جوړکړي.

جنرال مشرف په افغانستان کې د هند پر رول نیوکه وکړه او پر ډیلي یې غږ وکړ چې په کابل کې ارام واوسي.هغه فکر کوي چې هندپر افغان جګړې پانګونه کوي چې ګډوډ حالت او دجګړه ځپلي هیواد جغرافیايی موقعیت دپاکستان په ضد استعمال کړي.

Ú©Ù‡ موږ د بنسټپالنې او ترهګرۍ په ضد Ú«Ú‰ کار کوو نو موږ له سیاسي دود سره سم  د درناوي ÙˆÚ“ چلند ته اړتیا لرو. .Ú©Ù‡ موږ پخپلو کې د یو بل پسې یو او له یو بل سره جګړه کوو او Ù‡Ú…Ù‡ کوو چې په افغانستان  یا کوم بل هیواد کې یو بل پر شا ووهوو، نو دا به ډیره غمجنه ورځ وي، غمجنه ورځ د سیمې لپاره او غمجنه ورځ د دواړو هیوادونو لپاره.

هغه دخپل نوي سیاسي ګوند په استازیتوب غږیده چې نړۍ ته ډاډ ورکړي چې په پاکستان کې د طالبانو پخلاف دریدو ته چمتو دی. موږ د پاکستان طالبتوب نه غواړو ، مشرف وویل . ما هغوی ته هیڅکله سترتیژیک ملګري یا بل څه نه دي ویلي. موږ د طالبانو په خوا کې دشمالي ایتلاف پخلاف وو ځکه چې شمالي ټلوالي له هند او روسیې څخه مرستې تر لاسه کولې.

جنرال مشرف یې خپله نوې سیاسي تګلاره  روښانه کوله چې   دافغانستان لپاره دیو  باثباته حکومت نقشه ورکړي. د پاکستان پخوانی پوځي مشر او Ø´Ú“Ù„ شوی واکمن فکر کوي چې دافغانانو اکثریت د متحدو ایالاتو او لویدیځې ټلوالې له خوا له پامه وغورځول شو.

دی وايي " طالبان ټول پښتانه وو چې د پاکستان له پښتنو سره قومي او جغرافیايی اړیکي لري ،ددې لپاره موږ ددوی پلوي کوله ،د سپټمبر له یولسمې وروسته ما دیته دریمه Ú«Ú‰ÙˆÚ‰ÙŠ وویله ،لویه Ú«Ú‰ÙˆÚ‰ÙŠ چې موږ پکې تګلاره بدله Ù†Ú©Ú“Ù‡. ددوی قومانده او جوړښت په بشپړ ډول ټوټه ټوټه او نامنظم وو ،موږ په اسانۍ سره کولی شول چې پښتانه واکته ورسوو،هغوی ته یې  په افغانستان کې د حکومت کولو قانوني حق ورکړو. موږ ته پکار دي چې په افغانستان کې له پښتنو سره معامله ÙˆÚ©Ú“Ùˆ. موږ دا ونکړل."

د طالبانو له رژیم  سره د اړیکو سربیره مشرف په دې راضي شو چې د Û²Û°Û°Û± کال د سپټمبر د میاشتې د یولسمې له پیښې وروسته  د بوش د ادارې تر مشرۍ لاندې دترهګرۍ په ضد جګړه کې برخه واخلي . ده دغه ګام د یو Ù„Ú“ څرګندو دلایلو له مخې پورته Ú©Ú“. د Û²Û°Û°Û± او۲۰۰۷ کال ترمنځ متحدو ایالاتو د مشرف له رژیم سره له Û±Û² ملیارډه ډالرو څخه ډیره مرسته ÙˆÚ©Ú“Ù‡ چې ډیره یې پوځ ته وه. هغه همداراز د هر نیول شوي شکمن طالب یا القاعده غړي د سپارلو په بدل کې له متحدو ایالاتو څخه  نقدي جایزې ترلاسه کړې خو لا یې هم خپله مفکوره نه ده بدله کړې.
 
"دوی راځي پاکستان ته ،دوی په پاکستان کې ملاتړ لري. هلته د پاکستان په غرونو کې طالبان دي. خو مرکز او د طالبانو تمرکز په افغانستان کې دی او دا هغه څه دي چې ناسم پوهاوی یې رامنځته کړی دی. که تاسو یې په افغانستان کې وګټی نو تاسو يې په پاکستان کې هم ګټی. که تاسو یې په پاکستان کې وګټی ،زه فکر نکوم چې تاسو یې په افغانستان کې وګټی ."

جنرال مشرف پاکستان ته د ستنیدو هیله لري چې د خپل هیواد په راتلونکي کې یو نوی رول ترسره Ú©Ú“ÙŠ. د هغه د ګوند ډیری غړي په برتانیا کې  له پاکستانۍ ټولنې سره تړلي دي چې په پاکستان کې ډیر نفوذ نلري.

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery