مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-12-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان کې د پوه- ټولنې په وړاندې پرتې ننګونې

حنان حبیبزی


لیکوال: حنان حبیبزی
د انګلستان، کاونټري پوهنتون
نړیوال ژورنالیزم  او رسنیز اړیکي 
نیټه: ۱۶.۱۲.۲۰۱۰

خلک هیڅ کوم دلیل نه ویني چې له مخې یې په یو بهرني اقدام کې ځان ښکیل کړي ،په مرګونو او تیریو کې. نو تاسو دیته اړتیا لری چې هغوی وخوځوی .ددې لپاره چې هغوی وخوځوی، نو تاسو باید هغوی وویروی(چومسکي ۱۹۹۷) .

د چومسکي وینا د جګړو پر وخت تل عملي ده، Ú©Ù‡ تاسې د افغانستان Ú…Ù‡ له پاسه دیرش کلن ناورین ته نظر ÙˆÚ©Ú“ÛŒ نو دا به درته ژر څرګنده شي چې د هغه هیواد دولتي مشرانو حکومتي امکانات  په څومره بۍ رحمۍ سره د خپل ولس په ضد کارولی دی.

ماډرن سوسایټي،نوې ټولنه په هر هیواد کې له سیمه ییز سیاسي، اقتصادي ،کولتوري او ټولنیز حالت سره سم تعریف لري چې د ټولنې غړو ته د هغوی د راتلونکي په اړه د پریکړو ځواک ورکوي. دا اقتصاد دی چې تل یوې پوه-ټولنې ته د پرمختګ لارې برابروي.

خو ډورخېم   د یوې ټولنې پر عمومي تیورۍ  ټینګار کوي چې خلکو ته  ټولنپوهنه معرفي Ú©Ú“ÙŠ ،نه اقتصاد، په ترتیب برابر ټیکاوو ورته تشریح Ú©Ú“ÙŠ (Ú‰ÙˆÚ‰Û±Û¹Û¹Û¹)
د نایجل Ú‰ÙˆÚ‰ ټینګار دمځکې په یوه کړکیچنه برخه کې د یو داسې هیواد چې ټولنه یې د ژوند  دنور Ùˆ بنسټونو په څیر  پاشل شوې ،له درزونه Ú‰Ú©Ù‡ وي  ،ماته مناسبه ښکاره شوه.
موږ Ú©Ù‡ د افغانستان د ټولنې په اړه غږیږو نو هلته د ټولنې ÙˆÚ«Ú“ÙŠ نه پوهیږي چې په راتلونکي کې به Ú…Ù‡ ډول یوه ټولنه ولري. د جګړو او روانو پوځي چارو پرمساله Ú©Ù‡  یې سترګې پټې Ú©Ú“Ùˆ او داسې ÙˆÚ«Ú¼Ùˆ چې هلته جګړه پایته رسیدلې ،نو د ټولنې ÙˆÚ«Ú“ÙŠ یوې داسې تشریح ته اړتیا لري چې وپوهیږي ټولنه یې چیرته او کومې خوا روانه ده.

د بیلګې په توګه په کابل او نورو لویو ښارونو کې ډیری  ځوانان دلویدیځ له جامو او کولتور څخه اغیزمن شوي دي  او ملي جامې یو فیشن نه Ú«Ú¼Ù„ کیږي، ان یوشمیر خلک دننه په حکومت او له حکومته بهر خپلو ملي ارزښتونو ته په سپکه سترګه ګوري.

له کندهار او پکتیا څخه ډیرو ځوانانو شکایت ÙˆÚ©Ú“ چې کله کابل ته لاړ شي نو په ملي جامو کې  په اسانۍ  سره نشي کولی چې دولتي ادارو ته  ننوځي خو Ú©Ù‡ لویدیځ ډوله جامې یې په غاړه وي نو امنیتي ساتونکي یې ډیر نه پلټي.

ددې باور همغاړي د هیواد په کلیو او بانډوکې  زښت ډیر دي او دوی اندیښنه لري چې  د یوې منظمې خو نیمه رسمي تګلارې له مخې یې د ملي ارزښتونوسیستماټیک سپکاوی کیږي.

دې  ستونزې ته  ښايی د ډورخېم مفکوره د رسیدو یوه ÚšÙ‡ لار وي،خو دا په حقیقت کې هغه مهال شونې کیږي چې په هغه هیواد کې دجګړې ځای سوله ونیسي .
په دې مقاله کې  د نړیوال ملکیتوب  د تیورۍ له مخې Ù‡Ú…Ù‡ کوم چې په افغانستان کې د یوې ÙˆÚ“ او باثباته پوه- ټولنې ،انفارمیشن سوسایټي دجوړښت یا سمون په اړه د هارورډ  په بڼه علمي شننه وړاندې Ú©Ú“Ù….

ټولنپوهنه او له عادي خلکو سره اړیکي :

د نړیوالتوب مفکوره چې د یوې هر اړخیزې ملکي ټولنې سپارښتنه کوي په افغانستان کې ظاهرا د ټولنپوهنې دهڅو د نشتوالي له کبله د ګټې پر ځای د تاوانونو د رسولو لامل ګرځیدلې ده.خو په پوځي او سیاسي ډګر کې یې ګټې یوازې هغو څیرو ته رسیدلي چې ادعا کوي د افغانستان لپاره جنګیږي.

یوازې عادي افغانان  نه دي چې د ټولنپوهنې له ستونزو سره مخامخ دي ،بلکې د هیواد په علمي او دولتي Ú©Ú†Ù‡ ،ډیری خلک تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي چې په افغانستان کې د یوې منظمې ټولنې د جوړولو ستراتیژي وړاندي Ú©Ú“ÙŠ.

ددولت دوم درجه چارواکي د یوې ملي او پوه- ټولنې پر ځای هڅه کوي چې دافغانستان خلک په بیلابیلو ډلو سره وویشي او د خپلوسیاسي موخو لپاره کړکیچ ته لار برابره کړي.

دوی له ولس سره همغږي او خبرې اترې نلري او له کبله یې  دولتي خدماتو ته د ټولنې لاسرسی ډیر Ù„Ú– شوی دی.د بیلګې په توګه خلک غواړي چې قانون پر ټولو یو ډول عملي شي خو دولتي چارواکي نشي کولی چې  د احمد ضیا مسعود په څیر یو سړی چې ÛµÛ² میلیونه ډالر یې له افغانستان څخه بهر ته تښتولي دي قانون ته وسپاري. د لوړې کچې دغو غلو ته پیرمحمد کاروان پولادي مږکان وايي: پولادي مږکان ګرځي،ځځیرلې یې چمبې دي،وژل شوی د ډول غږ دی ،د شپنو شپیلۍ کڼې دي(کاروان Û²Û°Û°Û²).

یا خلک ګوري چې یو قاتل  په ښار کې هسکه غاړه ØŒ ددولت تر سیوري لاندې ØŒ ددولت په جامو کې ØŒ ددولت پر امکاناتو سمبال ګرځي اود عادي ÙˆÚ«Ú“Ùˆ ژوند  ګواښوي.دا داسې مانا ورکوي چې په افغانستان کې  د ټولنې د ویرولو لپاره قاتلین او جنایتکاران د حکومت تر چتر لاندې فعالیت کوي چې پرانساني چارو ناقانونه کنټرول وساتي.

 Ù¾Ù‡ Û±Û¹Û³Û° کلونو کې هټلر خلک  د یهودانو او جټانو په وړاندې راپورته Ú©Ú“Ù„.تاسې باید دخپلې دفاع لپاره هغوی مات Ú©Ú“ÛŒ . موږ هم خپله طریقه لرو. په تیرو لسو کلونو کې په هر یوه  یا دوه کلونو کې  یوه  بده بلا  ددې لپاره جوړه Ú©Ú“ÛŒ شوې ده چې موږ یې په وړاندې دخپل ځان دفاع ÙˆÚ©Ú“Ùˆ. هلته باید یو وي چې هر وخت شته دی ( چومسکي Û±Û¹Û¹Û· ).

دغه ډول خلک برعکس د هیواد د بربادۍ لامل ګرځي. دوی نه یوازې دخپلو خلکو په ضد فعالیت کوي بلکې ددولتي  چارو د سمبالونکو په توګه  د نړیوالو پر ژبه هم نه پوهیږي.  د بیلګې په توګه د متحدو ایالاتو ولسمشر یو هر اړخیزنړیوال علمي انسټیټوشن دی. کله چې هغه وینا کوي نو علمي ژبه کاروي. نوپه دې ژبه به کریم خلیلي Ú…Ù‡ پوه شي.

د نړۍ په نورو هیوادونو کې حکومتونه باید له علمي خلکو څخه جوړ شي چې له متحدو ایالاتو سره د نننۍ  نړۍ د ستر اقتصادي، سیاسي او پوځي ځواک په توګه  پوهاوی ولري. څرنګه  چې پوهاوی دننه په هیواد کې  پخپله دټولنې عادي غړو ØŒ د ټولنې او د حکومت ترمنځ مهم دی ØŒ له بهرنیو هیوادونو سره هم اړین دی.

Ú©Ù‡ تاسې پخپل کور کې د کورنۍ له نورو غړو سره پوهاوی او تفاهم ونلری ،ګډ ژوند نشی کولی. هیواد او ټولنه هم د یوې لويې کورنۍ په څیر ده، باید  Ú«Ú‰Ù‡ او سوله ییزه وي.

په نننی نړۍ کې د مالوماتو Ú©Ú†Ù‡ دومره پرمخ تللې ده چې ان د متحدو ایالاتو په څیر یو لوی هیواد نشي کولی چې خپل پټ رازونه خوندي Ú©Ú“ÙŠ. د ویکي لیکس په عصر کې هر سړی سترګې په لار دی  چې دغه مالومات وویني، وایې وري، او یايي ولولي. خو Ú©Ù‡ یو سړی له لوږې سره لاس او ګریوان وي ،نو هغه به یوازې د یوې مړۍ ډوډۍ په فکر کې وي چې  ژوندی پاتې شي ØŒ په دغسې حالت کې د ټولنې غړي نشي کولی چې هر اړخیز مالومات تر لاسه Ú©Ú“ÙŠ ،یایې Ù„Ú– ترلږه ولري.

دغه ډول ټولنه بیا ژر تیروځي او د نورو د لاس اله ګرځي،یا د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره په هرډول ویجاړونکي اقدام لاس پورې کوي. دا ډیره مهمه ده چې په دغسې یوه ټولنه کې له ولس سره تفاهم او دمالوماتو د شریکولو لارې چارې په ګوته شي ، له یوې خوا به ددغې ټولنې د پوهې کچه لوړه شي او له بلې خوا به خلک باور پیدا کړي.

هسې هم ،د انفارمیشن ټیکنالوجۍ په دې پېر کې د ویکي لیکس په راڅرګندیدو سره د رسنیو د کار بڼه بدله شوه. پخوا به یو خبریال د یو لوړپوړي چارواکي  کارونه څارل چې کورنیو او نړیوالو اوریدونکو ته مالومات ورکړي.

 Ø®Ùˆ نن د رسنیزې ټیکنالوجۍ د پرمختګ په برکت خپله د متحدو ایالاتو له خولې خبریږو چې  په ځانګړو هیوادونو کې لوی چارواکي Ú…Ù‡ ډول له قدرت څخه ناوړه ګټه اخلي خو دوی یې د ځینې ناڅرګندو لاملونو له مخې ØŒ نه محاکمه کوي یا یې  نشي محاکمه کولی . د ژورنالیزم د کار په بڼه کې بدلون راغی .

اوس هغه خبریالان چې دولتي فساد به یې پلټه  دخپلو اوریدونکو یا لوستونکو ترڅنګ د ویکي لیکس نوو خپرونو ته سترګې په لار دي، خوددې لپاره چې  ویکي لیکس ددغو خپرونو دوام خوندي Ú©Ú“ÙŠ د نړۍ له پوځي قدرتونو سره مخامخ ده. ددې سره سره چې ویکي لیکس کوم پوځي ځواک یا فزیکي قدرت نلري خو دا وړتیا لري چې د امریکا په څیر د یولوی هیواد نړیواله  دیپلوماسي وننګوي.

دېته نرم زبرځواک یا سافټ پاور وايي.  دا د یو سافټ ویر یا اینټرنیټ پاڼې له لارې دنړۍ دسیاستونو رازونه چې لسیزې لسیزې باید پټ پاتې شي افشا کوي او دا یو جادويي نوښت دی.

د امازون کمپنۍ چې ددې نوي زبرځواک کوربه وه ØŒ ظاهرا د نړۍ د لویو هیوادونو د فشار له کبله یې  ددغې پاڼې  سرور په داسې حال کې  پریښود چې جولیان اسینج په برتانیا کې ونیول شو.
که څه هم ښاغلی اسینج په ضمانت پریښودل شو خو دمتحدو ایالاتو په څیر هیوادونه اوس هڅه کوي چې داسې کمپیوټري سافټ ویر رامنځته کړي چې دپټو استخباراتي مالوماتو ساتنه وکړي او د ویکي لیکس په څیر ویبپاڼې ویجاړې کړي.

پوهـ ټولنه یا انفارمیشن سوسایټي  :
د ګلوبل سیوالیزیشن تیورۍ له مخې انفارمیشن سوسایټي یانې وار له مخه خبره ټولنه. انفارمیشن سوسایټي د یو هیواد د ټولو غړو مجموعه ده چې دخپل هیواد د سیاسي ، کولتوري، اقتصادي او ټولنیز حالت سره سم د ژوند د بیلا بیلو اړخونو په اړه مالومات لري.

دبیلګې په توګه ،په کومه موخه چې یو علمي کتاب لولې یا په یو علمي سیمینار کې ګډون کوې نو هلته چې ستا لپاره کوم نوي مالومات ورکول کیږي،په بیړه ستا له پخوانۍ پوهې سره یوځای کیږي. 
 Ø¯ ټولنیزو رسنیو تیوري ټینګار کوي چې انفارمیشن له پوهې ( علم ) هاخوا  Ø´ÛŒ  دی او دا، انفارمیشن (مالومات) دی چې خلک ترې  پوهه ترلاسه کوي.

د نړیوال پوهاوي د تیورۍ له مخې  انفارمیشن، د یو ځانګړي سوال ځواب دی چې  د ځواب ورکونکي د پوهې ښکارندوی وي.
په پوه-ټولنې ،یا انفارمیشن سوسایټۍ  کې یو کروندګر باید دومره پوهه ولري چې هره پوښتنه ترې وشي نو له مالوماتو Ú‰Ú© ځواب ورکړي. 

د بیلګې په توګه ØŒ Ú©Ù‡ یو ځوان  ښونځي ته نه ځي هغه نه پوهیږي چې احمد شاه بابا Ú…ÙˆÚ© وو،یانې  پوهې ته  دنورو مالوماتوورګډول چې د یوچا د پوهنې د ډیریدو لامل ګرځي .

دافغانانو د سیاسي پوهې کچه ډیره لوړه ده ،دوی د خپل هیواد پر حالاتو ښه پوهیږي (غني۲۰۰۹)
سیاسي پوه شته او ځینې نورلاملونه هم شته چې ددغې پوهې د سم استعمال مخه نیسي.

نړیوالتوب او د ټولنې پر غړو یې اغیزې :
ددې سره سره چې دافغانستان ټولنه له نړیوالو معیارونو سره برابره نه ده او بیرته پاتې ØŒ ځپل شوې او بې خبره ټولنه ده، خو بیا یې هم له نړیوالتوب سره، په یو ډول نه یو ډول  اړیکي پاللي دي.
له پوځي اړخه Ú©Ù‡ ورته وګورو نو د Û±Û¹Û·Û¸Ù€ Û±Û¹Û·Û¹ راهیسې دغه هیواد د بهرنیو لاسوهنو او پوځي خوزښتونو ډګر دی. 

 Ù„Ù‡ بهرنیو هیوادونو څخه د وسلو او لوژیستکي توکو لیږد رالیږد او داسې نور چې د نړیوالتوب عناصر بلل کیږي ،تل په افغانستان کې لیدل کیږي. خو د ګټې پر ځای یې  ډیرځلې بشري ناورینونه او ناخوالې له ځان سره راوړي دي چې په ټولنه کې یې د ژوند هیلې هم د له منځه وړلو له ګواښ سره مخامخ Ú©Ú“ÙŠ دي. دا حالت  زموږ پر بیوزله ټولنه د نړیوالتوب د ناوړه اغیزو د ودې لار هم برابروي.

 Ø§Ø³Ø­Ø§Ù‚ ننګیال ددغه ډول اړیکو پایلې پخپل یو شعر کې داسې انځوروي: دا ترڅو مې بې پتي د سرو غوټیو؟، دا ترڅو دستا اغزي زما باغونه ØŸ دا ترڅو په دې پردي پردي ټوپکو ،قتلوې دازما خویندې زما وروڼه ØŸ (ننګیال۱۹۹۸ : Û²Û¶Û´) تر اوسه یوه پابریکه چیرته  په دې هیواد کې لیدل شوې نه ده چې وسلې تولید Ú©Ú“ÙŠ نو له دې په څرګنده توګه جوتیږي چې دا لیږد رالیږد  د وسلو د یوې بهرنۍ سوداګرۍ په ترڅ کې ترسره کیږي او افغانستان  ته لیږدول کیږي.

د هویت مساله د یو قوم لپاره ډیره حیاتي ده. هویت دوه ډوله دی ،یو هغه چې د یوې ټولنې ملي او بهرنۍ پیژندګلوي پرې کیږي لکه افغان چې د افغانستان د اوسیدونکي لپاره کاریږي ،د هویت دومه بڼه داده چې د ټولنې غړي ځانونه خپلو ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته وفادار احساس کړي چې له بده مرغه په افغانستان کې دا دومه بڼه په جدي ډول له خطر سره مخامخ ده.

 ÛŒÙˆØ§Ø²Û دا نه چې دریځونه  مختلف دي، بلکې ددوی لاسرسی یو شان نه دی.ما ټینګار ÙˆÚ©Ú“ چې هیوادونه په کورني توګه  سره ویشلي  دي ØŒ موږ باید دې بهیر ته یوازې د هیوادونو ترمنځ ونه ګورو بلکې په هیوادونو کې یې د ښارونو ترمنځ وګورو ( رنتانن Û²Û°Û°Û·).

په دې کې Ø´Ú© نشته چې د نړیوالتوب ګټې ډیرې دي او له نورې نړۍ سره د نښلیدو لامل کیږي. خو د افغانستان په اوسني حالت کې یې  تاوان همدادی چې خلک بیلارۍ ته هڅوي ،هغه ولس چې د یوې باثباته  پوه- ټولنې تعریف نلري ،د نورو ټولنو کولتور راخپلوي او وروسته بیا داسې یوې ټولنې ته غاړه نه ږدي چې یوازې په دودپاله اسلامي هیواد کې د منلو  ÙˆÚ“ ده. دجنجالونو د زیږیدو لامل ګرځي. یوه دودپاله ټولنه باید رو رو پرمختګ ÙˆÚ©Ú“ÙŠ چې یوه باثباته پوه-ټولنه ترې جوړه شي.

بیړنی او ناڅاپي بدلون ډيرې ناوړه پایلې له ځان سره لري. ÚšÙ‡ بیلګه یې دکابل په سینماوو  او د کابل په تلویزونونو کې د بهرنیو فیلمونو او نندارمو ښودل دي چې تنکي ځوانان یوې څرګندې سرغړونې او له پردي کولتورسره توافق ته چمتو کوي. دپردي بهار وږمې دي، راچلیږي په وطن مې ØŒ د غلیم د فکر دوړې ØŒ راخوریږي په وطن مې (توپاني Û²Û°Û°Û² ).

د بیلګې په توګه بالیوډ ،هر وخت کولتوري ټاکټیک پاتې شوی دی، پخپله رانښلونه کې په بیساري ډول نیشتلزم او هندي Ú©Ú“Ù‡ ÙˆÚ“Ù‡  وړاندې کوي او په بهرنۍ توګه د نړیوالو اندیښنو د لړۍ شننې ته ډیر فصیح دی . برتانوي استعمار، پان اسیایزم، د جنوبي اسیا سیمه یزم ،امریکاييتوب او کولتوري امپریالیزم او همداسې نور. دا ټول دبالیوډ د هر کړون په عناصرو کې لیدل کیږي. له نڅا نیولې ØŒ د جامو د بڼې، د شخصي چلند په بیلګو او استازولۍ کې (کاووري۲۰۰۷ )

د نړیوالتوب بل مهم توکی قانوني سوداګري ده چې د عادي وګړو اړتیاوې پوره کوي. ددغې سوداګرۍ سرچینه یا په نیویارک،برلین ،بیجنګ او یا لندن کې ده خو د کوچنیو استازو ( اجنټانو ) له لارې خپل تولیدات د افغانستان او سیمې بازارونو ته رسوي.

افغانستان چې پخپله تولیدات نلري او ډیری خوراکي توکي له بهره رالیږدوي ،خلک یې مجبور دي چې لګښت ولري او شیان راونیسي. دغه پېر او پلور له نړیوالتوب سره د عادي افغانانو تړاوو جوړوي. دوی په دې پوهیږي ،که نه پوهیږي خو دا یو تړاوو دی چې افغانان خپلې پیسې لګوي او د بهرنیو هیوادونو تولیدات رانیسي خو ګټه یې هغه چاته رسیږي چې له هیواده بهر ناست دی.

د بیلګې په توګه ، که د لوی ملا صاحب محمد عمر مجاهد طبیعت هم خرابیږي نو اړ دی چې درمل واخلي ،کله چې دی پر درملو پیسې ورکوي، نو دغه پیسې د درملو د پابریکې د مالک جیب ته ورځي او دا ان له نړیوالتوب سره د طالبانو تړاوو ښيي.

نن ،که تاسو وغواړی Ú©Ù‡ ونه غواړی ،نړۍ په پرمختګ او نژديوالي کې ده.  دبیلګې په توګه
کرکټ،نن په افغانستان کې پر ملي لوبه بدلیږي او مینه وال لري.
دغسې فټ بال د نړیوالتوب پر یو لوی عنصر بدل شوی دی. کله چې انګلستان په دې وروسته کې د راتلونکو نړیوالو سیالیو کوربه توب وبایله ، په ملیارډونو ډالره زیان ور ورسیده ،ځکه چې د انګلستان د فټ بال په سلګونو زره مینه وال به اوس د انګلستان پر ځای په روسیه کې لګښت کوي او برعکس په انګلستان کې به کارونه په ټپه دریږي او خلک به خپلې دندې پریږدي او روسیې ته به سفر کوي چې هلته د فټ بال سیالۍ وګوري.

مذهبونه د نړیوالتوب یو بل رغنده عنصر دی ، د بیلګې په توګه اسلام په چټکۍ سره په اروپا او امریکاکې په خپریدو دی .دبیلګې په توګه یو سړی په کابل کې ناست دی خو د فیس بوک یا ټوایټر له لارې په نیویارک له یو بل چا سره اړیکي لري او له هغه سره د مذهب په اړه بحث کوي او هغه دېته هڅوي چې اسلام خپل کړي. نن تاسو دېته اړتیا نلری چې د اسلام د خپراوي لپاره له خپل کوره بهر ووځی.

هندي قمار- تونونه په اروپا او امریکا کې پر لویو کاروبارونو بدل شوي دي او ددې کنټرول په نړیواله توګه له ډیلي څخه کیږي. نو تاسو په یونه یو ډول له یوبل چا سره چې د نړۍ په بل سر کې پروت دی ،یوتړاوو او اړیکي لری .  ډیجیټل ټیکنالوجۍ دغه لاره اسانه کړې ده. دغې ټیکنالوجۍ دا هم اسانه کړې ده چې Ú…Ù†Ú«Ù‡  یو غورځنګ ،یا سیاسي ډله د تبیلیغاتو له لارې په اسانۍ سره دخپلې ټولنې په زړونو او مغزونو کې ځای پیدا کوي.

رسنۍ Ú…Ù‡ ډول کار کوي: 
دافغانستان طالبانو له بیا راڅرګندیدو وروسته په پرله پسې ډول د رسنیزو اړیکو ماشینري جوړه Ú©Ú“Ù‡ چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې یې د ملکي افغانانو باور راخپل Ú©Ú“. دوی په پراخ ډول نوې میډیا کاروي او په بري سره هغه موخې ترلاسه کوي چې دوی  ورته سترګې په لار دي.

د طالبانو دغه رسنیز کمپاین پر افغان نیشنلزم ولاړ دی او دوی دکابل د حکومت او نړیوالو  د ناکامه تګلارو له پایلو څخه پوره پوره ګټه اخلي. په نتیجه کې د بهرنیانو ملاتړ مخ په کمیدو دی او طالبان لګیا دي ،دخلکو زړونه او ذهنونه ګټي. هغه ژبه چې طالبان پخپلو ویناوو او رسنیزو خبرتیاوو کې کاروي پر هیوادپالنه ولاړه ده چې په اسانۍ سره خلک د بهرنیو پوځونو په وړاندې لمسولی شي.

په داسې حال کې چې نړیوالې او کورنۍ رسنۍ د طالبانو په ضد نړیوال پوځي کمپاین سره جوختې روانې دي او د اسلامي جنګیالیو فعالیتونه ترهګر عمل بلل کیږي، خو په تیرو نهه کلونو کې په دې بریالۍ نشوې چې  ناټو ته د افغانانو زړونه او ذهنونه ورمات Ú©Ú“ÙŠ. خو طالبانو د خپلو ترانو، وینا وو ØŒ پوځي عملیاتو ØŒ  او د بهرنیو سرتیرو د کړنو د Ú‰ÙŠ وي Ú‰ÙŠ ګانو په خپرولو سره په تبیلغاتي جګړه کې له اټکل  ډیره بریا ترلاسه Ú©Ú“Ù‡.

موږ پوهیږو چې ټولنیز اړیکي په ډیریدونکي ډول دبیلا بیلو سیمو د اوسیدونکو ترمنځ ،او د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو، پوهاوي او خبرو اترو د ټینګښت لامل ګرځي ( رنتانن Û²Û°Û°Û¸ )Ú©Ù‡ د رنتانن مفکوره Ù„Ú– تفصیل سره تر بحث لاندې ونیسو نو جوتیږي چې هر هغه Ú…ÙˆÚ© ډیر بریالی  دی چې له عادي خلکو سره اړیکي او پوهاوی ،تفاهم  ولري.

ددې لپاره چې ډیری طالبان پښتانه دي ،دوي خپل تبلیغات پر پښتو ژبه کوي او خلک په اسانۍ سره د هغوی سیاسي او پوځي تفکر خپلوي ،خو هغه چې په پښتو خبرې کولی نشي ØŒ په دې بریالي شوي نه دي چې د خلکو ترمنځ خپل ځای وټاکي. له واکه لیرې شوی مذهبي غورځنګ چې د افغانستان د واک د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي د تبیلغاتي جګړې پلان یې له حد  ډیر بریالی او غښتلی راڅرګند شو.

ان په Û²Û°Û°Û· کال کې د برتانیا د هوايی ځواکونو قومندان سر جک سټیروپ  په دې پوه شوی وو، او پخپله یوه شننه کې یې  د طالبانو تبلیغاتي جګړه  په راتلونکو Ú…Ùˆ کلونو کې د ناټو  د هغې  په پرتله برلاسې وګڼله .

د رسنیو ډیر اغیزمن او روښانه کارول،د اېنټرنیټ له ډیر اغیزمن استعمال سره جوخت  پوځي عمل همغاړی کوي  او داسې پیغام انځوروي چې نړیواله ټولنه تر اغیز لاندې راولي.په ÚšÙ‡ څومره والي کې دویډیوي تولیداتو چمتو کول اوپر پراخو مسالو تمرکز. دپیغامونو ÚšÙ‡ برابرول او پیښو ته سم غبرګون ښودل(سټیرپ Û²Û°Û°Û¸ ).

ددغه برتانوي پوځي څیړونکي د شننې له مخې  د سیمه ییزې ژبې کارونه او د خلکو پر ستونزو تمرکز کول ددې لامل وګرځیدل چې د طالبانو جنګیالي د عادي افغانانو خواخوږي یو ځل بیا راخپله Ú©Ú“ÙŠ.

د کړکیچ نړیوالې ډلې په ۲۰۰۸ کال کې یو ورته راپور خپور کړ او د طالبانو لفظي جګړه یې خورا بریالۍ وبلله. د طالبانو بیلګه باید عادي ونه ګڼل شي. دوی د ژبې او ټیکنالوجۍ د سمې کارونې له لارې وکولی شول چې د عادي افغانانو او دحامد کرزي د حکومت ترمنځ واټن پراخ کړي.

دوی هغه ژبه وکاروله چې خلک ترې پوره پوره پیغام اخیستلی شي اوبرعکس دولت هغو رسنیو ته پراختیا ورکړه چې اغیز یې یا نشته او یا ډیر Ù„Ú– دی.  هغه بهرنۍ رسنۍ چې په پښتو ژبه د افغانستان لپاره خپرونې کوي ،هغسې  ځان نشي ښودلی  Ù„Ú©Ù‡ څرنګه یې چې خلک تمه کوي.

 Ø¯ بیلګې په توګه د امریکا غږ رادیو تل هغو خلکو ته چې د طالبانو د ملاتړ په تور نیول کیږي د ترهګر Ù¼Ú©ÛŒ کاروي،هغه چې بهرني اوافغان ځواکونه یې په دودیز ډول  دداسې  چا لپاره کاروي چې د طالبانو په ملاتړ یې تورن Ú©Ú“ÙŠ. مخکې له دې چې یوه محاکمه پریکړه ÙˆÚ©Ú“ÙŠ ،موږ د رسنیو په توګه پریکړه کوو چې پلانکی ترهګر دی او پلانکی سم سړی دی. وروسته بیا لیدل کیږي چې هماغه سړی پرته له کوم تور څخه خوشي کیږي ،یا د ستاسې د خبر له کبله دتل لپاره په زندان کې پاتې کیږي.

 Ù¾Ù‡ دولتي اډانه کې د پراخیدونکي فساد او درغلیو په غبرګون کې د طالبانو د ملاتړ ډیریدل Ú…Ù‡ مانا لري؟ ایا موږ د چا لپاره خپرونې کوو؟ ایا زموږ اوریدونکي Ú…ÙˆÚ© دي؟ ایا زموږ اوریدونکي همدا دولتي فاسد مامورین دي ،که د ټولنې هغه غړي چې له حکومت څخه ورځ تر بلې فاصله پیدا کوي؟ ایا د طالبانو جنګیالي زموږ اوریدونکي دي ،کنه؟ ایا تر اوسه چا په دې فکر Ú©Ú“ÛŒ دی؟

دا هغه پوښتنې نه دي چې پوره پوره پاملرنې ته اړتیا لري. Ú«Ú‰ÙˆÚ‰ ایډیټوریل پلانونه ستونزې ولاړوي. Ú©Ù‡ د کابل شخصي او دولتي ټلویزونونو ته وګورﺉ نو دوی سیکولرزم ØŒ مذهب ØŒ موسیقي او نڅا سره یوځای کړې ده. پرته له دې چې کولتوري امپریالیزم  ته وده ورکړي بله کومه ځانګړې بریا یې نه ده لرلې.  د بې پرې ژورنالیزم  لارښود اصلي اوریدونکي د ټولنې هغه پوړ بولي چې په یو هیواد کې حکومتونه نړوي او جوړوي.

 Ø§Ù† د بي بي سي ایډیټوریل ګایډ لاین ټینګار کوي چې  عادي خلک  باید تربل هرڅه مخته وي. ددې سره سره چې د برتانیا حکومت د طالبانو په ضد کمپاین کې ونډه درلوده خو بي بي سي هغو بندیانو ته چې د طالبانو د ملاتړ په تور نیول کیدل کله هم مخامخ ترهګر ونه ویل،بلکې د مشکوک Ù¼Ú©ÛŒ یې ورسره وکاراوو.

 Ø®Ùˆ ددې سره سره چې د بي بي سي، سي این این ،واشنګټن پوسټ ØŒ ګارډین ،ټایمز او نورو په څیر د نړۍ معتبرې رسنيو  د القاعدې او طالبانو په ضد د نړیوال پوځي ایتلاف فعالیتونه په پراخ ډول خپاره Ú©Ú“Ù„ او د طالبانو لپاره یې په خپرونو کې ځای نه درلود، خوبیاهم  طالبانو وکولی شول چې د تشو Ú‰ÙŠ وي Ú‰ÙŠ ګانو له لارې خپله تبیلیغاتي جګړه د بري په لور بوځي. ددې یو لامل داوو چې ددوی اوریدونکي څرګند وو، او د منظم تبلیغاتي پلان له مخې یې فعالیت ÙˆÚ©Ú“.
 
پایله :
نو تاسو باید هغه Ú…Ù‡ وکړﺉ چې ولس یې  غواړي ،دوی دا غواړي چې په هیواد کې یې قانون پر ټولو یو ډول عملي وي. حکومتي چارواکي یې د ستونزو زیږونکي نه بلکې د ستونزو اوارونکي او مرستندوی وي چې خلک درباندې باور ÙˆÚ©Ú“ÙŠ.

خلک په اسانۍ سره هغه څه خپلوي چې پرې پوهیږي ،که موخه دا وي چې په هیواد کې یوه باثباته ټولنه جوړه شي نوتاسو باید پوهه شی چې ولس څه غواړي.
له خلکو سره باید ددوی پخپله ژبه خبرې وشي چې ستاسې پیغام احساس Ú©Ú“ÛŒ شي. هغه دولتي چارواکي چې د بیت المال پر لوټولو تورن پيژندل کیږي باید له څوکیو لیرې او محاکمه شي.  په ټولنه کې اقتصادي حرکت رامنځته Ú©Ú“ÛŒ ،خلک په مثبت ډول بوخت وساتی چې دستاسې په ضد کیدونکو فعالیتونو لپاره چمتو نشي.  دا ټول د پوه-ټولنې ،انفارمیشن سوسایټۍ په پرمختیا کې مرسته کوي.

خو زموږ په هیواد کې  برعکس، دوی  نوې بلاوې جوړوی ØŒ Ù„Ú©Ù‡ نړیوال ترهګر ،د نشي توکو سوداګر،لیوني عربان او صدام حسین،نوی هټلر، لګیا دی نړۍ نیسي. دوی اړ دي چې یوهغه،  له بل وروسته وساتي.تاسو خلک وویرول ØŒ ویره مو ور واچوله ،بې زړه مو کړل،نو دوی په بشپړه ویره کې سفر کوي او د ویرې له کبله د یخ وهلي په څیر  لړزیږي ( چومسکي Û±Û¹Û¹Û·: Û´Û´ )

اوس Ú©Ù‡ د چومسکي وینا ته وګورو نو څرګندیږي چې  دافغانستان په څیر حالاتو کې حکومتونه تل Ù‡Ú…Ù‡ کوي چې خلک د ظلم ØŒ ویرې او تیري لاندې وساتي او اصلي مالومات پټ Ú©Ú“ÙŠ. خلک بې خبره پاتې شي او دوی پرې خپلې شخصي موخې وتپي.

دغه ډول حکومتونه په لویدیځه نړۍ کې  له فساده Ú‰Ú© ØŒ دناقانونۍ ملاتړيي ØŒ د زور او تاوتریخوالي کارونکي او د بشري حقونو ماتونکي بلل کیږي. زموږ په پېر کې دا هغه وخت بیخي رښتیا  شوه چې ویکی لیکس راښکاره شو او هر هیواد ته یې د هغوی د نوي تاریخ په اړه مالومات ورکړل.

کله چې په یو هیواد کې حکومت د بشري حقونو د ماتونکو په لاس کې وي او حکومتي امکانات د خلکو په ضد کاریږي، د بیت المال چور او چپاول روان وي ØŒ ډیره سخته ده چې هلته په اسانۍ یوه    باثباته پوه-ټولنه یا انفارمیشن سوسایټي رامنځته، یا وده ÙˆÚ©Ú“ÙŠ.

 Ù¾Ø§ÛŒ


اخځونه:
توپاني،ک [۲۰۰۲] ،دباد په کنډوالو کې ،د وینو پسرلی ، پیښور: دانش
چومسکي،ن[ ۱۹۹۷]، میډیا کنټرول ،دوم چاپ ،نیویارک :ګرې
رنتانن،ت[۲۰۰۷]،دیا،ک،ت، ټرانزشنل سوسایټیز ،میډیا اون دي موو ،لندن: روټلیج
ډوډ،ن[ Û±Û¹Û¹Û¹]ØŒ  نیچر اف مادرن سوسایټي،سوشیل تیوري اینډ ماډرینټي ،اګسفورډ: پالټي
سټیروپ،سر،ج[Û²Û°Û°Û¸]ØŒ کاونټر طالبان انفارمیشن اپریشن این افغانستان [پر لیکه] دلته یې کتلی شي  
http://www.ndu.edu/press/countering-taliban-information-operations.html [موندنه: ۰۷.۱۲.۲۰۱۰ [

غني ،الف [۲۰۰۹ ] د عدالت لار، لومړی چاپ،کابل: سالنګ
کاروان،م،پ[۲۰۰۲] ربابي ملنګ ،دکتاب نوم نشته ،پیښور : دانش
کووري،الف،پ[ Û²Û°Û°Û·]ØŒ دیا، ک،ت،ټرانزنیشنل کلچرسټدیز ،میډیا اون  دي موو ،لندن: روټلیج
 Ù…ولانا،ح  [Û±Û¹Û¹Û¶ ] ØŒ ګلوبل کمونیکشن این ټرانزیشن،لندن : سیج
ننګیال ، الف [ ۱۹۹۸] ،سیندونه هم مري، دا کښتونه دا بادونه ،پیښور:دانش
هارورډ دلیکنو لپاره د اخڅونو یوه منل شوې اکاډیمکه بڼه ده چې د برتانیا او امریکا دمتحدو ایالاتو په علمي مرکزونو کې کاریږي.

 

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery