مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-06-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په پکتيا او مونشن کي د نښتر مشاعرې جوړي سوې

محمدامین بسمل

 

دلویې پکتیا له ګردېز ښار څخه دنښتر دودیزې مېلې اومشاعرې رپوټ

دنورو کلونو په څېر سږکال يو ځل بيا دپکتيا ولايت مرکز ګردېز ښار کې دنښتر دوديزه مشاعره او مېله ولمانځل شوه.
 Ø¯ØºÙ‡ مشاعره دګردېز ښاروالۍ په دوهم تالار کې جوړه شوې وه.
دشعر او ادب په سلګونه مينه والو پکې ګډون کړی وو.
که څه هم په پراخه کچه له نورو لرې او نږدې ولايتونو څخه څوک نه وو رابلل شوي خوبيا هم دخوست ،غزني او له کابل څخه يوشمير مېلمنو دځانګړې مينې له امله ځانونه رارسولي وو.
 Ù…شاعره سهار نهه بجې دساحل منګل په ويندويۍ پيل شوه ،او تر لږې شېبې وروسته د دريځ چارې اسدالله خاطر او اجمير ځلاند ته ور وسپارل شوې .
 Ø¯ØºÙˆÙ†Ú‰Û په پيل کې دقران پاک مبارک اياتونه تلاوت شول او ورپسې دهيوادملي سرود وا ورول شو.

ورپسې دپکتيا دفرهنګيانو په استازيتوب شيرپاو احمد احمدي ګډون والو ته دښه راغلاست وينا واوروله او ګډونوالو ته یې دمشاعرې دښه نظم او په ځينې نورموضعاتو رڼاواچوله.
 Ø¯Ù‡ دپکتيا ولايت له مقام او امنيه قومندانۍ څخه مننه ÙˆÚ©Ú“Ù‡ ،چې دولايت مقام دپنځه سوه ميلمنو له پاره دغرمې ډوډۍ تياره کړې وه او همدارنګه امنيه قومنداني دغونډې لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيولي وو.
 Ø¯ÚšÙ‡ راغلاست له وينا څخه وروسته زمونږ مشر اوهڅاند هيوادوال محمد امين بسمل له جرمني څخه دتلیفون په کرښه دغونډې ګډونوالوته خپل پیغام په لاندې ډول واوراوه :
 Ø¯Ù†ÚšØªØ± د درنې مېلې او مشاعرې درنوګډونوالو، مېلمنو اوکوربنوته زه محمدامین بسمل د بایرن آیالت له الف غرونوڅخه د پردېسوخویندو او وروڼو په استازیتوب مباره Ú©ÙŠ وایم .
 Ù‚درمنو!
نښتر په لویه پکتیا او جرمني کې هر کال په یوه ورځ لمانځل کیږي .
زموږ نښتر لکه شاهین یو وزر یې د لویې پکتیا په هسکو غرونو اوبل وزر یې د جرمني دالف په غرونو لګیږي له همدې کبله دنښتر دودېزه مېله او مشاعره په نړۍ کې جوړه نه لري.
 Ø¯Ù†ÚšØªØ± مېله او مشاعره اوس ورو ورو له خاپوړو څخه په Ù¾ÚšÙˆ دریږي دماشومتوب دوره یې نوره دومره زیاته نه ده پاته اوه اته کاله یې چې نور ووزي نو به نښتر پوخ زلمی شي له خیره سره هو!
 Ù‡ØºÙ‡ نښتر چې دزړه په وینو مې کېنولی او پالم یې .
له نازنین نښتر سره په تنکي ماشومتوب کې ډېرې نارواوې وشوې او لا کیږي نه یوازې سوداوې پرې وشوې بلکې د اره کېدو صرفه هم چا پرې ونه کړه خو له نېکه مرغه چې دلویې پکتیا داصلو زامنو په مټ مو وژغوره .
 Ø¹Ø²ØªÙ…نو او درنو شاعرو ملګرو!
هیله من یم دتېر نښتر لمانځلو څخه را پدې خوا موپدې یو کال کې دشعري او ادبي پنځونو ښکلې توښې برابرې کړې وي او نن خوند ځینې واخلئ .
 Ø²Ù‡ له تاسو ټولو څخه هیله کوم چې نننۍ مشاعره دوروري او حوصله مندي په فضأ کې ترسره کړئ .
 Ø­Ø§Ù„ات خورا تنکي او دهیواد په سرنوشت لوبې روانې دي په تندو خبرو Ú…Ù‡ نه تر لاسه کیږي راځئ چې داساسي ستونځې دحل په فکرکې شو اوتر بل هرڅه لمړی دملي یووالي لپاره کار ÙˆÚ©Ú“Ùˆ .
 Ù¾Ù‡ اخېرکې له تاسو ټولوپه تېره بیا له هغوملګرو څخه دزړه له تله مننه کوم چې نن یې دنښتر مشاعرې په تنظیم کې هراړخیزه مرسته کړې باید زیاته Ú©Ú“Ù… ،چې دنښتر له برکته په دا اوو اتو کلونو کې دوستانو زیات کومکونه Ú©Ú“ÙŠ دي بې حده پیسې درلېږل شوې اویو عالم کتابونه پرې چاپ شوي.

همداراز دلویې پکتیا او شاوخوازلمو، دګران افغانستان شاعرو ملګرودنښتر له برکته شعري الهامونه واخیستل په زړه پورې پنځونې یې وکړې نښتر دهسکې پکتیا ښکلې شمله ده .
 Ø¯ÛŒØ§Ø¯Ùˆ کومکونو په Ú…Ù†Ú« کې دیوچایادونه کوم هغه دهلمند والي ښاغلی ګلاب منګل دی،چې تېر کال یې هم زما غږ واورېد هروخت یې اورېدلی ټولو دوستانواورېدلی ښاغلي ګلاب منګل داځل زر امریکايی ډالره مرسته ÙˆÚ©Ú“Ù‡ چې تاسو ته همدا نن سهار در ورسېده تېر کال یې هم له نښتر مشاعرې سره د څلورعنوانو کتابونو د چاپ مرسته کړې وه زه دتاسو اوخپلو ملګرو په استازیتوب له منګل صاحب څخه نړۍ نړۍ مننه کوم.
 Ù†ÙˆØ± مو وخت نه نیسم ملګري او دوستان به له لرې ځایونو مېلمانه درته راغلي وي .
په الله مو سپارم دعاوې کوئ دعاوې به درته کوو دتاسو پیغام او دا ژوندی جریان زموږ ځینې ملګري همدا اوس اوري نوروګډونوالو ته به یې زموږ په مشاعره کې ورواوروو.
 Ø¯ÛŒÙˆ هوسا، بسیا او خپلواک افغانستان په هیله
دښاغلي محمدامین بسمل له پیغام څخه وروسته مشاعره دمشر او خوږ ژ بي شاعر نجيب الله شاکري په يوه نظم پيل شوه ،چې دګډونوالو له خوا په درنو چکچکو بدرګه شو.
 Ù„Ù‡ هغه څخه وروسته دشعرونو لړۍ همداسې دوام وکړ،چې لسګونه شاعرانو پکې شعرونه واو رول .
 Ù¾Ù‡ دې مشاعره کې دنورو مشاعرو په شان دشعاري شعرونو ځای هنري شعرونو نيولی ووځکه خوګډونوالو په ګرمو ولولو بدرګه کول.
 Ø¯Ù…شاعرې په جريان کې دوو تنظيه شاعرانوله خوست څخه راغلي ميلمه جهانزيب جوهر اودلویې پکتياشاعر مالګين ځاځي له خواپه زړه پورې شعرونه واورول شول .
 Ù¾Ù‡ ورستیو شېبو کې دمشاعرې ارزیابي ته استاد احمدجان راوبلل شو،دنښتر درنه مېله اومشاعره یې خوراپه زړه پورې وارزوله .
 Ø¯Ø§Ø³ØªØ§Ø¯ احمدجان له خبرو وروسته مشاعره رسمأ پای ته ورسېده.
له مشاعرې وروسته دنورو ولایتونواولرې سیمو څخه راغلیومېلمنو ته په ځانګړي ځای کې ډودۍ ورکړه شوه نورومېلمنو اوکوربنو دمشاعرې په تالار کې ډوډۍ وخوړه.
 ÙŠØ§Ø¯Ù‡ دې وي ،چې سږکال ددې مشاعرې له پاره دهلمند والي ښاغلي ګلاب منګل زر امريکايي ډالره مرسته کړې وه چې موږ یې له فرهنګ پالنې څخه یوه نړۍ مننه کوو.
 Ù¾Ø§ÛŒ


په جرمني کې دنښترمشاعرې رپوټ

دجرمني په بایرن آیالت کې هم دنښتر مېله اومشاعره ترسره شوه
عزتمنولوستونکو!
موږ له ښاغلي ساحل منګل څخه منندوی یو چې پخپل زیار یې دګردېز له ښارڅخه دنښتر مشاعرې رپوټ لیکلی او رااستولی دی زموږ دمشاعرې او مېلې جریان په لاندې ډول دی:
 Ù„Ú©Ù‡ چې په خبرتیا کې لیکل شوي و، Ú©Ù‡ ورځ لمرینه وه نونښتر به له تالاره پرته لمانځو همداسې وشول.
 Ø²Ù…ÙˆÚ– لپاره دنښتر مشاعره ځکه په زړه پورې وي،چې اول خو دسهارله لمانځه څخه وروسته زموږ هغه ملګري راټولیږي چې وزګار وي باید زیاته Ú©Ú“Ù…ØŒ چې په جرمني کې زموږ دجمعې مباره کې په ورځ هم خلګ کارونو ته ځي نو له دې کبله دګڼ شمېر ګډونوالو رابلل یو Ú…Ù‡ ناشوني وي .
 Ù„Ú©Ù‡ پاس چې یاده شوه سهار وختي موپه پنځنیموبجودنوروکلونو په ډول له ګردېز ښار سره تلیفوني اړیکه ونیوه هلته دسهار اته بجې وې دا داسې وخت و، چې لا خو ګردېز ښار ته مېلمانه پوره نه وو رارسېدلي.
 Ø²Ù…ÙˆÚ– ملګرو دتلیفون په کرښه دګردېزمشاعرې دجریان ځینې برخې په مخامخ ډول اورېدلې او په عین وخت کې مو ثبتولې .
 Ø¯Ú«Ø±Ø¯ÛØ² مشاعرې له ختمېدوڅخه وروسته مودمیرویس نیکه په جومات کې د جمعې مباره کې ورځې لمونځ ادا اود الله تعالی شکر ÙˆÚ©Ú“ØŒ چې دګردېز مشاعره په خیر او بې له کومې واقعې څخه سر ته ورسېده.
 Ù„Ù‡ دعا څخه وروسته مې دامام دمیک په وسیله دجمعې مباره کې دلمانځه ټولو اداکوونکو ته په لویه پکتیا کې دنښترمشاعرې دتنظیموونکودرنې هیلې اوسلامونه ورسول هغوی ټولود وعلیکم وسلام په ویلو سره خپله خوښي وښوده.
 Ù„Ù‡ هغه څخه وروسته له یو شمېر محدودو مېلمنواو ګډونوالوسره یوځای داتریش او جرمني پولې ته څېرمه دنښترو ځنګلونو ته وروخوځېدو.
 Ø²Ù…ÙˆÚ– دنښترمېله او مشاعره په لاندې ډول وه:
لمړی ښاغلي نعیم چې زموږمېلمه ودقران پاک څو ایتونه ولوستل بیا موهغوګډونوالوته دګردېزمشاعرې ثبت شوی جریان دټیپ په مرسته واوراوه کومو، چې سهار له موږ سره ګډون نه و کړی په عین وخت کې مو هغه ملګري دګریل تیارولو ته ولېږل کومو، چې سهار دګردېزمشاعرې جریان اورېدلی و.
 Ø¯ÙˆÙ‡Ù…Ù‡ دمشاعرې برخه وه، په دې برخه کې دریو شاعرانو ښاغلي بازمحمد، اکبرخان اوما بسمل یویوشعرواوراوه ښاغلي نعیم اوجمال دواړو په خپل نوبت ددرنو او منلو شاعرانو جهاني صاحب اوکاروان صاحب یو یو شعر ګډونوالو ته واوراوه.
 Ø¯Ø§ چې وروسته له Ú…Ùˆ اونیوبارانونو څخه یوه لمرینه ورځ زموږ په برخه وه نو ځکه مودمشاعرې لپاره زیات وخت ونه نیو زموږ لپاره دګردېز مشاعره خورا مهمه وه چې په ÚšÙ‡ ډول اوپه خیر سر ته ورسېده دمېلمنو عزت وشواو خپلو کورنیو ته په خیر سره ورسېدل.
 Ø²Ù…ÙˆÚ– دنښتر لمانځنې دریمه برخه مېله وه هغه په دې مفهوم، چې دګریل ترڅنګ مودټیپ په مرسته دلویې پکتیازرمت ولسوالي دسهاکو دوتلو کلیوالي هنرمندانو خوږه او په زړه پورې موسیقي واورېده ددې موسقي تفصیل اړین Ú«Ú¼Ù…:
 Ø¯Ø§ هغه موسیقي وه چې مادنښتردودیزې اوکالنۍ مشاعره له دودولوڅخه Ù„Ú–Ù‡ موده مخکې زما دوروڼواو خوریی په ودونو کې ثبت کړې وه.
 Ø¯ÛŒØ§Ø¯ÙˆÙ„Ùˆ ده چې، پوره اوه ویشت کاله نه په زرمت کې مطرب رباب ته ترنګ ورکړی Ùˆ اونه خویې دډهل غرب ایستلی Ùˆ.
 Ú©Ù„Ù‡ ØŒ چې زه وروسته له دوه نیمو لسېزو خپل کلي ته ولاړم حالاتو اودخلګو هرکلي دې ته تشویق Ú©Ú“Ù…ØŒ چې دخپلو وروڼواو خوریی ودونه په ډهل اوډنګ راوړم.
 Ù¾Ø§Ú© رب مې مدتګار Ùˆ همداسې مې ÙˆÚ©Ú“Ù„ هم مې دسیمې مشهورهنرمندان Ù„Ú©Ù‡ رضأ محمد اوملګرې یې دخپلو موسیقي الاتوله ګردو څخه پاکولو او ترمیمولو ته تشویق Ú©Ú“Ù„ هم مې دسانګو (نیزه بازي)لپاره دډهل غربولوته .
 Ø¯Ø§ هر Ú…Ù‡ په یوه اونۍ کې ترسره شول زلمیانواو سپین ږیرو مست مست اتڼونه ÙˆÚ©Ú“Ù„ سانګې ووهلې شوې اودوه شپې دزرمت ترخاورو لاندې موسقي بیا وزرې ورپولې.
 Ø®ÙˆÙ„Ù‡ بده مرغه، چې زیات دوام یې ونه Ú©Ú“ په زرمت کې موسیقي وروسته له یو دوو کلونو یو ځل بیا غرغره او له هرې خواهلته وحشت حاکم شو دا ÚšÙ‡ و،چې هغه ځل مې هر Ú…Ù‡ ثبت Ú©Ú“Ù„ دخپل سفر وروستۍ اونۍ مې دهسک نښتر لپاره وقف Ú©Ú“Ù‡.
 ÛŒÙˆÙ‡ اونۍ په ګردېز ښار کې له ډېرو هلوځلو وروسته پاک پروردګار د نښتر مشاعرې او مېلې په دودولو بریالی Ú©Ú“Ù….
 Ø§ÙˆØ³ له نېکه مرغه زموږ لویه پکتیا دنښتر په نوم ددودیزې کالنۍ مېلې اومشاعرې نه یوازې څښتنه، بلکې په یوه ورځ دا مېله او مشاعره په ګران افغانستان او جرمني کې لمانځله کیږي.
 Ø²Ù‡ دنښتر مشاعرې دیوحقیر اوفقیربنسټګرپه حیث ترټولواول له خدای(ج) څخه شکر کوم، چې ما ته یې یو نه هېرېدونکی او ثمربخش سفر را په برخه Ú©Ú“ÛŒ وه او بیا دلویې پکتیا له باتوروفرهنګیانواوفرهنګپالو په تېره بیا له استاداحمدجان څخه مننه کوم، چې زما لپاره یې Ú«Ú¼ شمېر شاعران خپل کورته راوبلل اوپه اتفاق سره یې زما وړاندیز په داسې حال کې ومانه، چې دهغه وخت برحال والي خدای بخښلي حکیم تڼیوال غوښتل دشیندي Ú«Ù„ په نوم مشاعره وي نه دنښتر خو ګران شاعر وروڼه دمقام ترڅنګ نه، بلکې زماترڅنګ ودرېدل ځکه خویې تل منندوی او هرکال یې تر خپله وسه پورې پالم خالي لاس یې نه پرېږدم آن زموږ نورفرهنګپالان یې مرستو ته وربولم Ù„Ú©Ù‡ ÙˆÚ“Ù… کال چې ښاغلي اضغرخېل منګل، تېر اوسږ کال دهلمند والي ښاغلي ګلاب منګل مرستې ورسره وکړې.
 Ù‡Ù…داراز دا د اووکلونوپه جریان کې دنښترمېلې اومشاعرې له ټولو مېلمنو او کوربنو څخه تر رسنیو پورې مننه کوم، چې په پوره اخلاص سره یې همکارۍ وکړې خدای پاک دې هر قدم دنېکۍ په تله کې ورته واچوي.
 Ø¯Ù†ÚšØªØ±Ø®Ø§Ø·Ø±Û ډېرې خو ستاسو درنو خویندو او وروڼو وخت به زیات نه نیسم لنډه دا چې په جرمني کې د نښترمېله او مشاعره له لمرلوېدوسره سمه په پاو باندې نهو بجو پای ته ورسېده ځینې مېلمانه اتریش او ځینې له موږ سره دمونشن ښارته راستانه شول چې لا تراوسه دلته دي له همدې کبله به دنښترلمانځنې مصویر رپوټ وروسته دتاسو خدمت ته وړاندې Ú©Ú“Ùˆ .
 Ù¾Ù‡ اخېر کې دپکتیا ولایت له چارواکو په تېره بیاعبدالرحمن منګل او امنیتي مسؤلینو څخه مننه کوم، چې زموږ تلیفوني هیله یې ومنله او یو ناڅاپه راولاړه شوې ستونځه یې ژر تر ژره حل Ú©Ú“Ù‡.
 

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery