مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-09-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

جام جم آنلاین سایټ :امریکا او اسرائیل نړیوال ګواښ دی

ژباړونکی :عزیزاحمد خوارمل

 

نوام چامسکی :امریکا او اسرائیل نړیوال ګواښ دی
د جام جم آنلاین دسایټ څخه:

نوام چامسکی ،امریکایی یهودی ر وښان اندی په خپل یوه مقاله کې دامریکی متحده ایالتونه او اسرائیل  یې  دنړیوال سولی پرضد ګواښ بللی دی .
د« کامن دریمز» داطلاع رسونی دشبکی درپوټ پر بنسټ .نوام چامسکی په یوه مفصله مقاله کې په خپل خاص ادبیاتو سره  دغه پوښتنه یې رامنځته کړیده ،که داسی ګواښونه چې همدا اوس داسرائیلو درژیم دخوا دایران پرضد ترسره کیږی ØŒ Ú©Ù‡ دغه ګواښونه دایران دخوا داسرائیلوپرضد ترسره سوی وای  او Ú©Ù‡ ایران دالمان هستوی سمندری  اوبتل  یې ترلاسه Ú©Ú“ÛŒ وای  اوپه هغه سره يې اسرائیل  ګواښولی وای ،هغه  مهال به وضعیت په بل ډول وای ØŸ
دنوام چامسکی دلیکنۍ پر بنسټ ،اسرائیل هم په همدی ډول  Ù„Ú©Ù‡ خپل  تل پاته ملاتړ کوونکی متحده ایالتونه ،هروخت چې وغواړی  وشخړواوجګړوته پناه  ور ÙˆÚ“ÛŒ . دا اسرائیل دی چې  دنړیوالو قوانینوخلاف  فلسطینی سیمی ترخپل ښکیلاک لاندی سیمو کې ښارونه جوړه ÙˆÛŒ  ا وپه وارو وارو یې  بی رحمانه یر غلونه دلبنان دهیواد او دغزی  دخلکوپرضد تر سره کړیدی . اسرائیل بیله کوم موجه اوپرځای دلیل  څخه  په دی یرغلونو اوبریدونو سره په لس هاووزره کسه یې ÙˆÚ˜Ù„ÛŒ دي .
چامسکی وروسته بیا  ودی واقعیت ته یې اشاره Ú©Ú“ÛŒ ده اولیکۍ :دایران اسلامی جمهوری دولت په خپل ټول عمر کې هیڅ ډول تیری کوونکی کړنه یې دخپلوچاروپه ترسره کولوکې ترخپل کاراوپروګرام لاندی  نه ده نیولی اودهسټوی پراختیا پلان اوچاری .هغه پخوانی کړنلاره ده چې دایران دشاهی نظام په وخت کې پیل سوی ÙˆÛŒ اودهغه وخت دشاهی نظام څخه لویدیز ملاتړ هم کول   .
چامسکی لیکۍ سربیره پردی چې دامریکائیانو رپوټونه  نه څرګنده ÙˆÛŒ  چې ایران دی دهسټوی وسلو دترلاسه کولودپاره کوم عملی کړنه یې پيل اوترسره Ú©Ú“ÛŒ ÙˆÛŒ  اوکه ایران  ودی خواته راکش سی دانوپه بربنډه ټوګه دامریکی دمتحده ایالتونو اوداسرائیلودګواښونوڅخه  ددی هیواد پرضد رامنځته سوی پلان  به ÙˆÛŒ  اودغه ګواښونه دملګرو ملیتونو دمنشور څخه سر غړونه بلل کیږی   .
Û²
چامسکی  همدارنګه څرګنده ÙˆÛŒ ددی هیوادونو په هانداوبارو،ایران چې دسولی درامنځته کیدو څخه مخنیوی Ú©ÙˆÛŒ بیا نودسترګواښ  ترسرلیک لاندی ددی هیواد بربنډه کول یوازی ددی دپاره دی  چې کیدی سی اسرائیل او  امریکا دی د ایران پرضد دځواک څخه کار واخلی .
او په دی Ù„Ú“ کې  ایران چې دلودیز په وړاندی  په «بریالیتوب سره سرغړونه »کوی باید جزا ورته ورکړل سی  .دا هغه تور دی  چې نیمه پیړی مخکی پرکوبا باندی هم دغه ډول تور ولګول سول

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery