مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دوو کندهاري لوبغاړو د فوټبال ملي ټيم غړیتوب تر لاسه کړ

راحیله جواد

دکندهار فټبال پاڼي  او کندهار فټبال فراسیون  د معلوماتو لمخي  د کندهار دوه تنه فوتباران (عبدالقدوس ساحل او خالد عمران) د هيواد د Û±Û¹ کلنو فوټبال ملي لوبډلي ته غوره سوي دي.

ټاکل سوې چي دوی ډېر ژر د ملي ټيم په ترکيب کي د سياليو لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړ سي.

دکندهار فټبالران  او کندهاري ځوانان د فوټبال د ملي فدراسيون د دغه ګام هرکلی کوي او هيله لري Ú†ÙŠ د ملي ټيم د پياوړتيا او ملي والي لپاره دي دا ډول نور ګامونه هم واخيستل سي.

خو تر Ú…Ù†Ú« يې کندهاري ځوانان او لوبغاړي  اندیښنه لري  Ú†ÙŠ دا وار د پخوا په شان په ملي لوبډله Ú©ÙŠ د کندهاري لوبغاړو حضور نمايشي او د يو Ú…Ùˆ ورځو لپاره نه وي، بلکي هيله من دي  Ú†ÙŠ د هغوی حضور دوام پيدا Ú©Ú“ÙŠ.

دا اندېښنه دوی ځکه څرګندوي  Ú†ÙŠ پخوا هم د فيض په شان د کندهار ځيني تکړه فوټبالران ملي ټيم ته غوره سوي، خو وروسته په مرموز ډول بيرته لېري Ú©Ú“Ù„ سوي دي.

تر ډيره کندهاری لوبغاړي  په کابل Ú©ÙŠ دالمپیک اداره او فدراسیونونه په  دې تورنوي Ú†ÙŠ د لوی کندهار دسپورت سره په ملي ټيمونو Ú©ÙŠ د مور او میرې چلند کوي  او تر ډیر ملي ټيمونه  د هزاره او تاجک ورورنو لپاره ځانګړي کوي .  په داسي حال Ú©ÙŠ Ú†ÙŠ په پښتنو Ú©ÙŠ تر هغوی زیات استعدادونه موجود دي . او ملي ټيمونه باید د استعدادونو په بنا وټاکل سي نه د سیمو دتعصبونو په بنسټ .

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery