مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-04   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

افغانستان کينيا ته په ماتي ورکولو نړيوال جام ته لاره پيدا کړه

افغانستان د کرکټ په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هم کینیا ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۵ کال د یو ورځني کرکټ نړیوال جام ته یې لاره پیدا کړه.
 
 Ø¯ کینیا د کرکټ لوبډلې په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته د ګټلو لپاره د Û¹Û´ منډو هدف ورکړ.
 
دا لوبه د ٢٠١٥ کرکټ نړيوال جام ته د لار موندلو په ترڅ کې د کرکټ د نړيوال ليګ سياليو برخه وه، افغانستان تر اوسه په دې سیالیو کې Û±Ûµ نومرې درلودې او پکار وه، چې له کینیا څخه دوه یو ورځنۍ لوبې وګټي، ددې دواړو لوبو له ګټلو سره د افغانستان نومرې Û±Û¹ شوې او نړیوال جام ته یې لاره پیدا کړه، ایریلینډ تر دې مخکې په دې سیالیو کې د لومړي مقام ترلاسه کولو سره نړیوال جام ته لاره پیدا کړې وه. 
 
د افغانستان او کینیا ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
 
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د د متحده عربي اماراتو د شارجې له لوبغالي څخه د ټيلېفون په ليکه  وويل، چې د دې لوبې Ù¾Ú†Ù‡ افغانستان  وګټله او لومړى يې کینیا ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.
 
هغه زياته کړه، چې د افغانستان د توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د کينيا ټوله لوبـډله په۴۵ اوورنو کې په۹۳ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ګټلو لپاره د ۹۴ منډو هدف وټاکه.
 
هوتک وويل، چې د افغانستان له لوري حمزه هوتک ۳، حمید حسن۲ ØŒ نبي عیسی خیل Û²  او کریم صادق Û²  لوبغاړي وسوځول.
 
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وکولی شول، چې دغه لوبه په یویشتم اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
 
 

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery