مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د امريکا د شاتګ مهال

ژباړه :عبدالرحمن فرقاني.
سرچینه : الجزيره نت


 Ø¯ عبدالستار قاسم ليکنه:

امريکا چې ځان د نړۍ مشره Ú«Ú¼ÙŠØŒ داسې نه پاتې کېږي، مشري به يې د اوسنې لسيزې په Ù„Ú“ کې زيانمنه  او د ځان لپاره به يې د ځواک انحصار د  نور  ځواکونو په ګټه چې د را څرګندېدو په حال کې دي  پای ته ورسېږي.
امريکايي تېروتنې
د سيالو ځواکونو را څرګندېدل
سوريه او د ايران اټمي وسله
راتلونکې
امريکا د شلمې پيړۍ د ورستۍ لسيزې د پيل سره سم د شوروي اتحاد راپرزېدو ته ډېره خوشحاله شوه، د ډېرې خوشحالۍ څخه يې په ټول توان او قوت سره په دې موخه د نړيوالتوب پروګرام ته مخه کړه، چې په فرهنګي او فکري لحاظ په نړيوالو تمدنونو او بېلابېلو هېوادونو کې بدلون را منځته اوخپل اغيز ولري.
امريکا فکر کوي، چې موکه په لاس ورغلې ده، لاره ورته هواره ده، تر Ú…Ùˆ پر نړيوال وضعيت باندې برلاسې وي، اوخپل اشتراکي اند  او سياسي او ټولنيز فرهنګ  د داسې محور په ډول وړاندې Ú©Ú“ÙŠ تر Ú…Ùˆ ټوله نړۍ ترې وڅرخېږي او پر نورو فرهنګونو يرغل ور ÙˆÚ“ÙŠ.
تمه نه کېږي، چې امريکا  دې  د ټولې  نړۍ  په امريکايتوب Ùˆ توانېږي، ځکه تاريخ د پرلپسې بدولون په حال کې دي، او هيڅ حالت  د تل لپار Ù‡ پخپل حال نه پاتې کېږي، او همدا راز زبر ځواکونه هم نه شي کولي، چې تل لپاره  د ځواک مشري په لاس کې ولري، او نه بې وسه  او بې وزله خلک  د تل لپاره تر دورو او ډبليو لاندې پاتې کېداي شي. 
امريکا د نړۍ په Ú©Ú†Ù‡  ډېر ې لوې برياوې موندلې دي، او ډېر ولسونه او په تېره بيا په عربي نړۍ کې خلک په نمايشي چارو کې Ù„Ú©Ù‡  د لباس اغوستل  او د ډوډۍ  په خوړلو کې د امريکا تقليد کوي او په دې ډول د امريکا تمدن په تدريجي ډول د يو شمېر تمدنونو بهير تر پوښښ لاندې  نيسي.
د يوويشتمې پيړۍ په دوهمه لسيزه کې د امريکا په بهرني سياست کې داسې تحولات تر سترګو کېږي، چې  د يوې داسې کړۍ او انحنا څخه وده کوي کوم چې د امريکا د بهرني سياست پر شاتګ دلالت کوي. يعنې امريکا چې خپل ځان  يې په تره پيړۍ کې د نړۍ مشره ګڼله، به همداسې پاتې نه شي. او مشرۍ به يې په دې پيړۍ کې ØŒ په داسې ډول زيانمنه شي، چې د مشرۍ او ځواک انحصار به يې د نورو نويو ځواکونو په ګټه چې په نړۍ کې را څرګندېږي پاي ته ورسېږي.
امريکايي تېروتنې:
امريکا په خپله طريقه سره د نړۍ  د نړيوالتوب په اړه  دخپلو Ù‡Ú…Ùˆ په Ù„Ú“ کې ډېره بنسټيزې تېروتنه وکړې، چې ځينې يې دلته په ګوته کوو:
• Ø§Ù…ريکا د دې لپاره چې د نړۍ آمر او ناهي وي، پر خپلو عضلاتو تکيه ÙˆÚ©Ú“Ù‡ ØŒ او پر خپل عقل يې اعتماد ونه Ú©Ú“ تر Ú…Ùˆ د ÚšÙ‡ او بد تر منځ توپير ÙˆÚ©Ú“ÙŠØŒ پر خپل ځواک  مينه شوه، او ګمان يې ÙˆÚ©Ú“ چې ځواک مدام د برلاسۍ او واکمنۍ ګنجۍ ده، او له دې کبله يې بې شمېره جګړو ته مخه کړه، او د عراق او افغانستان پر ضد يې دوې لويې جګړې په لاره واچولې.
کېداي شي په دې اند شوې وي، چې پر عراق باندې د يرغل له لارې  نړۍ پر خپله  نظامي  پياړتيا باندې قانع Ú©Ú“ÙŠØŒ چې هغه د يوه لوي لښکر په درلودلو سره يو ځواکمن هېواد دي، خو ونتوانېدله تر Ú…Ùˆ پر عراق واکمنه شي، او ولسي پاڅون او مقاومت  تر هغو پورې ژوندي او بل  پاتې شو تر Ú…Ùˆ چې امريکا د هغو ډېرو ننداره کونکو پر وړاندې چې د دې کبله د امريکا د ناکامۍ هيله من وو، تر Ú…Ùˆ دوي هم د امريکا د واکمنۍ په کړۍ کې را ګير نه شي، وشرمېدله.
• Ø§Ù…ريکا د نړۍ د  ولسونو سره د ملګرتيا لاره خپله نه کړه، بلکې  په تسليمېدو او د امريکا د فرهنګ په ګټه چې تاريخي عمق نه لري، په نورو فرهنګونو کې پر اغيز باندې کار ÙˆÚ©Ú“. د ډېرو ولسونو پر وړاندې دا ثابته شوه چې امريکا د خلکو سره  دوست هېواد نه دي، او په دوستۍ او ملګرتيا باور نه لري، بلکې استعماري هېواد دي، چې د خلکو پر تسليمېدو باندې کار کوي او خلکو ته  درناوي نه لري.
او په نړيواله Ú©Ú†Ù‡ د ټول پوښتنو څخه په ډاګه کېږي، چې امريکا د خلکو او ولسونو په زړونو کې ځاي نه لري، پر ځاي د دې چې عدالت پلي Ú©Ú“ÙŠØŒ د نړۍ ګوټ ګوټ ته  د بدبيني د پلټنې په موخه وتلې .
امريکا يوه ستونزه لري، ځکه چې هغه د نورو تسليمول په پيسو او مال کې ويني، Ùˆ ډېر ځله يې د حاکمانو د پېرودلو او د ولسونو د تسليمولو لپاره د مال څخه استفاده کړې ده، د امريکا ځينې مفکرين او کارپوهان په دې اند دي، چې پر نړۍ باندې د امريکا مشري او واکمني به د تاريخ پاي وي، د المان مشهور فروفيسور  هيګل په دي اند دي چې تاريخ پاي لري، او همدا راز کارل مارکس هم په همدې اند ؤ ØŒ خو د تاريخ بهير  د يوه باور هم تاييد نه Ú©Ú“.
ټول اولسونو د نورو هېوادونو د مرستو ستاينه کوي او په ورين تندي يې مرستې مني، خو کله چې پوه شي، چې د نوموړو مرستو تر شا سياسي موخې نغښتې دي، بيا هغه ردوي، امريکا د خپلو مرستو په اړه د خلکو د ناوړه  عکسلعملونو اټکل نه ؤ Ú©Ú“ÙŠ.
د سيالو ځواکونو را څرګندېدل:
د شوروي اتحاد په ړنګېدو سره تاريخ  تم نه شو، او دا دي Ú…Ùˆ کاله تېر نه شول، چې د نړيواله ساحه کې نوي ځواکونه را څرګند شول، چې ځينې له دې څخه امريکا ګواښوي، او ځينو يې په نړيواله ساحه کې خپل ځان مطرح Ú©Ú“ØŒ دا ځواکونه Ú…ÙˆÚ© دي؟:
• Ú†ÙŠÙ† د يو پياوړي اقتصادي ځواک په توګه سر را پورته Ú©Ú“ÙŠØŒ چې په چټکتيا سره مخ پر وړاندې روان دي، او اوس مهال د نړۍ په Ú©Ú†Ù‡ د دوهم اقتصادي ځواک په توګه منل شوي.
د نوموړي اقتصادي پاڅون سره، کوم چې  کېداي شي، چين  تر ټول لوي او پياوړي اقتصاد وګرځوي. د نړۍ په Ú©Ú†Ù‡ يې خپل فعاليتونه پراخه کړې دي. د بېلګې په توګه په افريقا کې او نظامي او معلوماتي خوځښت يې هم مخ پر وړاندې روان دي.
چين اوس  د امريکا پر خلاف د ډېرو ځېرکو ارزښتونو پر بنسټ د نړۍ له بې شمېره هېوادنو سره خپلې اړيکې غځولې، چينايان د نړۍ هېوادونو ته ځي تر Ú…Ùˆ د هغوي ملګرتيا تر لاسه Ú©Ú“ÙŠØŒ نه دا چې خپله اراده پرې وتپي.
• Ø¯Ø§Ø³Û ښکاري چې روسيې خپل اقتصادي ثبات لور ته روانه ده، مالي موارد يې  د شوروي اتحاد د ړنګېدو له مهاله وروسته چې څرنګه وو اوس  تر ډېره برېده ÚšÙ‡ شوي دي، او د اقتصادي بازار په تېره بيا د ګاز او پيترول په برخه کې يې د اغيز درلودلو لپاره سمه استراتيژي ايښې ده، او د آسيا د منځنيو هېوادونو سره يې اقتصادي اړيکې ټينګې کړې دي، خپل نظامي وړتياوې يې نوې کړې دي، په تېره بيا په اټمي برخه کې، او وروسته لدې چې د امريکا سره يې ديپلوماسي مواجهې څخه  Ú‰Ú‰Ù‡  وکړه، يو Ú…Ù‡ ډاډمنه شوې ده،  او په ډاډ سره د امن په مجلس کې د ويټو حق استعمالوي.
• Ú‰ÛØ± لوي اقتصادي قوتونه د ودې په حال کې دي، او په نړيواله Ú©Ú†Ù‡ به لوي اغيز ولري، چې په سر کې يې هند او برازيل دي، کوم چې د روسيې، چين او سويلۍ افريقا سره  د برکيس ټولګه جوړوي، کومه چې کېداي شي  ÚšÙ‡ اقتصادي راتلونکې ولري.
په داسې حال کې چې امريکا په پورونو کې ډوبه او د Ú«Ú¼ شمېر اقتصادي ستونزو سره مخ ده، نور هېوادونه را څرګندېږي، چې د پام ÙˆÚ“ لويه اقصادي وده لري، او د لوېديځ هېوادنو په پرتله  د اقتصادي ودې  د کرښو د پولو څخه ټېرېږي.
• Ø§ÙŠØ±Ø§Ù† د يوه لوي سيمه ييز ځواک په څير  مطرح کېږي، تمه کېږي، په راتلونکو لسو کالونو کې د اسلامي نړۍ مشري پر غاړه ولري.
ايران په علمي او معلوماتي ډګر کې لوی پرمختګونه Ú©Ú“ÙŠ او ګامونه يې اخيستي دي، او خپل دفاعي سيستمونه يې په داسې ډول نوي Ú©Ú“ÙŠØŒ چې لوېديځ هېوادونه ورباندې د يرغل  او يا د مخامخ Ú«ÙˆÚš په اړه زړه نا زړه کېږي،  وروسته له دې چې عربي نړۍ د امريکا او اسراييل د عملياتو نندارتون ګرځېدلې وه، ايران وکولي شول د دغه کار څخه مخنيوي ÙˆÚ©Ú“ÙŠ او خپله سيمه د سيالۍ او چلنج سيمه وګرځوي.
سوريه او دايران اتمي وسله:
امريکا په افغانستان او عراق کې د  دو لويو شکستونو سره مخ شوه، چې پر کورني او بهرني وضعيت باندې يې اغيز پريښود:
په کورنۍ کچه، د امريکا خلک په نظامي شکست او مالي لګښتونه چې د نوموړو جنګونو په پايله کې پرې مرتب شول قهرجن دي، او اوس د دغو جنګونو د مفيديت او ګتې اړوند پوښتنه کوي، او د هغو نا څرګندو موخو په اړه د امريکايانو د سرښندنې په اړه ګوېږنه کوي؟ امريکايانو په خپل مال او وينه کې صدمه ليدلې او نه غواړي نورو بې ګټو نويو جنجالونو ته ورودانګي.
 
اما په بهرنۍ Ú©Ú†Ù‡ د امريکا جګړو د هغو وسلوالو ډلو کړۍ پراخه کړه، چې د امريکا او لوېديخ پر ضد جګړه کوي، او هغه ترهګري چې وايي دوي يې پر ضد جنګېږي ورځ تر بلې قوت اخلي او کړۍ يې پراخه کېږي. او  دا سربيېره په دې چې هغه نظامي ځواک يې چې د ګواښ څخه پياوړي Ú«Ú¼Ù„ کېږي ورځ تر بلې کمزوري کېږي، او د نورو هېواد ونو سره  د نړيوالو او سيمه ييزو کړکيچونو د هوارولو اړوندد امريکا پر نظامي ځواک باندې د اعتماد کړلو په اړه Ø´Ú© پيدا شوي.
د سوريې او ايران په کشالو کې د امريکا بې وسي څرګندېږي، په سوريې کې لاس تر زينې پاتې شوه، او د څه کولو وړتيا يې له لاسه ورکړه. دا سمه ده، چې امريکا د بشار الاسد د نظام لپاره بديل نظام نه شي موندلي، خو له دې څخه هم عاجزه شوه تر څو د هغو هېوادونو پياوړي سيال وګرځي، چې د بشار الاسد له نظام څخه ملاتړ کوي.
امريکا د امنيت په نړيوال مجلس کې د روسيې او چين له ويتو سره مخ شوه، او لوېديخ هېوادونه فلج پاتې شول او د خپلو عربي ملګرو هېوادونو د غوښتنو  د پر ځاي کولو څخه عاجز پاتې شول ØŒ کله چې امريکا خپلې جنګي بيړۍ د سوريې له سمندي پولې څخه په شا او د ګواښ څخه يې لاس واخيست، د نوموړو هېوادونوشکست يې ډېر لوي ؤ.
حتماٌ امريکا د سوريې د کشالې لپاره ډېر اتکلونه درلودل، او که چېرې هلته ايران او حزب الله نه وي نو به يې هرو مرو سوريې ويشتلې واي.
شونې وه چې امريکا يوې داسې جګړې ته وردانګلي واي، چې اور به يې په ټوله سيمه کې به لګېدلي ÙˆÛŒ. او په نوموړې جګړه کې به بريا د امريکا په برخه نه وه شوې،  د امريکا په داخل کې به يې ناوړه اغيز  پرېښي ؤ، له دې کبله د امريکا ولسمشر د خپل مسؤوليت څخه لاس په سره شو، او د امريکا د کانګرس څخه يې مالې مرسته وغوښته تر Ú…Ùˆ د ناکامۍ په صورت کې ورنه ګټه پورته Ú©Ú“ÙŠØŒ او له ياد Ú©Ú“Ú©ÙŠÚ† څخه امريکا د روسيې په ونډه او مټ ووتله.
دا دي هماغه روسيه چې امريکا ګمان کاوه چې ورسره به داو طلبي ÙˆÚ©Ú“ÙŠØŒ د امريکا ولسمشر ته نجات ورکوي، کله يې چې د سوريې د اټمي وسلې د تعويض خبره وشوه او د نظامي ويشتلو څخه يې Ú‰Ú‰Ù‡ وشوه، نو خپل ټول  نظامي اجراات يې د سوريې د ويشتولو اړوند ودرول.
او د ايران په اړه امريکا او د هغې ملګرو ټوله هغه Ú…Ù‡ ومنل چې د اوږدې مودې راپديخوا يې نه منل. امريکا د ايران د اټمي بټيو په تفکيک  او د يورانيمو د پخوالي په درولو ټينګار کاوه،  خو په پاي کې د خپلو غوښتنو څخه په شا شوه او د  يورانيمو د پخوالي په ټاکلې Ú©Ú†Ù‡ يې موافقه ÙˆÚ©Ú“Ù‡.  دا سمه ده چې ايران د بنديزونو په اړه ډېر Ú…Ù‡ تر لاسه نه Ú©Ú“Ù„ خو د اټمي پراختيا په اړه يې ډېر Ú…Ù‡ تر لاسه Ú©Ú“Ù„.
 ÚšÚ©Ø§Ø±Ù‡ ده، چې دامريکا  جوړ جاړي د ايران سره له تشې  را منځ ته نه شو، حتماْ به يې اټکلونو دا پخلي کړې وي، چې سوله ييز او ديپلوماسي حل ورته تر ګواښ او جګړې ÚšÙ‡ دي، آن تر دې چې امريکا خپلو عربي ملګرو او اسراييل ته هم ډېر درناوي Ùˆ نه Ú©Ú“ØŒ کله يې چې پرېکړه ÙˆÚ©Ú“Ù‡ تر Ú…Ùˆ د ايران سره په ديپلوماسي او سوله ييز حل کې وړاندې ولاړ شي.

راتلونکې:
کېداي شي د امريکا اقتصادي، نظامي او سياسي ځواک  په راتلونکو کلونو کې پياوړي او ډېر  شي،  خو نوموړي ډېرښت  به د روسيې، چين، هند  او برازيل د چټکتيا په برتله Ù„Ú– وي.
امريکا  په علمي او معلوماتي لحاظ ډېره پرمختللې ده، خو د نويو را پورته شويو هېوادونو پرمختګ به تر امريکا Ú†Ù¼Ú© وي، د بېلګې په توګه د چين پرمختګ به د امريکا په پرتله ډېر Ú†Ù¼Ú© وي، ځکه چې چين تر اوسه دهغو اقتصادي مواردو څخه ګټه اخلي چې تر اوسه ورڅخه کار نه دي اخيستل شوي، او همدارنګه د هند برازيل ...په هکله هم دا فرضيه وړاندې کولاي شوو.
په دې معنا چې د امريکا سره د سيالو هېوادونو ځواک به په لوړه کچه لوړ شي، يعنې په نړيواله کچه به د امريکا حيثيت راټيټ شي.
امريکا به د يوويشتمې پيړۍ په دوهمه لسيزه کې ضعيفه نه وي، خو پر نړۍ باندې يې واکمني به ورو ورو کمه شي، او د امريکايي نړيوالتوب مفکوره به له منځه ولاړه شي.
د امريکا دغه خوب چې ټوله نړۍ به امريکايي شي، به په لوړه Ú©Ú†Ù‡ له منځه ولاړ شي، او نور داسې قطبونه به را څرګند شي، چې په نړيوال سياست باندې به د امريکا د اغيز ونډه تر لاسه Ú©Ú“ÙŠØŒ او دا په دې معنا وي، چې د اسراييل او هغو عربي هېوادونو چې د امريکا ملګري دي، مقام، منزلت او حيثيت  به په ناوړه توګه اغيزمن شي.

 

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery