مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د څلویښت کلن نه لوړ کسان دې ولولي ( دویمه برخه )

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

پوهنمل حاجي محمد نوزادي


د لومړۍ برخي سره په تړاو :
( په لومړۍ برخه کي مو ولوستل چي د تشو میتیازو پخاطر ژر ژر و تشناب ته د تګ اړتیا د څه له کبله وي ، د مثاني دنده او د کار څرنګوالۍ یې څنګه دي ، د میتیازو کولو نورمال حالت څه ته وایی او له حد نه زیات د مثانې دفعالیدو نښي کومي دي او څنګه څرنګندیږي ؟ )
        د مثانې د فوق العاده او له حده زیات فعالیت علت Ú…Ù‡ دي ØŸ
        دا یو عام پرابلم دی Ú†ÙŠ د Û´Û° کلنی نه پورته د نارینه Ùˆ او ښځو نژدي Û±Û· سلنه خلګ ور سره لاس او ګریوان دي . نارینه او ښځینه یو ډول په اخته کیږي او نښانې یې د عمر په زیاتیدو سره زیاتي برجسته کیږي . دا خبره هم د یادولو ÙˆÚ“ ده Ú†ÙŠ د هر پاخه سن والا کس سره ددې ناروغۍ شتون حتمي ندی او شتون یې د خپل همدغه تکلیف پرته د روغتیا د لا زیاتو ناخوالو باعث نه ګرځي .
      د مثانې د فعالیت په زیاتولو Ú©ÙŠ داکار لوی اغیز لري Ú†ÙŠ په نامتناسب ډول حق او ناحق د بولو په Ù„Ú– احساس سره تشناب ته ځو او یا  تر اړتیا زیات مایعات Ú…Ú©Ùˆ . پدې سره مثانه دا عادت نیسي Ú†ÙŠ ژر ژر د تشولو پخاطر ځان سره ټوله او منقبضه Ú©Ú“ÙŠ . اکثره وختونه هیڅ ځانګړی علت هم موجود نه وي Ú†ÙŠ په ځینو کسانو Ú©ÙŠ مثانه تر حد زیاته فعاله کیږي او مشکلات پیښوي .
       د بې اختیاره بولو په ستونزه باندي د اخته نارینه وو Û³Û¶ سلنه کسان دا شکایت کوي Ú†ÙŠ نوموړې ستونزه یې د سکسي فعالیت د کمیدو لامل ګرځیدلې ده .
       Ú…Ù†Ú«Ù‡ کولای سو د مثانې د له حد نه زیات فعالیت مخنیوۍ ÙˆÚ©Ú“Ùˆ ØŸ
       ددې ستونزي څخه د خلاصون په چارو Ú©ÙŠ تر ټولو لومړی چاره داده Ú†ÙŠ د خپلو څکلو مایعاتو مقدار ته او Ùˆ تشناب ته د تللو شمیر ته پام واړوو اوتناسب یې په نظر Ú©ÙŠ Ùˆ نیسو . ددغه حالت په پام Ú©ÛŒ نیولو سره باید Ú©ÙˆÚšÚš وسی د توان تر حده بولي په مثانه Ú©ÙŠ د زیات وخت لپاره وساتلي سی او تشناب ته د تلو شمیر Ú©Ù… سی . پدي توګه کیدلای سی مثانې ته داسی عادت ورکړو Ú†ÙŠ بولي تر پوره ډکیدو پوري وساتي او په Ù„Ú– ډکیدو سره د خالي کیدو څخه لاس واخلي . Ú©Ù‡ Ú…Ù‡ هم وتشناب د زیات تګ عادت پریښودل يوه په زړه پوري او اسانه چاره ده خو ددې ناروغۍ د علاج د پاره په درملتونونو Ú©ÙŠ درمل هم سته Ú†ÙŠ کیدلای سی د ډاکتر د هدایت سره سم وکارول سی .
       دلته دا خبره هم باید په پام Ú©ÙŠ ولرو Ú†ÙŠ له اړتیا نه د زیاتو او یا کمو مایعاتو د څکلو څخه ځان وساتو . یو بالغ انسان د هغه دبدن د وزن په نظر Ú©ÙŠ نیولو سره په شواروز Ú©ÙŠ د یو نیم لیټر څخه تر دوه نیم لیټره پوري مایعاتو ته اړتیا لري .
        پخپله باید Ú…Ù‡ ÙˆÚ©Ú“Ùˆ ØŸ
        پکار ده Ú†ÙŠ د مثانې له حده زیات فعالیت Ù†ÚšÙˆ نښانو ته متوجه اوسو . باید له ځانه سره یاداښت Ú©Ú“Ùˆ Ú†ÙŠ په شواروز Ú©ÙŠ Ú…Ùˆ ځله د تشو میتیازو پخاطر تشناب ته ځو . پدې توګه د پرابلم په اړوند یو عمومي انځور تر لاسه کولای سو .  کله Ú†ÙŠ د پرابلم په باره Ú©ÙŠ مالومات پلاس Ú©ÙŠ ولرو ØŒ بیا نو کولای سو د معالجي مثبت اغیز مشاهده کړای سو او پر نشو نښانو باندي یې تاثیر ووینو .
       خپل د خوراک او چښاک عادت ته هم پاملرنه ÙˆÚ©Ú“Ùˆ . هغه Ú…Ù‡ Ú†ÙŠ موږ خورو او Ú…Ú©Ùˆ یې ØŒ د مثاني پر فعالیت باندي مستقیم اغیز ښندي . په نورمال ډول د انسان ارګانیزم په شواروز Ú©ÙŠ د یو نیم څخه تر دوو لیټرو مایعاتو ته اړتیا لري . د تشو میتیازو پخاطر Ùˆ تشناب د زیا تګ د مخنیوۍ په موخه پکار ده Ú†ÙŠ د مایعاتو په څکلو Ú©ÙŠ Ù„Ú©Ù‡ چای او قهوه ØŒ تر یوه حده کمښت راولو . ددې د پاره Ú†ÙŠ د شپې لخوا مو په تکلیف Ù†Ú©Ú“ÙŠ ØŒ ÚšÙ‡ داد Ú†ÙŠ له خوب نه مخکي د ډیرو مایعاتو اخیستلو څخه Ú‰Ú‰Ù‡ ÙˆÚ©Ú“Ùˆ . د معدې کلکوالی یا قبضیت هم د مثانې د فوق العاده فعالوالي یوه نښانه ده ØŒ ځکه نو باید خپل خوراک ته متوجه اوسو او داسی غذا ګاني وخورو Ú†ÙŠ په غذایي فایبرونو باندي غني ÙˆÛŒ له د سبوس لرونکو اوړو ډوډۍ او ددې ترکیب نه نور محصولات ØŒ میوې او ترکاري . دا هغه خوراکونه دي Ú†ÙŠ د معدې له کلکوالي نه مخنیوۍ کوي . پدي اړه د ÚšÙ‡ هدایت تر لاسه کولو په موخه کیدلاي سي له خپل معالج ډاکتر ØŒ یورولوجیست ( د بولي مجرا متخصص ) او یا بل اړوند روغتیایي کارکونکي سره مشوره وسي .
      د مثانې تمرین او روزنه :
      د مثانې تمرین مانا داده Ú†ÙŠ باید Ùˆ تشناب ته د تشو میتیازو پخاطر د  دوو ځلو تګ تر منځ د وخت واټن په سوکه سوکه ډول یو په بل پسي اوږد Ú©Ú“Ùˆ .  پدې توګه کولای سو په شعوري ډول خپل ارګانیزم Ùˆ دې ته Ùˆ روزو Ú†ÙŠ وتشناب ته د ژر ژر تګ پر غوښتنو باندي غلبه Ùˆ مومي او مثانه ددې کار سره عادي Ú©Ú“Ùˆ Ú…Ùˆ د هر Ú«Ú“ÛŒ تخلیه کیدو څخه لاس واخلي او د ډیر مقدار بولو د ساتلو سره عادت ونیسي . پدي کار Ú©ÙŠ باید هدف دا ÙˆÛŒ Ú†ÙŠ تشناب ته په هرو شاوخوا درو ساعتو Ú©ÙŠ یو ځل تګ وسی او هر ځل د Û² څخه تر Û³ ډیسي لیټرو پوری بولي دفع سي او د Ù„Ú– Ù„Ú– بولي کولو عادت شاته پریښودل سي . ددې تمرین دپاره د بیلګي په توګه کیدلای سي Ú†ÙŠ Ùˆ تشناب د تللو د غوښتني پر وخت خپله توجه بلي خواته واړوو ØŒ مثلا د ځان سره د سلو څخه تر یوه پوري شمیر داسي ÙˆÚ©Ú“Ùˆ : سل .... نه نوی .... اته نوي  .... اوه نوي ............ او یا هم ځان په کتاب لوستلو یا تلویزیون کتلو باندي مصروف Ú©Ú“Ùˆ . پدې ډول د بولو موضوع او تشناب ته دتګ خبره هیریږی او سوکه سوکه وخت غځیږي .
      ددې د پاره Ú†ÙŠ په تمرین Ú©ÙŠ د پرمختګ او تر لاسه سوو ګټو باندي پوه سو ØŒ ÚšÙ‡ داده Ú†ÙŠ د مایعاتو د څکلو اندازه ØŒ وتشناب ته د دوو ځلو تلو تر منځ د وخت اوږدوالی او په تشناب د دفع کیدونکو مایعاتو اندازه مالومه او ځان سره یاداښت Ú©Ú“Ùˆ . دا هم باید یاداښت سی Ú†ÙŠ Ùˆ تشناب ته تر رسیدو مخکي یو مقدار بولي درڅخه په پتلون Ú©ÙŠ څڅیدلی دي کنه . پدې ډول په عملي توګه کیدلای سي د Ú…Ù‡ مودې وروسته د تمرین پایلي سره مقایسه سي او د پرمختګ Ú©Ú†Ù‡ یې مالومه سي . په پوره باور سره به پایله مثبته وي .
       تر بولي کولو وروسته په پتلون Ú©ÙŠ د Ú…Ùˆ اضافي څاڅکو څڅیدل :
کله داسی هم وی چی تشناب ته تر تګ وروسته څو نوري څاڅکي بولی په پتلون کي ترې نه ځي . دا حالت اکثراً هغه وخت منځته راځي چي د بولو داري ډیري ضعیفي وي . پدې تکلیف باندي معمولاً تر ۵۵ کلني پورته نارینه اخته کیږي مګر ښځي او ځوانان هم کله ناکله ور سره لاس او ګریوان وي . ددي مشکل اصلي علت د پروستات غُدې لویوالي او یا د بولي مجرا تنګوالی وي .
      د Ù„Ú«Ù† خاصرې د کښتنۍ برخي تمرین :
      دا هغه Ú…Ù‡ دي Ú†ÙŠ د لاري یې د Ù„Ú«Ù† خاصري د بیخ عضلې تمرین کیږی . Ùˆ تشناب ته د شدیدي اړتیا حسولو پرمهال په Ù„Ú«Ù† خاصره Ú©ÙŠ د اړوندو عضلو د متشنج او کښیکښلو د تمرینو په مټ هغه عضلې غښتلي کیږی Ú†ÙŠ د مثانې ملاتړي دي او پدې سره د ناببره بولي کولو د غوښتني احساس او تمایل کمیږي . ددې ډول تمرینو د ÚšÙ‡ تر سره کولو د لار ښودني پخاطر ÚšÙ‡ داده Ú†ÙŠ د یوه یورولوجست ماهر سره مشوره وسی او مرسته ورڅخه Ùˆ غوښتل سي .
      درمل :
      د مثانې د حد نه زیات فعالوالي مخنیوي او درملنه د دوا پواسطه هم تر سره کیدلای سي . اکثره درملونه Ú†ÙŠ پدې خاطر عرضه کوي ØŒ اغیز یې داسي دی Ú†ÙŠ د مغزو د هغو سیګنالو مخه نیسي کوم Ú†ÙŠ مثانې ته د تخلیه کیدو په موخه د سره راټولیدو او منقبض کیدو امر رسوي . پدې سره د مثانې عضلي د استراحت په حالت پاتیږي او په مثانه Ú©ÙŠ ارامتیا منځته راځي Ú†ÛŒ په پایله Ú©ÙŠ یې د بولو د پاره تشناب ته د تګ اړتیا له منځه ځي او په مثانه Ú©ÙŠ د ډیر وخت د پاره د بولو ساتلو وړتیا زیاتیږي . Ú©Ù‡ چیري د درمل اخیستل د مثانې د تمرین کولو سره یوځای سی ØŒ مثبت اغیز یې لوړ ځي .
      څیړنو ښودلي ØŒ د لسوهغه کسانو څخه Ú†ÙŠ د بې اختیاره میتیازو خارجیدو ستونزه لري ØŒ شپږ تنه یې پدی هکله Ùˆ ډاکتر ته د درملني پخاطر د تګ جرئت نه کوي .
       درملنه وخت ته اړتیا لري :
       د مثانې د له حده زیات فعالیت Ù†ÚšÙŠ نښانې د ډیري مودې په تیریدو سره ښکاره او د احساس ÙˆÚ“ ګرځیدلي دي . ددې دپاره Ú†ÙŠ د مثانې فعالیت تر بیا کنترول لاندي راوستل سی ØŒ دا کار هم وخت ته اړتیا لري . ځکه نو زغم او حوصله ورته پکار ده . د څلورو هفتو په تیریدو سره Ú†ÙŠ منظم تمرین د درمل خوړلو سره مل وي ØŒ انشاالله د ÚšÙ‡ والي نښانې به تر سترګو سی .
      د مایعاتو اخیستلو او میتیازو کولو زماني جدول :
      د هغو مایعاتو اندازه Ú†ÙŠ Ú…Ú©Ù„ کیږی او د هغو ځلونو شمیر Ú†ÙŠ د بولو پخاطر تشناب ته ځو ØŒ Ú©Ù‡ دا دواړه ارقام په یوه مقایسوي جدول Ú©ÙŠ درج سی ØŒ هم ناروغ او هم معالج ډاکتر یا یوروتراپیوت ( یورولوجست ) ته دا امکان پلاس ورکوي Ú†ÙŠ د معالجي د پرمختګ Ú©Ú†Ù‡ Ùˆ ارزولای سي . ددې د پاره Ú†ÙŠ په Ù†ÚšÙˆ نښانو Ú©ÛŒ د بدلون انځور په ÚšÙ‡ توګه تر لاسه سي ØŒ باید دغسی یو جدول یا یاداښت Ù„Ú– تر Ù„Ú–Ù‡ دوه شواروزه په منظم ډول تعقیب او خانه پري سی .
      Ú©Ù‡ چیري د مثانې د زیات فعالیت Ù†ÚšÙŠ تر سترګو سی ØŒ باید خپل معالج ډاکتر مراجعه وسي Ú…Ùˆ پر مناسب یې درملنه او چاره ÙˆÚ©Ú“ÙŠ .  د ژباړي پای
تاسي ته د زغم او ÚšÙ‡ روغتیا په هیله !      ډنمارک Ù€ Û²Ûµ / Û¶ / Û²Û°Û±Ûµ
د ژباړونکي یادوونه :
په لوړه لیکنه کي مو ولوستل چي که اړوند تمرینونه او درمل په یوه وخت کي و کارول سی ، ددي ستونزي علاج کیدلای سی مګر د درملو نوم هلته ندي یاد سوی . تر هغه چي زه مالومات لرم نوموړي درمل دادي :
Tab. Vesicare  5 mg.
( Solifenacin.succinas ) , 30 tabletter
دغه تابلیتونه په قطۍ کي ۳۰ داني دي او یوازي د ډاکتر په نسخه ورکول کیږي . که د ورځي یوه یوه دانه د یوه ګیلاس اوبو سره واخلي او د لوړي لیکني هدایتونه همزمان ورسره عملي کړئ ، انشاالله د مشکل څخه خلاص سئ . که په یوه قطۍ بشپړ علاج و نسو ، کولای سئ یوه بله قطۍ هم واخلئ خو تمرینونه کول د علاج اړینه برخه ده .
 

 

 

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery