مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د «زړه اوازونه» په نوم د مقالو ټولګه چاپ شوه

 

په ياده ټولګه کې چې ليکوال يې سردار محمد همدرد دی، بېلابېلې ادبي، سياسي، کلتوري مقالې او د ماشوم ادبياتو اړوند ليکنې راټولې شوي دي.

همدرد وايي، د ماشومانو لپاره يې هم د نثر په برخه کې کار کړی دی، چې په نږدې وختونو کې به يې له چاپه را وباسي.

 Ø¯ زړه اوازونه هغه مقالي دي، چې تردې د مخه پر انټرنیټ خپرې شوې دي.

 Ù¾Ù‡ دې ټولګه کې سیاسي، ادبي او ټولنیزو لیکنو ته ځای ورکړل شوی دی، دغه راز له یو شمېر رازونو هم پرده پورته شوې ده.

 Ù‡Ù…درد وايي: د یو شمېر لیکوالانو او ملګرو په هڅوونه يې دا مقالې چاپ کړې او د کتاب په بڼه يې لوستونکو ته وړاندې کړې.

 Ø¯ÛŒ وايي تر دې د مخه يې نظم لیکه، خو د هیواد روان حالت داسې و، چې دی مجبور Ú©Ú“ØŒ ترڅو نثر ته را واړوي او واقیعتونه ولیکي.

 Ø´Ø§Ø¹Ø± او لیکوال بصیر الحق عادل وايي، د همدرد دا ټولګه يې لوستلې.

 Ø¯ ده په وینا په دې کتاب کې د هیواد پر روانو سیاسي حالاتو لیکنې شوي دي او واقیعتونه بیان شوي دي، د نیو Ú©Ùˆ ترڅنګ يې دولت ته د حل لاره هم ښودلې ده.

سردارد محمد همدرد سره له دې، چې یو شاعر او لیکوال دی، ترڅنګ يي مدني فعال هم دی، دی هڅه کوي، چې د خپلو خلکو ستونزې را وسپړي او حل لارې ورته وسنجوي.

 Ø¯ همدرد له قوله د ماشومانو لپاره يې ډيرې لیکنې ناچاپه پاته دي چې پر خپل وخت به يې چاپ Ú©Ú“ÙŠ.

 

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery