مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتيا کې دشاه محمود مېاخېل دخدمتونو قدرداني وشوه.

عبدالله ارمان


دپکتيا ولايت فرهنګي ټولنو دښاغلي شاه محمود مياخېل  د شخصيت  او ÚšÙˆ خدمتونو قدرداني  ÙˆÚ©Ú“Ù‡  او هغه ېې ولمانځه .
په  دې غو Ù†Ú‰Ù‡ کې، چې د جمعې په ورځ  د پکتيا پوهنتون په تالار کې جوړه شوې  وه، دپکتيا سربېره دکابل، ننګرهار،  خوست  او يو شمېر نورو  ولايتونو فرهنګيانو او  دولتي چارواکو پکې برخه  اخيستې وه.
په دې پرګرام کې  زياتو ليکوالانو د داشان غونډو دجوړېدو او د شاه محمود مېاخيل د خدمتونو په اړه ېې  خبرې وکړې .
دغونډې کوربه محمد داود تپان وويل :دغه غونډه مو په دې موخه رابللې، چې له يوا خوا ديو چا د خدمتونو قدرداني  ÙˆÚ©Ú“Ùˆ او له  بلې خوا د هيواد په  دې جنګي ماحول کې خلکو ته  دا زمينه  برابره Ú©Ú“Ùˆ چې، چې  د خپلو هستيو نمانځه ÙˆÚ©Ú“Ùˆ اودغه بهير پرمخ بوخو.
نوموړي وويل په پکتيا کې زيات شمېرمدني ټولنې په سره سلاح شول تر Ú…Ùˆ په Ú«Ú‰Ù‡ يو فرهنګي  حرکت ÙˆÚ©Ú“ÙŠ  او په راتلونکي کې  به  دا ډول پرګرامونو ته  دوام  ورکوو.
د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل : اوس مهال مونږ ته دا لازمه ده، چې په فکري  رغونه باندې زيات کار ÙˆÚ©Ú“Ùˆ ،چې دغه کار  په دې  ورستیو کې  ÚšÙ‡ پر مخ تللی دی .
نوموړي  وويل دا ډول غونډېې، چې دشخصيتونو په اړه جوړېږي دخلکو پر ذهنونو باندې ÚšÙ‡ اغيزه کوي او دکار خلک نور هم کار ته هڅوي .
ده وويل  شاه محمود مېاخېل په تېرو څوارلسو کلونو کې د نوي دولت له جوړېدو  تر دې  دمه په زياتو ادارو کې په صادقانه  ډول کار Ú©Ú“ÛŒ او په ځانګړې توګه  په کليوالو سيمو کې ېې د بيا رغونې په چاروکې ÚšÙ‡  ونډه اخيستې ده .
دخوست څخه راغلي ليکوال  محمد الياس وحدت وويل : مېاخيل صيب په تېرو Ú…Ùˆ کلونو کې په سياسي ،فرهنګي او علمي برخو کې  نه ستړې کېدونکې هلې ځلې Ú©Ú“ÙŠ دي  او حتی په خپل شخصي لګښت ېې په خپله سيمه کې تعليمي مرکز جوړکړی دی .
نوموړي وويل ،چې Ú©Ù‡  چېرې دهيواد په هر ولايت او هره ولسوالۍ کې  په داوطلبه ډول  په شخصی لګښت داډول کارونه ÙˆÚ©Ú“ÙŠ نو زمونږ ټولنه به له نا خوالو څخه خلاصه شي.
په پای شاه محمود مېاخېل دپکتيا دفرهنګيانو څخه مننه وکړه ،چې دده دخدمتونو درناوی ېې وکړ.
نوموړی وويل اوس پښتنو کې دمړو پر ځای ژوندي لمانځل کېږې ،چې دا چاره دخلکو په تشويق کې ډيره لويه ونډه لري.
دغونډې په دوهمه برخه کې دماښام له خوا دغزل شپه پرګرام جوړ شو، چې زياتو شاعرانو پکې شعرونه واورول .
ديادولو ده، چې شاه محمود مېاخيل  دکنړ ولايت اوسيدونکی دی ،چې دټاکنو په برخه کې ،دبيا رغونې په ادارو کې ېې زيات کار Ú©Ú“ÛŒ دی او ديوه وخت لپاره دبهرنيو چارو وزات  معين هم پاتې شوی دی .

 

 

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery