مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغان بایللي جنګ د ختمولو وخت دی

ژباړن: نثار احمد صمد واصفی
سرچینه : کمن ډریمز

لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : کمن ډریمز ( امریکا )
نېټه : ۵ / ۸ / ۲۰۱۷

 

خپروني ادعا کوی چی ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل جنرالان د تړلو دروازو شا ته په یوه خونه کی راغونډ کړل او پر هغوی یې په یو شاهانه انداز سره سترګي راغټی کړې چی په افغانستان ، یعنی د امریکا تر ټولو اوږد جنګ کی مات سوي دي .
ولسمشر ډیری غلطۍ لری او د شخصیت یو سرسخته قاضي دی . خو په دې کار کی بیا ځکه صحیح دی چی پوځي قوماندانانو یې د افغان بایلونکی جنګ له پاره ، چی تر ننه یې یو ټریلیون ډالره خوړلي دي ، د نورو پوځیانو او لویی بودجې غوښتنه کړې ده .
دا بدبخته جنرالان باید قطعأ و نه ترټل سی . پر دوی باندی د درو ولسمشرانو له خوا فشار اچول سوی دی تر څو د نړۍ پر بام باندی په یو چټي جنګ کی وجنګیږی چی هیڅ ستراتیژي ، دلیل یا هدف پکښی نسته ، او هغه هم په یو محدود پوځ سره . خو د دې سره سره هغوی په سپکو وسلو د سمبالو مسلمانو قبایلو له خوا خپل شکست نه مني .
دا خو یو سپین حقیقت دی چی جورج بوش د سپټمبر د یوولسمی د تحقیرونکې حملې په انتقام کی د دې له پاره چی یو هدف ولری ، امریکا ناحقه افغان جنګ ته ټېل وهله . د دې پر ځای چی د امریکا تحت الحمایه هیواد یعنی سعودي عربستان یې متهم کړی وای چی حقیقتأ هم په دې حملو کی دخیل و ، بوش برعکس لیری خو ستراتیژیک افغانستان ته مخ کړ او د اسامه بن لادن د تور دېب غوندی یوه قصه یې راته جوړه کړه . خو دا دی نن شپاړس کاله وروسته بیا هم امریکا د هندوکش په غرونو کی ، چی تاریخ یې په حقه سره « د امپراتوریو قبرستان » بولی ، تش سیوری تعقیبوي .
پر افغانستان باندی د امریکا یرغل پر هغه ناثابته ادعا باندی ولاړ دی چی وایی کمونسټي ضد اسامه بن لادن د سپټمبر د یوولسمی د حملې مسؤل دی . موږ آن تر ننه په دې اړه د قاطع او نهایی شواهدو لیدو ته منتظر یو . تر نن پوری خو غلط او ساختګي شواهد او جعلي ویډیوګاني راښکاره کړای سوي دي چی هغه هم د بن لادن دښمنانو یعنی افغاني کمونیسټانو او د هغوی د شمال اییتلاف مخدره ییز کاروباریانوایجاد او خپاره کړي دي .
لکه ما چی د جنوبي آسیا په هکله په خپلو کتابونو کی لیکلی دي ، په افغانستان کی په اصطلاح « تروریسټي روزنیز کېمپونه » په اصل کی د هندوستان څخه د هغو کشمیري آزادۍ غوښتونکو ډلو له پاره وو چی پاکساني استخباراتو مخته وړل .
د ښیً لاسو امریکایی خپرونو دغه ادعا چټیات دي چی وایی که د افغانستان څخه ۹۸۰۰ امریکایی پوځیان راووځی نو دا ټاټوبی به یو جهادي سنګر سی . د سپټمبر د یوولسمی حمله خو په جرمني ، هسپانیه او فلوریډا کی طرح او د دغو ځایونو څخه پلې کړای سوه ، نه له افغانستان څخه . هغوی له هري خوا څخه دلته راتللای سول .
نن تر شپاړسو کالو وروسته امریکایی پوځ او د هغوی افغاني اجیر پوځیان په دې کی ناکامه سوي دي چی د افغانستان د پښتني قبایلو مقاومت ، یعنی طالبان مات کړی . په اصل کی د طالبانو دا مقاومت نن لږ تر لږه نیمایی افغانستان کنټرولوي او امریکایی او حکومتي پوځیان یې د ځان سره تړلي دي .
د امریکا له خوا نصب Ú©Ú“ÛŒ « ولسمشر » اشرف غنی په څرګنده په طاقت پوری تړل سوی دی . امریکا Ú†ÛŒ د افغانستان پر مختلفو برخو کوم کنټرول لری ØŒ هغه د امریکا هوایی ځواک او د سمندري ځواکونو هوایی ځواک دی . امریکایی جنګي الوتکي د افغانستان ØŒ قطر او په سمندر Ú©ÛŒ د ولاړو لویو جنګي بیړیو څخه څلیرویشت ساعته د افغانستان فضا کنټرولوي او Ú©Ù‡ پر امریکایی او افغاني ځمکنیو واحدونو برید وسی ØŒ نو په Ú…Ùˆ دقیقو Ú©ÛŒ به ځواب ورکړی . هیڅ کوم بل هیواد دغسی نسي کولای ØŒ یا دا Ú†ÛŒ ستر مصارف به کوي . وګورئ کوم تیل Ú†ÛŒ د کراچي څخه د خیبر له خوا افغانستان ته راوړل کیږی ØŒ یو ګیلن یې په څلور سوه ډالره تمامیږی . د « اوي یشن ویک » مقتدره مجله راپور ورکوي Ú†ÛŒ د عراق او سوریې په مرکزونو Ú©ÛŒ د امریکایی جنګي الوتکو  فقط یو مأموریت شپږ Ù„Ú©Ù‡ ( Û¶Û°Û°Û°Û°Û° ) ډلره مصرف لری . خو په افغانستان Ú©ÛŒ حتی له دې نه هم ډیر دی .
نو په افغانستان Ú©ÛŒ به د امریکا د څلیرویشت ساعته چمتو هوایی ځواک څخه پرته امریکایی پوځیان ډیر ژر له سترګو نهام او پر میدان پاته سی Ú…Ùˆ Ú†ÛŒ وروسته به Ø´Ú“Ù„ کیږی . دا بلکل هغه Ú…Ù‡ دي Ú†ÛŒ برتانویانو او شورویانو ته ورپیښ سوي وو Ú†ÛŒ  غوښتل یې پر آزادۍ مین پښتانه ØŒ یعنی د افغانستان تر ټولو لوی قوم دړي ÙˆÚ“ÙŠ Ú©Ú“ÛŒ خو ناکام سول .
 Ø§Ù…ریکا د نوو مفکورو د لرلو څخه پرته لګیا ده په افغانستان Ú©ÛŒ خپلی غلطۍ تکراروي ØŒ یعنی : د افغاني ټولنی تر ټولو بدو او فاسدو عناصرو سره لاس تر غاړې ده Ø› پر شکنجو او وژنو باندی سترګی پټوي Ø› د مخدره موادو د کاروباریانو  پر لویو قومي مشرانو باندی تکیه ده او نور .
ملګري ملتونه راپور ورکوي چی د تریاکو ( چی هیرویًین ورڅخه جوړیږی ) صادرات تیر کال دوه چنده سول . د افغانستان د خراب اقتصاد لویه برخه پر تریاکو او چرسو باندی ولاړه ده . په دې حساب امریکا نن په نړۍ کی د تریاکو او مورفینو د تر ټولو غټ تولیدونکی بېس ویاړمنه څښتنه ده . که د مخدره موادو کاروبار بند سی نو د کابل حکومت او د هغه جنګسالاران به ونړیږی . په حیرانتیا سره باید ووایو چی کله طالبان د سپټمبر تر حملې مخکی پر افغانستان باندی واکمن وو ، د مخدره موادو تجارت تقریبأ ختم سوی و . خو موږ او تاسی به دغه خبر هیڅکله په بې مزه او اهلي امریکایی خپرونو کی و نه لولو .
نن د امریکایی استعمار جنرالان د ټرمپ څخه څلور زره نور پوځیان هم غواړي . د پوځي ساینس اساسي قانون د پوځیانو لوی تمرکز دی . نو د لږ شمیر پوځیانو شتون یوه احمقانه ستراتیژي ده .
په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو اصلي وظیفه دا ده چی د ستراتیژیکي بګرام او کندهار هوایی اډې او په کابل کی د امریکا تعمیرونه وساتي .
نن سخت دریځي ښیً لاسي جمهوریت غوښتونکي یو ډیر غلط وړاندیز رامخته کوی چی له مخي یې دا جګړه یو امریکایی اجیر پوځي جوړښتون ته د قرارداد پر اساس ورسپاري چی په کابل کی به د یو استعماري نایب السلطنه ( وایسرا ) له خوا رهبري کیږی ، یعنی د ملکې ویکټوریا سیورئ . هو ، نو څوک به دا اوسپنیزې خولۍ ګانی ماتی کړی .
ټرمپ وړاندیز Ú©Ú“ÛŒ دی Ú†ÛŒ پر پاکستان ØŒ چین او هند باندی د دې جګړې د ختمولو فشار واچوی . څومره پوچه مفکوره . ځکه ØŒ افغانستان د پاکستان له پاره یو خون شریک ورور او یوه ستراتیژیکي سیمه ده . چین بیا پلان لری Ú†ÛŒ د کانونو څخه Ú‰Ú© افغانستان د تبت غوندی خپل یو تحت الحمایه Ú©Ú“ÛŒ . هند بیا غواړی Ú†ÛŒ د افغانستان په خپلولو سره پر پاکستان  باندی د شا له خوا حمله ÙˆÚ©Ú“ÛŒ . د چین او هندوستان پوځونه په هیمالیا Ú©ÛŒ یو بل ته مخامخ د تیارسیً په حال Ú©ÛŒ پراته دي .
ټرمپ باید په یو بهتر فکر سره بهتر رول ولوبوي . د دې اووه لس کلن جنګ له پاره زما حل لاره دا ده : دئ باید د شوروي د زړه ور مشر میخایل ګورباچف د کړني مثال سي . هغه خپل افغان جنګ نه ګټونکی وباله ، او خپلو خښمیدلو جنرالانو ته یې ویلی وو چی خوله مو بنده کړئ . څو چی سور پوځ ته یې امر وکړ چی د افغانستان د جنګ څخه راووځی .

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery