مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-09-02   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

نوې تکنالوژي ،دڅوزره ګیګا هرتزی (GHz) پراسسرونو تولید شونی کوي!

ب.بهیر وردګ

د روچستر  پوهنتون څیړونکو دکمپیوټري نوو پراسسرونو(Processors) په جوړولو لاس موندلی دی  چې کولای شي له Û³ زره ګیګا Ù‡Ø ±ØªØ²Ù‡ یا Û³ تراهرتزه محاسباتي سرعت سره برابر د ډيرو Ú†Ù¼Ú©Ùˆ ټوټو (Chips) تولید شونی Ú©Ú“ÙŠ.
د دې پوهنتون دکمپیوټري انجینرۍ پروفیسور مارک فلدمن اعلان Ú©Ú“ÛŒ چې د بلستیک دیفلکشن ترانزیستور (BDT) په نامه نوې تکنالوژي کولای شي چې د فزیکي محدودیت له امله د ترانزیستورنو(Transistors) دکوچني کیدو د بهیر له ودریدو څخه مانع شي ځکه له دې تکنالوژۍ Ø³Ø ±Ù‡ تولید شوي ترانزیستورونه په اوسنیو پراسسرونو Ú©ÛŒ د Ú«Ù¼ÛŒ ÙˆÚ“ ترانزیستورونو برخلاف،د خاذني ظرفیت د لایې نه Ù „رونکي دي.
په اوسنیو ترانزیستورونو کې ددې برخې شتون دهغوی د ډیر کوچنی کولو یو له مهمو خنډونو څخه دي .
د دې پوهنتون دڅیړونکو په مټ په نوې تکنالوژۍ کې د (۲ ډي ګاز الکترون) په نامه له نیمه هادي موادو څخه جوړې یوې لایې څ خه ګټه اخیستل شوې ده چې د ترانزیستورونو په دننه کی د الکترونونو لیږد آسانه کوي
Ú©Ù‡ Ú…Ù‡ هم د بي Ú‰ÙŠ ټي (BDT) تکنالوژۍ پر بنسټ د دې ډول پراسسرونو د تولید خبره اوس یواځې په  نظري ډول مطرح شوې ده او دعمل پړاو ته نه ده Ø ±Ø§ÙˆØªÛ.
د دې تکنالوژۍ ځیني کارپوهان راتلونکی پړاو د ټوټو (Chips) جوړول ښیي.
د یادونې وړ ده چی دامریکا د علومو ملي بنیاد د بي ډي ټي (BDT) ټوټو د لمړنیو بیلګو د جوړولو لپاره همدا اوس ۱.۱ ملیون ډالره د روچستر پوهنتون په واک کې ورکړي دي.

 

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery