مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-20   مخپرونکئ : عبدالله احسان

ډاکټر لطيف بهاند

benawa afghanistan
احسان
ښاغلی لطيف بهاند د ۱۳۳۱ لمريز کال د جدي په مياشت کي چي د ۱۹۵۳ زېږديز کال د جنوري سره برابره ده د کابل په بريکوټ کي زېږيدلی دی

ښاغلی لطيف بهاند د ۱۳۳۱ لمريز کال د جدي په مياشت کي چي د ۱۹۵۳ زېږديز کال د جنوري سره برابره ده د کابل په بريکوټ کي زېږيدلی دی . په ۱۳۵۱ لمريز کال کي يې د کابل د حبيبيې په لېسه کي زده کړي پای ته ورسولې او وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځی ته لاړ .

 Ú𨧨ºÙ„ÙŠ لطيف بهاند په Û±Û³ÛµÛµ لمريز کال Ú©ÙŠ هغه وخت پوهنتون پای ته ورساوه  کله Ú†ÙŠ په کابل پوهنتون Ú©ÙŠ د پښتنو او پارسي ادبياتو له پاره د ماسترۍ  زده Ú©Ú“ÙŠ پيل شوې ØŒ ښاغلی بهاند له همدې کال ( Û±Û³ÛµÛµ Ù„ ) نه لومړی د پښتو ټولني دعلواکاډمۍ غړی او وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځی د پښتو څانګي استاد شو او د تدريس تر Ú…Ù†Ú« يې په Û±Û³ÛµÛ¸ لمريز کال په پای Ú©ÙŠ د ماسترۍ دوره پای ته ورسوله .

ښاغلي لطيف بهاند د خپل ژوند په نولس کلني Ú©ÙŠ د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو د (ډرام او ديالوگ) په  څانگه کې کار پيل Ú©Ú“. او دپوهنتون ترپای ته رسېدو وروسته يې د راډيو افغانستان لپاره د کره کتني، پر له پسې داستانونو او درامونه د ليکلو دنده پر مخ بېوله ØŒ او دماسترۍ تر پای ته رسېدو وروسته يې د ادبياتو د پوهنځی د استاد په توګه دنده پيل Ú©Ú“Ù‡ .

 

علمي ، ادبي او هنري خدمتونه او آثار:

په پښتو ادبياتو کي د لنډي کيسې تاريخچه، د ليسانس د دورې مونوگراف . ١٣٥٥ لمريز کال.

د ادبياتو تيوري،د ماسترۍ د دورې تيزس. ١٣٥٨لمريز کال .

په پښتو ادبياتو کې د کره کتنې تاريخ،په روسي ژبه،١٩٩١ زېږديز کال .

په کابل پوهنتون کي د زده کړي او وروسته د استادۍ تر څنگ د راډيو افغانستان د پر له پسې داستانو پروديوسر، د کره کتني د خپرونې لپاره د کره کتني ، ډرامونو او داستانونو ليکل، د ((نړ ۍ د شهکارونو)) د خپرونې لپاره د نړيوالو شهکارونو په پښتو ژباړل او راډيويي کول.

د راډيو افغانستان  د((شعرونو او بهيرونو)) د اوونيزې خپرونې لپاره د کره کتني ليکل.

د افغانستان د ليکوالو د ټولني غړيتوب .

په ١٣٦٥لمريز کال کې د دوکتورا د زده کړو لپاره مسکو ته تگ.

د مسکو په راديو کې د وياند په توگه د کار پيلول.

 

خپاره شوی آثار:

 

۱ - د راحت زاخيلي پر((ناول د ماه رخي)) اثر د سريزې ليکل، اوپه ١٣٦٣لمريز کال کې د کابل پوهنتون له خوا خپرول.

 

۲ - د اشرف خان هجري منتخبات:

 Ø¯Ø§ د هجري د شعر منتخب دی چې په پښتو ادبياتو کې د هجري د اثارو يادون او څېړنه دهغه سريزه کې راټول شوي او١٣٦٣لمريز کال کې د اشرف خان هجري د علمي سيمينار په وياړ د قومونو او قبايلو وزارت د خپرونو او فرهنگي چارو د رياست له خوا چاپ شوی دی.

 

۳ - د رڼا ناوې:

 Ø¯Ø§ د کوزي پښوتنخوا د نامتو شاعرانو د شعرونو غور چاڼ دی Ú†ÛŒ په ١٣٦٥ لمريز کال د افغانستان د ليکوالو د ټولنې له خوا خپور شوی دی.

 

Û´ - د پښتو ژبې  گرامر او ادب:

 Ø¯Ø§ يو درسی کتاب دی چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځی له خوا په ١٣٥٩لمريز کال کې،د کابل پوهنتون  له خوا خپور شوی دی.

 

Û´ -  د خيرالبيان منتخبات :

 Ø¯Ø§ د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځی د پښتو څانگې لپاره درسي کتاب دی، چې په ١٣٦١ لمريز کال  د کابل پوهنتون له خوا خپور شوی دی.

 

 -Ù¦ څلور اورني کلونه:

 Ø¯Ø§ اثر د دويمي نړيوالي جگړې د تاريخ په اړه يو څېړنيز اثر دی، Ú†ÙŠ دافغانستان دکورنيو چارو د وزارت له خوا په ١٩٦٥ لمريز کال کې خپور شوی دی.

 

 -٧رياليزم او ضد رياليزم:

دا يو ژباړل شوی اثر دی چې په ١٣٦٦ لمريز کال  د قومونو او قبايلو وزارت د خپرونو او فرهنگي چارو د رياست له خوا خپور شوی دی.

 

  -Ù¨ پل:

دا شعرونو ټولگه ده، چې په ١٣٦٥ لمريز کال  د افغانستان د ليکوالو د ټولني له خوا خپره شوې ده .

 

۹- د کابل مجلی ٥٠ کلن فهرست:

دا د کابل مجلې د مضامينو فهرست دى.

 Ø¯Ø§ پنډ کتاب د کابل په مجلې کې د ٥٠  کلونو (١٣١٠-١٣٦٠)   خپرو شويو مضامينو بشپړ فهرست دى.دا فهرست  د الفباء په ترتيب ليکل شوی و، او بيا  دکابل مجلې له خوا د ضميمې په بڼه  له (الف) نه تر (Ù¾) پورې په بېلا بېلو گنو کې خپور هم  شو. دا اثر وروسته، په هماغه وخت Ú©ÙŠ د سانسور له کبله له چاپ نه پاتی شو.

 

۱۰ - کلتور پوهنه:

دا يود فرهنگ،د فرهنگ د پيدايښت او فرهنگى اصطلاحاتو  درسی مرستندوی کتاب دی چې په ٢٠٠٠ زېږديز کال په مسکو کې  خپور شوی دی.

 

۱۱ - نا آشنا ليک:

 Ø¯Ø§ د يو په زړه پورې هنری ناولگوټى ژباړه ده چې په ٢٠٠٠ زېږديز کال په مسکوکې  خپور شوی دی.

 

۱۲ - د ښکلا فصل:

دا د شعرونو ټولگه  ده، Ú†ÛŒ په ٢٠٠٢ زېږديزکال  په مسکو کې خپره شوی ده.

 

۱۳ - نوی روح :

 Ø¯Ø§ د افغانستان د نوميالی شاعر او ليکوال، ښاغلی سليمان لايق پر ژوند، شعر او شاعر ۍ  يو تحليلی او څېرنيز اثر دی چې  په ٢٠٠٥ زيږديزکال په پېښور کې  خپور شوی دی.

 

۱۴ - په پښتو ادب کی د آزاد شعر تاريخچه:

 Ø¯Ø§ په پستو شعر او شاعر ۍ  کې د آزاد، سپين او منثور شعر تاريخچه ده چې د يوې رسالې په بڼه  په ١٣٦٠ لمريز کال  د (افغان ياد) په نامه  کتاب کې خپره شوی ده.

 

۱۵ - موچی:

 Ø¯Ø§ د نور محمد تره Ú©ÛŒ د لندو کيسو ټولگه  ده. دغه اثر د شوروی اتحاد د ليکوالو او پښتو پوهانو د نظرياتو او يوې سريزي په ملتيا په ١٣٨٣ لمريز کال په مسکو Ú©ÛŒ خپره شوی ده .

 

ناچاپ اثار :

 

آزادی شکست ناپذير:

دا په Ù¾Ø§Ø±Ø³ÙŠ  Ú˜Ø¨Ù‡ د امريکا او د هغې د پوځي ټلوالي له خوا په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د پو ځي عملياتو له پيل نه Ù†ÙŠÙˆÙ„ې بيا د هغوی تر را پرزېدو پورې د دغو عملياتو د بهير کرونولوژیکه تاريخچه ده.

 

په پښتو ادبياتو کې د څلوريزی تاريخ.

په پښتو ادبياتو کې د کره کتنی تاريخ.

د گناه فصل: د څلوريزو جونگ.

منثور شعرونه:   دسلو په شا Ùˆ خوا Ú©ÙŠ د ادبي ټوټو او منثورو شعرونو  يوه ټولگه ده.

د چونغر ترانی: دا د سليمان لايق د چونغر Ø¯ ترانو اوډنه او پر هغو يوه اوږده شننه او په پښتو ادب Ú©ÙŠ د طبيعت د انځورنې څېړنه ده.

پښتو ته دروسي هنري آثارو د ژباړل شويو آثارو فهرست:

په دې کتاب کي د ټولو هغو روسي هنري آثارو نومونه را ټول شوي و، چي له روسي ژبي نه پښتو ته اړول شوي وو .

 Ù¾Ù‡ بېنوا ويبپاڼه Ú©ÙŠ د خپروشويو موادو دکاپي او بياخپرېدا څخه Ú‰Ú‰Ù‡ وکړﺉ

د ښاغلي استاد ډاکټر لطيف بهاند د شعر بېلګه :

 

دا زړه کې يو غزل دى،خو قلم ته  نه راځي

څه لوىه گناه غواړي،واړه چم ته نه راځي

 

ما وې چې له کتو دي،سندريز،غزل به ليکم

ياغي ناز  Ùˆ ادا  دې،زير وبم  ته  نه راځي

 

چې چېرې ښکلي گورم،لمانځنه راىادېږي

زما د سر سجدې خو بل صنم ته  نه راځي

 

يو څوک دﺉ چې په خوب کې هم غزلې رانه غواړي

په وىښ يې لټومه،مگر  رم  ØªÙ‡  نه راځي

 

چې ستا د ښکلا ورا مې ده په سر کې درولې

تکل دبلې خوا مې،اوس قدم ته نه راځي

 

ستا شونډو نه مې وروسته ،دخداى هر رحمت مزه کړ

دا ستا د زبېښو خوند ان په زمزم کې نه راځي

 

په موږه ىې پېرزو نه شوه،تخت که سور و او که سپين

د بخت مرغه الوتې،زموږ Ú†Ù… ته Ù†Ù‡ راځي .

 

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery