مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هغه ستر مورخ چې پښتنو له ياده ايستلى دى

ډاکټر لطيف ياد

 


دپښتو نخوا ستر مؤرخ او د (پښتانه د تاريخ په رڼا کې ) د کتاب ليکوال ا رواښاد سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل

ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کا کا خيل د پښتو نخوا هغه ستر او نا متو مؤرخ دى چې نه يوازې دپښتو نخوا پښتانه دده به وياړلي
 Ù†Ø§ مه وياړي ،بلکې داقغا نستان پښتا نه هم د ددې ستر مؤرخ دنا مه سره پوره اشنا يې لري او پر ې وياړي.خو د خواشينۍ خبره داده چې ولې بښتنو ديوه داسې ستر مؤرخ نوم له ياده ايستلى دى .ØŸ
 Ù¾ÚšØªÙ†Ùˆ ته پکار دي چې ددغه ستر انسان په نامه غونډې او علمي سيمينارونه جوړ Ú©Ú“ÙŠ او دده پر اثارو تاوده علمي بحثونه ÙˆÚ©Ú“ÙŠ.
 Ø§Ø±ÙˆØ§Ú𨧨¯ سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل په ١٩١٠ زيږديز کال کې د پښتو نخوادنوښار په کا کا صاحب کې په يوې علمي کورنۍ کۍ زيږيدلى دى .پلار يې ميا خالق شاه نو ميده .ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کا کا خيل خپلې لو مړنۍ زده کړې په مورني ټا ټوبي اکوړه خټک کې سرته ورسولې..پر دې برسيره يې ديني لومړني تعليمات او د فقهې کتا بونه د حا جي عبدالقيوم نه تر لا سه Ú©Ú“Ù„ .
 Ú©Ù‡ Ú…Ù‡ هم Ú©Ø¢ کا خيل صاحب دا هيله ا Ùˆ تمه نه درلو دله چې کوم سرکاري ملا زمت يا دنده تر لا سه Ú©Ú“ÙŠ ØŒ خو په ١٩٢٨ زيږديز کال کې د پوهنې(ا يجو کيشن) ديپا ر ټمينټ ورته وړانديز ÙˆÚ©Ú“ چې هلته کار ÙˆÚ©Ú“ÙŠ .ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کا کا خيل د زده کړې سره ډيره مينه درلودله او په ١٩٤٠ زيږديز کال کې يې د پنجاب د پوهنتون نه په پښتو،قارسي ا Ùˆ اردو کې يې د بي .اى آنرز ډګري واخيستله.
 ÙˆØ±ÙˆØ³ØªÙ‡ بيا په ١٩٣٦ زيږديز کال کې يې دکرک په ډيسټريکټ بورډ کې يې دنده تر لاسه Ú©Ú“Ù‡ او د َصوابۍ او مردان چارې يې هم پر مخ بيولې .
 Ù¾Ù‡ ١٩٤٥ زيږديز کال کې دبو هنې ډيپا ر ټمينټ٢٤ کسان په پو هنتون کې د روزنې(ټريينګ) لپاره وټاکل چې دارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کا کا خيل نوم دفهرست په سر کې Ùˆ .
 ÙˆØ±ÙˆØ³ØªÙ‡ ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل د لو مړني تعليماتو په اداره کې په رستم کې دنده سرته رسوله چې تر يوه کال وروسته بيا ملکنډ ته په دندې Ùˆ Ú«Ùˆ مارل شو . ده په ١٩٥٧ زيږديز کال کې په نوشهره(نوښار) کې د ښوونکي په تو Ú«Ù‡ دنده سرته رسوله اوبيا چې کله کا کا صاحب ته ټرانسفر(تبديل) شو نوتر ١٩٧٠ زيږديز کاله پورې چې دده ريټايرډ مينټ (تقاعد) وخت Ùˆ دغه دنده يې په ÚšÙ‡ وجه سرته ورسوله .
 Ù¾Ù‡ پا کستان کې د صدرايوب خان د صدارت په وخت کې سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل دپښتو کتابونه وليکل چې د پښتو نخوا په زياترو ښوونځيو(سکولونو) کې تدريس کيدل.
 Ú©Ø§Ú©Ø§ خيل صاحب د ګرامر يو کتاب هم تصنيف Ú©Ú“ چې رهنماى پښتو يا د پښتو لار ښود نو ميد او نو موړى ګرامر يې په په اردو ژبې هم Ùˆ ژباړه څواردوژبي هم ترې ګټه واخلي .
 Ø¯ کاکا خيل صاحب د مهمو کتابونو نه يو هم د( ظفراللغات ډيکشينري يا قاموس) دى او بل دده مښهور تاريخ (پښتانه د تا ريخ په ر ڼا کې ) کتاب دى .
 Ø¯ ظفر اللغات قا موس په Ú…Ù‡ دپاسه ١٤٠٠ مخونو يا صفحو کې ليکل شوى دى او ٤٥٠٠٠ زره لغات او محاورې لري چې د هر لغات تر Ú…Ù†Ú« يې معنى ګانې يې په پښتو او اردو کې ورته شرحه Ú©Ú“ÙŠ دي . ظفراللغات لو Ù…Ú“Ù‰ ځل په١٩٥٩ اوبيا په١٩٦٠ زيږديز کال کې چا Ù¾ شو.کاکا خيل صاحب پخپله ليکلي دي چې د ظفر اللغات قا موس يې دومره په غور سره وليکه چې ان د سترګو ليد يې ورسره کمزورى شو.
 Ù‡Ù…داراز د سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل بل کتاب چې( پښتانه د تاريخ په رڼا کې) نو ميږي چې د پښتنو تاريخ دى چې د عيسى مسيح عليه السلام د زيږيدو نه ٥٥٠ کلونه وړاندې تر ١٩٦٩ زيږديز کلونو پورې حالات پکې راغلي دي او په ١٤٠٠ مخونو کې په ١٩٦٢زيږديز کال کې د پيښور يو نيورسټۍ د بک ايجنسۍ له خوا چاپ شوى دى.
 Ù‡Ù…داراز کا کا خيل صاحب ددې خبرې ادعا هم کوي چې د پښتولومړنۍ ډرامه ده ليکلې ده چې دغه ډرامه (دکلي ښايست) نو ميداو په ١٩٣٥ زيږديز کال د پيښورراډيو د پښتو څانګې له خوا خپره شوې ده .کاکا خيل صاحب وايې چې دهغې ډرامې خواږه يا دونه يې لا تې اوسه په ذهن کې پاتې دي چې ددغې ډرامې تمرين او ريهرسل په پيښور کې دارباب جهانګير خان په کور کې کيده او ځينو هندوانو هم په دې ډرامې کې رول لو بولى Ùˆ.کا کا خيل صاحب هيڅکله هم دا خبره نه مني چې ګنې اسلم خټک دې دپښتو د لو مړنۍ ډرامې ليکوال وي .
 Ø¯ ظفر کا کا خيل بل ستر کار داو چې په ١٩٩٦ زيږديزکال کې يې دشيخ رحمکار(کاکا صاحب) په ژوندانه او ښوونو يې يو کتاب وليکه اوددې کتاب په ليکلو کې يې د هغې خطي نسخې نه گټه وا خيستله چې ميا محمد بادشاه کاکا خيل دشيخ رحمکار په ژوند او کارونو باندې ليکلى Ùˆ.ويل Ú©ÙŠÚ–ÙŠ چې ميا محمد بادشاه کاکا خيل دافغانستان او هندوستان ډيرو برخو ته سفرونه ÙˆÚ©Ú“Ù„ Ú…Ùˆ دشيخ رحمکار(کاکا صاحب) په اړوند علمي مواد تر لا سه Ú©Ú“ÙŠ .ددې کتاب پر ليکلوظفر کا کا خيل صاحب دميا جمال شاه دورور ميا اجمل شاه نه ١٠٠٠٠ روپۍ د انعام او جايزې په تو Ú«Ù‡ تر لاسه کړې .
 Ú©Ø§Ú©Ø§ خيل صاحب يو پوخ مسلمان Ùˆ چې د مولانا مودودي دنظريا تو سره يې مينه درلودله .له همدې کبله Ùˆ چې نو موړي د مو لا نا مو دودي ځينې کتابونه پښتو ته وژباړل Ù„Ú©Ù‡ پرده ،دين حق ،سيرةالنور،دين کې تفسير ،احساس او راه عمل يې وژبا Ú“Ù„ .
 Ú©Ø§Ú©Ø§ خيل صاحب د سر کار نه په دې خبرې سر ټکولى دى چې د پو هانو او دادب د مينانو په اړوند دبې غورۍ نه کار اخلي او قدر يې نه کوي . ظفر کا کا خيل صاحب دپيښور د پښتو اکيډيمۍ نه هم خپل خپګان څرګندوي چې ده ته يې Ú©Ùˆ مه ځانګړې پا ملرنه ونکړه،خو يوازيني سړي چې ده ته يې پاملرنه ÙˆÚ©Ú“Ù‡ هغه د پا کستان د ادبياتو داکيډيمۍ چير مين يا مشر پريشان خټک وچې ده ته يې ميا شتينى مدد معاش وټاکه .همداراز ده په ١٩٨٨ زيږديزکال کې ستاره امتياز نښان هم تر لا سه Ú©Ú“.
 Ø¯ØºÙ‡ ستر مورخ دخپل ژوندانه په وروستيو شپو او ورځو کې داسې سخت ناروغه او کمزورى شو چې دسترګو رو ښنا يې Ù„Ú–Ù‡ او هم يې غوږونه درانه شول چې خبرې به يې په اسا نۍ سره پرې نه اوريدلې .
 Ø³ÙŠØ¯ بهادرشاه کاکا خيل په پاى کې د ٢٠٠٢ زيږديز کال د جون د ميا شتې په ٢٤ نيته له دې فاني نړۍ نه د تل لپاره ستر ګې پټې کړې او دکا کا صاحب په اديره کې خاورو ته وسپارل شو . اروا دې ښاده وي .
 Ø¨Ø§ÙŠØ¯ زياته Ú©Ú“Ù… چې ما لطيف ياد خپل چاپ شوى کتاب (پښتنې قبيلې ) ښاغلي ارواښاد سيد بهادر شاه ظفر کا کا خيل ته ډالۍ Ú©Ú“Ù‰ دى .
 ------------------------------------------------------
يا دونه . دپښتونخوا دليکوال او شاعر ښاغلي ميا وکيل شاه فقير خيل صاحب نه ډيره مننه کوم چې دښاغلي ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل دمړينې د نيټې په پيداکولو او دده د مزار د ځاى په اړوند يې زما سره معلومات شريک کړل .

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery