مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نړۍ واکمن به څوک سي ؟ ( تحلیلي لیکنه ، دریمه برخه )

پوهنمل حاجي محمد نوزادي
پوهنمل حاجي محمد نوزادي 

        ( په لومړۍ برخه Ú©ÙŠ مو د سترو امپراتوریو یادوونه ÙˆÚ©Ú“Ù‡ او د شلمي پیړۍ په وروستیو Ú©ÙŠ د وارسا او ناټو پاکتونو پر څرنګوالي Ùˆ ږغیدو او دا مو هم په ګوته Ú©Ú“Ù‡ Ú†ÙŠ ناټو نور زیانمنونکی قوت اود نړیوال برم نه لویدلی دی . په دویمه برخه پر دې Ùˆ ږغیدو Ú†ÙŠ دامریکا متحده ایالتونه ØŒ اروپایي اتحادیه او د چین اولسي جمهوریت د اوس د پاره په یوازي سر د نړۍ د واکمن کیدو جوګه ندي )
     د روسیې فدرالي جمهوریت :
     د روسیې په اړه لاندي لاملونو ته پام اړول پکار دي :      
Û± Ù€  داچی روسیه د شوروي اتحاد نه په میراث پاته هیواد دي ØŒ هغه خپلسري کړني ØŒ ناخوالي او یرغلونه Ú†ÙŠ د وخت په توتالیتار کرملیني رژیم Ú©ÙŠ عاقبت نه سنجوونکو مشرانو په تیره د دماغي ناروغ لیونید برژنیف د واکمنۍ پر مهال د خپلي امپراتوري په تر لاس لاندي جمهوریتونو ØŒ د سوسیالستي بلاک په هیوادونو Ú©ÙŠ Ù„Ú©Ù‡ هنګري ØŒ چکوسلواکیا او نورو او د پای  په کلونو Ú©ÙŠ په دوست هیواد افغانستان Ú©ÙŠ تر سره Ú©Ú“ÙŠ ØŒ اوسنۍ روسیه هم د نوموړي امپراتوی د میراثخوړونکي په توګه د هغو ناوړتیاوو او ناخوالو د مسئولیت  له ګناه نه ځان په بشپړ ډول نسي پاکولای .
Û² Ù€  روسیې لا تر اوسه د یوه صالح میراث خور رول ندی تر سره Ú©Ú“ÛŒ ØŒ نه یوازي داچي متضررو هیوادونو ته یې د رسیدلو زیانونو تاوان پر غاړه ندی اخیستی ØŒ بلکه ساده بخښنه یې لا هم نده ورڅخه غوښتې . ځکه نو روسیه لا تر اوسه د ډیرو اولسونو د پاره د پوره باور جوګه نه ده .
Û³ Ù€  روسیه Ú©Ù‡ Ú…Ù‡ هم د اقتصادي سرچینو خورا لوړ پوټنسیال لري خو مالي فساد او مافیاوي کړۍ یې پدی برخه Ú©ÙŠ د پیاوړتیا زورور خنډونه دي او روسیې په نړیوال ډګر Ú©ÙŠ د یوه پیاوړی اقتصادي مرستندویه هیواد رول ندی تر لاسه Ú©Ú“ÛŒ .
Û´ Ù€  روسیې ته Ú©Ù‡ Ú…Ù‡ هم د شوروی د وخت پیاوړی جنګي توان پاته دي خو د نننۍ تکنالوژیکي پرمختیاوو څخه یې ټول هغه Ú…Ù‡ په لاس راوړي ندي Ú†ÙŠ د جنګي ماشین څرخونه یې اړتیا ورته لري .
Ûµ Ù€  روسیې تر وروستیو کلونو پوري د نړیوالو سیاسی معادلو څخه ځان لیري ساتلی وو ØŒ د بیلګي په توګه ویلای سو Ú†ÙŠ د عراق او لیبیا په مسئلو Ú©ÙŠ یې یوازي د نندارچي رول ولوباوه . Ú©Ù‡ Ú…Ù‡ هم اوسني اولسمشر پوتین دا Ú«Ú“ÛŒ د روسیې بیا مطرح کولو ته لستوڼی را نغښتي دي خو لا تر اوسه یې پیاوړي باوری ملاتړي ندي تر لاسه Ú©Ú“ÙŠ . له ایرانه سره یې Ù„Ú– Ùˆ ډیر نژدیوالي د ځینو لنډمهاله سیاستونو په اړه دی، مثلا د سوریې شخړه .
Û¶ Ù€  روسی سیاستوال د شوروي مشرانو په ډول د باور ÙˆÚ“ دوستان پاته کیدلای نه سي او هر ګړۍ سیاسي لوری بدلولای سي Ú†ÙŠ دا کار په نړیواله Ú©Ú†Ù‡ یو منفي Ù¼Ú©ÛŒ دی .
     پدې توګه د لوړو عیني دلایلو له مخي روسیه هم د نړیوالي واکمنۍ د تاج جوګه کیدلای نسي .
     د هند جمهوریت :
Û± Ù€  هند Ú†ÙŠ تازه په نړیواله Ú©Ú†Ù‡ د مخ په غوړیدو یوه پیاوړي اقتصادي او تخنيکي پوټنشیال سره سیاسي ډګر ته راوتلی دی ØŒ داچي د نفوسو د بې کنتروله زیاتوالی او د بې وزګارۍ د لوړی Ú©Ú†ÙŠ سره لاس او ګریوان دي ØŒ دغو ناخوالو  په کورني اقتصادي ستونزو Ú©ÙŠ را شکیل Ú©Ú“ÛŒ او نړیوال اقتصادي اغیز یې Ú©Ù… کړیدی .
 Û² Ù€  هند لا تر اوسه د  Ù… . Ù… . په امنیت شورا Ú©ÙŠ خپل غړیتوب Ú†ÙŠ په یقین سره یې مستحق هم دی ØŒ ندی تر لاسه Ú©Ú“ÛŒ ØŒ ځکه یې په نړیوال سیاست Ú©ÙŠ رول او اغیز د پام ÙˆÚ“ ندی .
Û³ Ù€  هند Ú©Ù‡ Ú…Ù‡ هم پخپله یو زورور اټمي هیواد دی ØŒ خو دداسی ددو اټمي هیوادونو لخوا محاصره دي Ú†ÙŠ د دواړو سره سرحدی دعوې لری Ù„Ú©Ù‡ چین او پاکستان او هغوی دواړه بیا د هند سره ددغو ستونزو له مخي د پخوا څخه پخپلو Ú©ÙŠ د دوستۍ Ú«Ú‰ÙŠ اړیکي پالي .
Û´ Ù€  هند سره لدې Ú†ÙŠ دنړۍ تر ټولو ستره دموکراسی ده ØŒ خو داچي د بیلابیلو مذهبونو او قومونو یو نندارتون دي ØŒ د خپل هیواد په دننه Ú©ÙŠ د سختو اقتصادي ستونزو بر سیره د سیاسی ØŒ ایتنیکي او مذهبي ستونزو سره هم لاس او ګریوان . ددغو ستونزو حلول د اوس د پاره د هند تر ټولو مهم لومړیتوبونه دي .
Ûµ Ù€  د هند نظامي توان Ú©Ù‡ Ú…Ù‡ هم د پام ÙˆÚ“ وړتیا لري ØŒ خو لا تر اوسه په نړیوالو معادلو Ú©ÙŠ مطرح قوت ندی .
Û¶ Ù€  د هند د نظامي توان پیاوړتیا د ګاندي د مسالمت امیزه سیاست او د خپلی مذهبي فلسفی تر تاثیر لاندي یې په جنګي ډګر Ú©ÙŠ په زیانمنونکي توګه د پرمختګ لوړ چانس Ú©Ù… دی .
      لنډه داچي هند نه د نړیوال تاج جوګه او نه هم دا خیالونه په سر Ú©ÙŠ لری .
      د لوړو لاملونو پر بنسټ د اوس د پاره د نیکه مرغه هیڅ داسی یو هیواد نسته Ú†ÙŠ د یکه تازۍ د لاري ځان د نړۍ واکمن وبللای سي . البته دا حالت Ú©Ù‡ د یوې خوا د کمزورو هیوادونو په ګټه دی خو د بل پلو  نه زورور هیوادونه لا هم تر لویه بریده د خپلسريو په وړاندي قوي خنډونه نه ویني . ددې دپاره Ú†ÙŠ ددغسی خپلسریو مخه ونیول سی ØŒ پکار ده Ú†ÙŠ د نړۍ د زورورو قوتونو تر منځ یو منطقي انډول منځته راسي .
     ددې خبري مانا داده Ú†ÙŠ باید زورور قوتونه په خپلو Ú©ÙŠ یو پر بل د باور له مخي پر دوو اقتصادي Ù€ نظامي ډلو وویشل سی او د پخوا پشان په نړۍ Ú©ÙŠ دوه قطبیز سیسټم منځته راولي . البته دا ځل به یې دپخوا څخه توپیر پدې Ú©ÙŠ وي Ú†ÙŠ دا ځل به ایډیالوزیکي بنسټ نلري بلکه دخپلو ملي ګټو خوندیتوب او د نورو ملي ګټو ته درناوۍ به یې اصلي موخي وي . دا دوه قطبونه کولای سي په کمزورو هیوادونو Ú©ÙŠ د اقتصادي مرستو د سیالیو د لاري په نړیوالو معادلو Ú©ÙŠ هغوي په خپله ګټه Ùˆ هڅوي .
      زما په آند د اوس د پاره کیدلای سي ددغو دوو قطبونو څخه په یوه اقتصادي Ù€ نظامي تړون Ú©ÙŠ همدغه د اوسني ناټو غړي او خواخوږي هیوادونه یې راټول سي او د بل قطب د پاره باید د چین ØŒ روسیې ØŒ شمالي کوریا ØŒ او خواخوږو هیوادونو په ګډون یو بل اقتصادي Ù€ نظامي تړون منځته راسي .
     Ú©Ù‡ داسي وسي ØŒ زما ګومان دادی Ú†ÙŠ هند به د اوس د پاره د دواړو قطبونو څخه ځان Ú…Ù†Ú« ته وساتي او د دواړو سره به دوستانه اړیکي Ùˆ پالي . پدې توګه کیدلای سي نړۍ په یو قطبي سیسټم Ú©ÙŠ د زورور واکمن له خپلسریو څخه بیغمه پاته سي او اولسونو به پخپله خوښه د دموکراتیکو لارو څخه خپلي اقتصادي او سیاسي چاري پر مخ بوزي .  
    پدې هیله Ú†ÙŠ نړیوال هر Ú…Ù‡ ژر د تل لپاره د زورورو لړمانو له شره په امان اوسي .
     پای .
ډنمارک ـ د ۲۰۱۶ کال جولای میاشت

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery