مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په اسلام کي د علم ارزښت ( ۱ ) برخه

مولوي عصمت الله عزام


 Ø¨Ø³Ù… الله الرحمن الرحيم

 Ù†Ø­Ù…ده Ùˆ نصلي  علی رسوله الکريم امابعد :

اسلام د رحمت دين دی چي د ټول انسانيت د ديني او دُنيوي نېکمرغۍ او کاميابۍ ضامن دی .

اسلام د ژوندانه په هره برخه کي ځانگړې لارښودني لري او د انساني ژوندانه لپاره يې بشپړ او اړخيز قانون نړۍ ته وړاندي کړی دی .

خو له دې څخه د گټي د اخيستلو لپاره علم ته اړتيا ده، علم هغه کيلي ده چي په ذريعه يې د اسلام هر اړخيزي لارښودني چا ته معلومېږي .

علم پر هر چا لازم دی .

په حديث شريف کي راغلي دي :

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ ( رواه ابن ماجة ص : ۲۰ )

ژباړه : له حضرت انس – رضی الله عنه – څخه روايت دی چي رسول الله - صلی الله عليه وسلم – فرمائلي دي : ( د دين ) د علم طلب پر هر مسلمان فرض دی !!

له دې حديث څخه معلومېږي Ú†ÙŠ پر هر مسلمان Ú©Ù‡ نارينه وي او Ú©Ù‡ ښځينه، غريب وي Ú©Ù‡ شتمن، کليوال  وي او Ú©Ù‡ ښاري، پر ټولو د دين د علم طلب فرض دی .

د علم دا مطلب نه دی Ú†ÙŠ خامخا به  عربي لولي، بلکي د دې مطلب دا دی Ú†ÙŠ د دين  خبري زده Ú©Ú“ÙŠØŒ Ú©Ù‡ د عربي کتابونو په لوستلو سره وي، Ú©Ù‡ د اُردو ( يا پښتو او يا بلي بلي ژبي د ) کتابونو  په لوستلو  سره وي، Ú©Ù‡ له مُعتبرو عالمانو څخه په ژبه په پوښتني سره وي، Ú©Ù‡ له مُعتبرو واعظانو څخه د وعظ په اورېدو سره وي، هغه ښځي Ú†ÙŠ خپله کتاب نه شي لوستلی او نه له يوه  عالم څخه پوښتنه کولی شي، د خپلو سړو په ذريعه دي د دين خبري له عالمانو وپوښتي .

په دې توگه هم ځان له شرعي حُکم څخه خبرول علم دی او د علم په اړه د راغلو ثوابونو د تر لاسه کولو لامل دی .

په دې حديث کي د علم طلب فرض گڼل شوی .

پوښتنه دا ده چي کوم علم فرض دی ؟

د دې پوښتني جواب دا دی چي شرعي علم په دوو برخو وېشل شوی :

Û± : علم الأصول يا د عقائدو  علم Ù„Ú©Ù‡ د الله پاک پېژندل په يووالي او  صفاتو سره، د پېغمبرانو تصديق او داسي نور...

دا علم پر هر چا لازم او ضروري دی، هر څوک بايد ځان په دغو خبرو پوه کړي او پرې باور ولري .

۲ : علم الفروع يا د فقهي علم او د دين پر احکامو او مسائلو ځان خبرول .

دا علم په دوو برخو وېشل کېږي :

Û± : فرض عين .  Ù„Ú©Ù‡ د اوداسه، لمانځه، روژې او هر هغه عبادت Ú†ÙŠ پر هر چا لازم وي،  نو پر هغه د هغه شي علم هم ضروري دی .

لکه د زکات علم پر هغه چا لازم دی چي مال ولري، همدا راز د حج علم پر هغه چا لازم دی چي پرې فرض وي .

يعني کوم کار چي په انسان لازم وي، د هغه زده کړه او معلومات هم لازم دي .

۲ : فرض کفايي : هغه علم دی چي په هغه سره څوک د اجتهاد درجې ته رسېږي، يا د فتوی ورکولو استعداد پکي پيداکېږي .

که د يوې سيمي خلگ ټول له دغي اندازې علم څخه ځان غافل کړي، ټول گناهگار دي، خو که په دوی کي يو کس دا اندازه علم وکړي، د نورو هم غاړي خلاصي دي .

نور خلگ به د دغه عالم خبره مني او د اړتيا په وخت کي به ترې د شرعي حُکم پوښتنه کوي .

مطلب دا Ú†ÙŠ علم ضروري او اړين دی . 

 ( نور بيا ...)

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery