مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له بدو کارو د مخنيوي اهميت

مولوي عصمت الله عزام

 


 Ø¨Ø³Ù… الله الرحمان الرحيم
 Ù†Ø­Ù…ده Ùˆ نصلی علی رسوله الکريم امابعد :
له بدو کارونو منع کول يو اړين او ضروري کار دی، همدا راز دا د هر مسلمان مسئوليت دی چي د گناه د مخنيوي هڅه به کوي .
په ځانگړې توگه که گناه په کور کي کېږي، نو د هغې د مخنيوي لپاره خو لا زياتي هڅي کول ضروري دي .
خو متأسفانه په اوسنۍ زمانه کي دغه مسئوليت ته د اکثرو خلگو پاملرنه نشته، دا په داسي حال کي چي دا د هر چا مسئوليت دی .
د گناه د مخنيوي دا مطلب نه دی چي سړی به له سختۍ او جگړې کار اخلي، بلکي بايد داسي لار غوره کړل شي چي د گناه په مخنيوي کي مؤثره ثابتېدی شي .

الله تعالي د مؤمنانو په هکله فرمايلي دي : 
وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ  ( التوبة :Û·Û± )
ژباړه :  مؤمنان نارينه او مؤمناني ښځي، دا ټول د يوه او بل دوستان دي . په ÚšÙˆ کارونو امر کوي او له بدو کارونو څخه منع کوي، لمونځونه قائموي، زکات ور کوي او د الله او د هغه د پېغمبر اطاعت کوي . دا هغه کسان دي Ú†ÙŠ ژر دی Ú†ÙŠ  الله به پرې رحم ÙˆÚ©Ú“ÙŠ . بېشکه الله پر ټولو برلاسی او د حکمت څښتن دی !!
په دې مبارک آيت کي الله پاک د منافقانو د ناوړو صفاتو تر ذکر کولو وروسته د مؤمنانو ښکلي صفتونه ذکر کړي دي، هغه داسي صفات دي چي د منافقانو د صفاتو برعکس دي .

هغه په دې توگه دي :
۱ : مؤمنان په خپل منځ کي د يوه او بل دوستان دي .
۲ : خلگ په ښو امر کوي او له بدو يې منع کوي .
۳ : د لمانځه پابندي کوي .
۴ : زکات ور کوي .
۵ : د الله پاک او د هغه د پېغمبر تابعداري کوي .
د دغو صفاتو تر ذکر کولو وروسته الله پاک دوی ته زېری ور کړی، Ú†ÙŠ دا داسي خلگ دي Ú†ÙŠ ژر دی Ú†ÙŠ الله پاک به پرې رحم ÙˆÚ©Ú“ÙŠ او  هغه زورور او د حکمت څښتن دی .
له دې آيت څخه معلومه شوه Ú†ÙŠ د مؤمنانو صفت دا دی Ú†ÙŠ دوی د  ÚšÙˆ امر کوي او له بدو به مخنيوی کوي .
نو  بايد هر مؤمن دغه صفت په ځان Ú©ÙŠ راولي .
Ú©Ù‡ ټول مؤمنان دغه کار ÙˆÚ©Ú“ÙŠØŒ نو ان شاء الله تعالی ډېر ژر به په ټولنه Ú©ÙŠ د پام ÙˆÚ“  بدلون ووينو او گناهونه به Ú©Ù… شي .
عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الإِيمَانِ ( رواه مسلم ، رياض الصالحين ص : ۸۱ )
له ابوسعيد خُدري – رضی الله عنه – څخه روايت دی چي ما له رسول الله – صلی الله عليه وسلم- څخه واورېدل چي فرمايل يې : چا چي په تاسو کي د گناه کار وليدی، نو په لاس دي يې منع کړي، که په لاس يې وس نه وي، نو په ژبه دي يې منع کړي، که په ژبه يې د منع کولو طاقت نه وي، نو په زړه کي دغه گناه بده وگڼي او دا ډېر کمزوری ايمان دی !!
  له دې حديث څخه هم معلومه شوه Ú†ÙŠ له بدو منع کول د هر مسلمان مسئوليت دی، Ú…ÙˆÚ© Ú†ÙŠ گناه وويني، نو بايد د مخنيوي Ù‡Ú…Ù‡ يې ÙˆÚ©Ú“ÙŠØŒ په کومه طريقه يې Ú†ÙŠ مخنيوی کولی شي .
په دې ټولو طريقو کي وروستنۍ او د ايمان تر ټولو کمزورې درجه دا ده چي گناه په زړه کي بده وگڼل شي، له دې درجې خو بايد مسلمان پسپاته نه شي . .
  نو بايد دغه کار ته اړينه پاملرنه هر Ú…ÙˆÚ© ÙˆÚ©Ú“ÙŠØŒ په ځانگړې توگه علماء او د ديني علومو زده کوونکي ځکه دوی په دې برخه Ú©ÙŠ د خلگو مشران دي او دوی ته هغه ذمه واري ور تر غاړه ده Ú†ÙŠ بل Ú…ÙˆÚ© يې نه لري .
خو دا کار يوازي د عالمانو مسئوليت نه دی، بلکي هر انسان دغه مسئوليت لري، د کورنۍ مشر بايد د خپلي کورنۍ وگړو ته د ښو بلنه ور کړي او له بدو يې منع کړي، همدا راز خپل څنگلوری، ملگري او ټولو خلگو ته دعوت ور کول پکار دي .
Ú©Ù‡ دغه وظيفه په سمه توگه هر Ú…ÙˆÚ© تر سره Ú©Ú“ÙŠØŒ نو په ټولنه او نړۍ کٍي به ډېر اغېزناک او د پام ÙˆÚ“ تغيير رامنځته شي  او گناهونه به Ú©Ù… شي . 
که گناهونه کم شي، نو عذاب به نه راځي او کوم بد حالات چي زموږ د گناهونو په نتيجه کي راباندي راغلي دي، دا به هم ان شاء الله تعالی سم شي .
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين


 

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery