مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-08-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مسلمان په غياب کي دفاع

مولوي عصمت الله عزام


بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد :

غيبت حرام او لويه ګناه ده، کله چي مسلمان له بل چا واوري چي د بل مسلمان غيبت کوي، نو د ده دنده دا ده چي بايد غيبت کوونکی له غيبته راوګرزوي، ور ته و دي وايي : له الله پاکه و ډار شه ! دا غيبت دی، ګناه لري !!

ځکه له منکر او بد کاره منعه کول پر هر مسلمان لازم دي .

په حديث کي راغلي دي : « مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الإِيمَانِ ».( رواه مسلم )

 ÙŠØ¹Ù†ÙŠ Ù„Ù‡ تاسو څخه Ú†ÙŠ چا منکر ( ناروا کار ) وليدی، نو په لاس دې منع Ú©Ú“ÙŠØŒ Ú©Ù‡ يې وس نه وو، په ژبه دې بند Ú©Ú“ÙŠ ØŒ Ú©Ù‡ يې وس نه وو، نو په زړه دې منع Ú©Ú“ÙŠ او دا تر ټولو کمزوری ايمان دی !!

همدا راز مسلمان بايد د مسلمان د نه شتون په وخت کي د هغه له عزته دفاع وکړي، غيبت کوونکي ته دي ووايي، چي دا خبري موږ ته نه دي معلومي، له الله پاکه و ډار شه، موږ د فلاني په اړه د ښو معلومات لرو !!

د مسلمان دفاع د هغه په نه شتون کي ډېر زيات ثواب لري :

عَنْ أَسْمَاءَ بِنْتِ يَزِيدَ، قَالَتْ : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: مَنْ ذَبَّ عَنْ لَحْمِ أَخِيْهِ بِالْمَغِيْبَةِ كَانَ حَقًّا عَلَى اللَّهِ أَنْ يُعْتِقَهُ مِنَ النَّارِ. (. رواه البيهقي في " شعب الإيمان \ مشکات ص : ۴۲۴ج : ۲)

ژباړه : له حضرت اسماء بنت يزيد – رضي الله عنها – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل : چا چي د خپل ورور د غوښي له خوړلو ( د غيبت کولو ) د هغه په نه شتون کي دفاع وکړه، نو پر الله – جل جلاله - دا حق دی چي دی به له اوره ازادوي !!

په دې حديث کي د داسي چا لپاره د خاتمې د سمېدلو زېری هم راغلی دی .

د مسلمان دفاع د هغه په غياب کي ډېر ضروري او لوی د ثواب کار دی.

خو متاسفانه چي په دې کارعمل کوونکي خلگ ډېر کم دي،‌ډېر کم داسي ليدل کېږي چي د مسلمان دفاع کېږي .

په عمومي توگه چاپېريال داسي دی Ú†ÙŠ يو په چا پسي يوه خبره ÙˆÚ©Ú“ÙŠØŒ پر ځای د دې Ú†ÙŠ مخاطب يې خبره رد Ú©Ú“ÙŠØŒ يو دوه نوري دی هم ور سره زمزمه Ú©Ú“ÙŠ او  په دې سره خپل ناروا مجلس ÚšÙ‡ گرم Ú©Ú“ÙŠ .

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery