مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

هلته يو څوك و

Dorothy Parker

پر ښايسته ماديانه سپور يو ښكلى ځوان و
ښكلې زغره يې په تن غره په ځان و
راته رايې كړ بنګړى ښايسته د زرو
ځلېدې پكښي دانې د جواهرو
چي اغزى مي سي د سترګو د پيغلانو
چي سرلوړې سم په ټول كي د سيالانو

  

بل زلمى پر لاري مست نشه روان و
ناخبره له دې مځكي له جهان و
اورولې يې خوږې خوږې سندري
اورولې يې له خولې څخه شكري
راته رايې كړ يو سور ګل د ګلابو
چي په رنګ كي يې مستي وه د شرابو
زمزمه يې وه پر شونډو د نظمونو
په هر نظم كې ګېډۍ وې د پندونو
ويل چا ته چي ورځي غونچې د ګلو
نه محتاج دى د ډوډۍ نه د سرو ملو

  

يو پر ځان مين غوړ ژبي يو مغروره
پر يوه څنګ يې خنجر و پر بل توره
له غروره يې سيالي وه له اسمانه
زوړ بدرنګه بې خبره له جهانه
چي به ده ګوتي د توري پر قبضه كړې
له غضبه به يې نجوني سره لمبه كړې

  

پر ښايسته ماديانه سپور يو ښكلى ځوان و
مخ يې واړاوه پر بله خوا روان و
راښكاره يې هغه ښكلى سور وښى كړ
سمندر ته يې ګوزار هغه ګړى كړ

  

بل ځلمى و را روان په ورو ګامونو
زړه له غمه ستونى ډك له فريادونو
ورسره هغه ګلاب مګر خزان و
ژوند يې تللى و له پاڼو مرګ په ځان و

  

يو پر ځان مين غوړ ژبي يو مغروره
پر يوه څنګ يې خنجر و پر بل توره
چي له ما څخه په تاخته سو روان سو
لكه باد مخ يې پر لوري د بيابان سو
پر څنګو يې ځړېدل تېره تېغونه
زما په زړه كي يې راښخ كړل خنجرونه

Dorothy Parker
There Was One
There was one a-riding grand
On a tall brown mare
And a fine gold band
He brought me there.

A little, gold hand
He held to me
That would shine on a hand
For the world to see.

There was one a � walking swift
To a little new song
And a rose was the gift
He carried along.

First of all the posies
Dewy and red
They that have roses
Never need bread.

There was one with swagger
And a soft, slow tongue
And a bright cold dagger
Where his left hand swung.

Craven and gilt
Old and bad
And his stroking of the hilt
Set a girl mad.

There was one a-riding grand
As he rode from me
And he raised his golden hand
And he threw it in the sea.

There was one a-walking slow
To a sad long sigh
And his rose dropped low
And the flung it down to die.

There was one with the swagger
And a little sharp pride
And a bright cold dagger
Ever at his side.

At his side it stayed
When he ran to part.
What is this blade
Struck through my heart?

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery