Washington Post: له ملګروملتونو د کرزي غوښتنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 36979

دخبریدو نیټه : 2010-07-12

سرچینه: واشنګټن پوست

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د واشنګټن پوست ورځپاڼي تر دې عنوان لاندي چې کرزی به له ملګرو ملتونو وغواړي چې له خپل تور لیست څخه د ۵۰ طالبانو نومونه وباسي یوه لیکنه خپره کړي ده .

ورځپاڼه لیکي چې دغه غوښتنه به کرزی ډیر ژر د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه مطرح کړي.

د دغه وړاندیز له مخې به د ۱۳۷ تنو هغو طالبانو له ډلي چې په دغه لیست کې یې نومونه راغلي د څلورمې برخې هغو نومونه لري کړای شي.

واشنګټن پوست له یوه افغان چارواکي په حواله چې نوم یې ندی اخیستل شوی لیکي چې Ù„Ú– تر Ù„Ú–Ù‡ په دغو ÛµÛ° کسانو کې پینځه د هغو کسانو نومونه هم شامل دي چې اوس اوس یا په پارلمان کې کارکوي او یا هم په شخصی کارونو  بوخت دي خو د طالبانو او کرزي تر منځ د روغي جوړې په خبرو کې دخیل دي.

واشنګټن پوست له دغه افغان چارواکي په حواله کاږي چې کرزي ځکه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د دغو کسانو د نومونو د لري کولو غوښتنه کوي چې د کرزي په باور هغوي له القاعدې او نوروترهګرو سره اوس هیڅ راز اړیکي نه لري.

واشنګټن پوست وایې چې د تیرې سې شنبې په ورځ د افغانستان ا و پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارد هالبروک د ملګرو ملتونو له مقاماتو سره وکتل او له هغوي څخه یې وغوښتل چې له تور لیست څخه د طالب قوماندانانو د نومونو د ایستلو لړۍ چټکه کړي.

د ملګرو ملتونو د ۱۲۶۷ مادې له مخې دغه سازمان د یو شمیر طالبانو او القاعدې ډلي د غړو په تګ راتګ، سفرونو او مالي سرچینو بندیزونه لګولي دي خو اوس افغان دولت هڅه کوي چې د روغې د پلان په لړ کې یو شمیر طالبان له دغه لیست څخه وباسي.

واشنګټن پوست لیکي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا اوس منلی چې د ملا عمر په ګډون به د یو شمیر هغو طالب مشرانو نومونه له تور لیست څخه وباسي چې افغان دولت یې د نومونو د سپینولو وړاندیز او غوښتنه کړي ده .

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

یادونه: هر هغه منبع چې دغه مقاله بیا خپروي د بینوا ویب پاڼي نوم باید د  مطبوعاتو د قانون د اصولو له مخې خپور Ú©Ú“ÙŠ.