اسلام الیوم : دیموکراسۍ د خرو په شا !!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39067
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني
دخبریدو نیټه : 2010-09-20


 Ù¾Ù‡ اسلام الیوم کې د یاسر الزعاترة لیکنه .

دا پورتنۍ سرلیک د فرانسوي صحافت وکالت د افغانستان د پارلماني ټاکنو اړوند  په خپل یوه رپوټ کې چې د شنبې په ورځ په افغانستان کې پیل شول استعمال Ú©Ú“ÛŒ ØŒ اورپوټ زیاتوی چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پنجشیر ولایت  د  دارا په غرنۍ  سیمه کې نهه سوه خره  د رایګیرۍ مرکزونو ته د ټاکنو د صندقونو د لیږدول لپاره استعمال Ú©Ú“ÛŒ دي .
طبعآ دا د خندا نه Ú‰Ú© انځور دی ØŒ داسې ښکاري چې یوه ځانګړی ډلګۍ جوړه شوې ده ØŒ چې پکې د امریکا ځیني مسؤلین او رئیس کرزي چې د سختو امنیتی تدابیرو په منځ کې پرون سهار د رایګرۍ یو مرکز ته د رایې د ورکولو په حالت کې د تصویر اخیستلو لپاره وتلی ؤ، ګډون لري . یاده دې وي چې د یوه شیبه لپاره هم له خپلو امریکایی محافظینو د حراست څخه Ú‰Ú‰Ù‡ نه شي کولای ØŒ  همدا راز ورسته لدې چې  Ú…Ùˆ ځله د طالبانوله کمین او حملونه سلامت ووت ØŒ د افغانستان په سیمو کې په آزادانه ډول تګ راتګ نه شي کولای .
واقعت دا دی چې موږ د یوداسې انتخاباتو شاهد یوو چې د افغانستان پرملت پورې دومره اړه نه لري ØŒ په کومه Ú©Ú†Ù‡ چې د امریکا په داخلي اعتبارتو پوری تړلی دي ØŒ هغه اعتبارات چې Ù‡Ú…Ù‡ کوي د امریکا داخل ته د افغانستان دسیاسی کشالې اړوند داسې پرمختګ وښیي چې پربنسټ ئې د افغانستان له ګرداب څخه په چټکتیا د ځواکونو د ایستلو جواز ورکړي ØŒ په داسې حال کې چې Ú«Ú¼ شمیر نظامی ماهرین ورته وایی : افغانستان به د اوباما ویتنام شي ØŒ او د هغه چا ویتنام به Ø´ÛŒ چې لده وروسته د ده په تګلاره  د تللو Ù‡Ú…Ù‡ ÙˆÚ©Ú“ÙŠ ØŒ اوبې Ø´Ú©Ù‡ چې دا د پنټاګون د جنرالانو تګلاره ده ØŒ هغه جنرالان چې Ú«Ú¼ شمیر ئې د جمهوري خواهانو له ګوند نه راغلی نه هم د دیموکراتانو نه .

اوباما  د کانګرس څخه د خپلې دورې د نیمایي برخې د تمدید دټاکنو لپاره دافغانستان د پارلماني ټاکنو په څیر ټاکنو ته اړتیا لري ØŒ چې د راتلونکي نومبر په میاشت کې تر سره کیږي ØŒ پداسې حال کې چې رپوټونه هم په ډاګه کوي په تیرو میاشتو کې د عسکرو تابوتونه امریکا ته راډیر شوی دی ØŒ ØŒ چې کال Û²Û°Û±Û° د امریکایی جګړه مارنو د مرګ ژوبلې لپاره ترټولو بد کال Ú«Ú¼Ù„ کیږي ØŒ او هغه عایدات چې د اوباما د نوي کتاب څخه حاصلیږی  او اوباما هغه د زخمی شویو جګړه مارانو لپاره ځانګړی Ú©Ú“ÙŠ نه شي کولای د دې مرګ ژوبلې لړۍ ختمه Ú©Ú“ÙŠ . بالکل همدا راز توني بلیر هم د بریتانیا پخواني صدراعظم د خپل یو کتاب عایدات یوې داسې مؤسسې ته ځانګړی Ú©Ú“ÛŒ وو چې د عراق په جګړه کې د زخمی شويو عسکرو تداوی به ئې کوله .
دا ټاکنې هغه شعار دی چې په هیڅ ډول د افغاني ÙˆÚ«Ú“ÙŠ له سوکالۍ سره تړاو نه لري ØŒ تر دې چې د پنجشیر په غرنۍ سیمه د خرو په شا د رایو صندقونه ولیږدول شي ØŒ دا ÚšÙ‡ نه ده چې هلته سړک جوړ شي ØŒ لاره اواره شي؟! او دا صندقونه به دهغو خلکو په پوه اوپرمختګ کې Ú…Ù‡ اغیزه ولري چې په غرونو کې اوسیږي ØŒ اود حیواناتوپه ذریعه ترې  راکوزیږي ØŒ آیا دیموکراسي تر ډوډۍ  غوره ده، Ú©Ù‡ ډوډۍ تر دیموکراسي ØŸ! .
په ریښتیا چې د خندا نه Ú‰Ú©Ù‡ ننداره ده  کومه چې پورتني تصویر انځور کړې ده ØŒ او له Ø´Ú© نه وتلی ده ØŒ چې دا ننداره  او انځورپه دې هیواد کې چې تر ظالم یرغل لاندې واقع شو اوپه زرهاوو ځوانان ئې له لاسه ورکړل پرته لدې چې دا قرباني ئې د راتلونکې اړوند په تمه او هیله من Ú©Ú“ÙŠ ØŒ  د نا اومیدی او کړاوونو انځور دي  .
د دې بیوزله ملت  سره ډیرې وعدې وشوې ØŒ - دعراق حالت هم افغانستان ته ورته له کړاونو Ú‰Ú© حالت دی- لا تر اوسه د فاسدو مجرمینو اوجنایتکارانو چې هرو مرو به په ټاکنو کې برلاسي کیږي تر جبر لاندې ځوریږي ØŒ ځکه چې یوازې دوي مال ØŒ قوت او نفوذ لري ØŒ Ú©Ù‡ نه نو ښاغلی اوباما توقع کولای شي چې یوبې وسه افغان دې ځان ټاکنو ته کاندید Ú©Ú“ÙŠ ØŒ دا خو پر خپل ځای یږده چې پکې بریالی شي ØŸ!.  
څرنګه چې تیر پارلمان د جنیتکارانو ØŒ دملشو دوکدارانواو د مخدرو مواد د قاچاقبرانو او د دوی د نمایندګانو ټولنه وه ØŒ دا نوی پارلمان به هم داسې وي ØŒ او د افغانستان ملت به  د کړاوونو او دردونو پرته ترې نه هیڅ ګټه پورته نه Ú©Ú“ÙŠ ØŒ ځکه چې لدې پارلمان نه لازیات فساد پیدا کیږي .
د دې په مقابل کې امریکا نه شي کولای دا راز ډیر انتخابات تر سره کړي ، سره لدې که د دوی خبریالان دا ووایی : "چې د افغانی انسان شجاعت او میړانه دستاینې وړده ، چې د مرګ دګواښ سره سره د آزادۍ او دیموکراسۍ لپاره راووت "، په داسې حال کې چې ټول پوهیږي چې دا ریښتیا خبره نه ده ، هغه څوک چې د رایې لپاره راوتلي وو ، یا د مال او ثروت لپاره راوتلی وو یا د قبیلوي اړیکو لپاره ، او یا هم د کاندیدانو د ویرې او ډار له کبله را وتلي وو .
طبیعي ده چې د شفافیت اونزاهت کیسه بې ارزښته ده ØŒ په داسې هیواد کې چې د دولت ټول رسمي ارګانونه ئې په فساد Ú©Ú©Ú“ وي د شفافیت اونزاهت څخه خبره نه شي کیدلاي ØŒ په داسې حال کې چې په خپله  امریکایی او اوروپايي دوایرد فساد څخه شکایت لري ØŒ او د کرزي څخه غواړي چې پرضد ئې مبارزه ÙˆÚ©Ú“ÙŠ ØŒ سره لدې چې دی په خپله  د فساد سر دی او د ده سره د مخدرو مواد تجاران او د ملشو مشران چې د ده په حکومت کې ریښې لري ØŒ نه بل Ú…ÙˆÚ©  .
Ú©Ù‡ په ریښتیا حالت دومره ÚšÙ‡ ÙˆÛŒ ،څرنګه ئې چې اشغالګر او د دوی افغان لاسپوڅي انځوروی ØŒ نوبه خلک د طالبانو سره نه ÙˆÛŒ ولاړ ØŒ خو حالت برعکس دی ØŒ یعنی د طالبانو حرکت پرمختګ Ú©ÙˆÛŒ ترڅو اشغالګر ستومانه او تللو ته اړ Ú©Ú“ÙŠ .  پرته لدې چې دې ته نطر وشي چې د دې بې وزله او په کړاوونو او کړکیچونو آخته هیواد راتلونکی به د دوی له وتلو ورسته څرنګه وي .