ap - زاخېلوال: ویکي لیکس له امریکا سره اړیکې زیانمنوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40651

دخبریدو نیټه : 2010-12-04

سرچېنه: اسوشیټيډپریس

ژباړه اوترتیب: یاقوت زابلی

وروسته تر هغه چې د ویکي لیکس سایټ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پټو اسنادو د خپراوي په Ù„Ú“ کې د ولسمشر کرزي په اړه Ù¾Ù‡ کابل کې د امریکايي سفیر ÛŒÙˆ یادښت خپور Ú©Ú“ په افغانستان کې په اړه یو شمېر غبرګونونه راوپارول.

پدغه یادښت کې د سفیر ایکن بیري Ø§Ùˆ د افغانستان د ماليې د وزیر ډاکتر عمر زاخیلوال له خولې حامدکرزی یو نالایقه شخص یادشوی خو زاخېلوال نن دغه خبره په Ú©Ù„Ú©Ù‡ رد Ú©Ú“Ù‡.

هغه اسوشیټیډپريس اژانس ته ویلي چې ده هیڅکله نه دي ویلي چې حامدکرزی یو کمزوری شخص دی او پدې اړه د ده خبرې یا تحریف شوې او یا هم په ده پوري تپل شوې دي.

افغان وزیر د امریکا سفیر پدې تورن کړ چې د ولسمشر کرزي په اړه یې د خپلې نظریې د ځواکمنتیا په موخه دده خبرې په اړولي شکل د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته لیږلې دي.

زاخېلوال زیاته کړه ( دې کار زما او سفیر ایکن بیري تر منځ لږ اعتماد هم پرېنښود).

د امریکا سفیر تر اوسه پوري دافغانستان د مالیې د وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه تر اوسه پوري څه ندي ویلي.

که څه هم تر دې وړاندي یو شمېر افغان او امریکايي چارواکو ویلي و چې د ویکي لیکس افشا شوي معلومات به د دوي اړیکو ته زیان ونه رسوی خو د افغان کابینې د یو اغېزمن وزیر په توګه د عمر زاخېلوال وروستیو څرګندونو ته د لا توندو غبرګونونو دیوې پیلامې په توګه کتل کیږي

باور کیږي چې د ویکي لیکس له لوري د امریکا د پټو اسنادو له افشا سره به د دغه هېواد اړیکې د افغانستان په ګډون د نړۍ له یوشمېر نورو هېوادونو سره هم ترینګلې شي.