PressTV: ولسمشر اوباما د ملکي افغانانو وژل امضا کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44641
ژباړه : سکندر مومند
دخبریدو نیټه : 2011-06-07

 

سرچینه : پریس ټي وي
لیکوال: حنان حبیبزی
ژباړه : سکندر مومند
نیټه:  دجون دومه میاشت 

 
Ú©Ù‡ تاسې افغان یاست، ددې جرت نکوئ چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ د ناپایه ظلمونو په اړه حقایق ولیکئ،خو دغه وخت داسې دی چې باید په ډاګه وغږیږو، ددې لپاره چې د هیواد راتلونکی په پرله پسې ډول تر برید لاندې دی.Ù„Ú©Ù‡ څرنګه چې دامریکا په مشرۍ عسکر  قصدا ماشومان او ښځې په Ù†ÚšÙ‡ کوي، نو هلته د افغانستان د اوسني نسل لپاره هیڅ راتلونکی  نشته. 

  په جنوبي ولایت هلمند کې ددې اونۍ  د دولس ماشومانو او دوه ښځو ډله ییزې وژنې پر خلکو ټولې نورې لارې بندې کړې، خو  په زرګونو افغانان يې ولمسول چې له طالبانو سره یوځای شي یا له هغوی سره خواخوږي وښيي. ددې لپاره طالبان د نیواک په ضد په  راپورته شواتلانو بدلیږي او ددوی شهرت په چټکۍ سره د هیواد په ګوټ ګوټ کې خپریږي. د امریکاپه مشرۍ بهرني ځواکونه له خپل ځان سره مرسته نکوي ØŒ دوی  د طالبانو دریځ  هغه وخت لاپسې ټینګوي کله چې ملکي خلک  له فضا څخه  په درندو بمونو، چې په سپینو فاسفورسو او نورو کیمیاوي موادو Ú©Ú©Ú“ دي وژني.

هغه چارواکي چې دافغانانو پر کورونو د هوايی بمباریو امر ورکوي ،په حقیقت کې قصدا دهغه عدالت ØŒ انسانیت او ازادۍ سپکاوی کوي چې اوباما يې بلا ناغه په هره وینا کې ادعا کوي. د مئ په دومه د ولسمشر اوباما وینا د عدالت ،ازادۍ او ولسواکۍ له Ù¼Ú©Ùˆ Ú‰Ú©Ù‡ وه ،هغه وخت چې ده د بن لادن مرګ اعلان Ú©Ú“.  په دغه ورځ هغه داسې وویل: ( راځئ چې په یاد وساتو چې موږ داشیان یوازې د بډاینې او قدرت له کبله نکوو ،بلکې ددې لپاره يې کوو چې موږ Ú…ÙˆÚ© یو ØŒ یو ملت ØŒ د خدای تر Ø­Ú©Ù… لاندې، متحد ،د ټولو لپاره  له ازادۍ او عدالت سره.)
له بلې خوا همدغه  امریکا متحد ایالات ماشومان او ښځې وژني چې د امریکا خلکو ته ازادي،ولسواکي او عدالت ډاډمن Ú©Ú“ÙŠ.  ایا متحد ایالات د عدالت ØŒ ازادۍ او ولسواکۍ لپاره  ولاړ شوی دي ØŒ Ú©Ù‡ د بیوزلو ملتونو پخلاف د ظلمونو لپاره؟  ایا امریکا بیوزلي ملتونه د زور له لارې لاندې کوي؟ ځواب يې هماغه دی چې د امریکا ولسمشر اوباما دملکي افغانانو د وژلو امر ورکوي، ځکه چې موږ هیڅ یو امریکايي نظامي قوماندان ونه لیده چې  دافغان ماشومانو او ښځو د وژلو په تور محاکمې ته ÙˆÚ“Ù„ شوی  وي.
  
ایا امریکايی ولس هغه عدالت یا ازادي غواړي چې د ماشومانو او ښځو د وژلو په نتیجه کې  رامنځته کیږي ،او د نړۍ له هیوادونو څخه  د یو غریبترین هیواد دراتلونکي په بیه پریوزي؟ د بشري حقونو او د جینوا د کنوینشن له مخې د ملکي خلکو ،ماشومانو او ښځو ÙˆÚ˜Ù„ د بخښولو ÙˆÚ“ نه دي. د همدې لپاره افغانانو دا ونشو زغملی ،او د امریکا ضد احساس په جګړه ځپلي هیواد کې مخ په پراخیدو دی.
 
Ú©Ù‡ زه د ماشومانو او ښځو په ګډون هغه ملکي خلک وشمارم چې د امریکا په مشرۍ پوځیانو  په افغانستان کې وژلي   دي ،نو کله چې تاسې  په دغو  ظلمونو او وینه تویدنه پوهه شئ چې هغو ځواکونو ترسره Ú©Ú“ÙŠ دي چې ادعا کوي  د بشریت او ازادۍ سرتیري دي، نو تاسې به ټکان وخورئ. په دې وروستیو میاشتو کې موږ د هغه جنایت شاهدان وو چې د رولنګ سټون له خوا افشا شول، همدا راز موږ د مارچ په میاشت کې ،په مشرقي ولایت کونړ کې  د نهه تنو ماشومانو د وژلو شاهدان وو.

د بشریت پرضد دغه جنایت د افغانانو پر کورونو د ورته بریدونو د یوې لړۍ په اوږدو کې  پر مخ ولاړ . دې حالت ولسمشر کرزی مجبور Ú©Ú“ چې پر ملکي افغانانو د امریکا په مشرۍ د بریدونو پخلاف تش په نامه وروستی ګواښ لاسلیک Ú©Ú“ÙŠ.

کله چې ما دهغو بریدونو په ضد د ولسمشر کرزي وینا ولوستله ØŒ داسې مې  وګڼله چې یو لاسلیک شوی فرمان په کابل کې شته چې بهرنیو عسکرو ته اجازه ورکوي چې ښځې او ماشومان ووژني، Ù„Ú©Ù‡ څرنګه چې کرزي وویل د افغانانو پر کورونو نور بریدونه مکوئ، یانې بهرني پوځیان له مخکې لاسلیک شوی فرمان له ځانه سره لري. 

کرزی ښايی دغه ګواښ څو ځلې نور هم تکرار کړي ، خو څوک به، څه ارزښت ورکړي؟ ده یو خبري کنفرانس ته وویل: ( موږ باید په څرګنده توګه خپل پوهاوی په ډاګه کړو چې افغانستان یو متحد دی ، نه یو نیول شوی هیواد. او زموږ چلند له ناټو سره د یو متحد له دریځه دی . که د یو نیواکګر ځواک په څیر چلند کوي ،بیا نو بې له شکه افغانان پوهیږي چې څه ډول معامله ورسره وکړي.)

 Ù‡ØºÙ‡ به ښايي هغوسیمه ییزو اوریدونکو ته خبرې کولې چې دده په حکومت هیڅ باور نلري، هغه Ú…Ù‡ چې کوم بدلون نه راولي.  دافغانستان حیثیت او درنښت په وحشیانه ډول له منځه ÙˆÚ“Ù„ شوی دی ØŒ ځکه نو ØŒ د طالبانو تبیلغات د خلکو پر ذهنونه په اسانۍ سره اغیز کوي . دمیکیاویلي د پنځلسمې پیړۍ نظریه لا هم په نوې پیړۍ کې له دې حالت سره مناسبه ده ØŒ هغه يې پخپل مشهور کتاب ټولواک کې داسې ویلي دي: ( Ú©Ù‡ یو Ú…ÙˆÚ© خپله ازادي او خپلواکي بهرنیو پوځونو پورې وتړي، دا به د باچا واکمنۍ ته د مرګ د سزا په څیر وي.)

بې هنره مشر ØŒ کرزی لاهم ډاډه نه دی چې دا نیواک دی ØŒ ځکه چې د بهرنیو پوځونو  په مانا نه پوهیږي چې دده هیواد يې د نظامي لوبو او وینې تویدنې پر ډګر بدل Ú©Ú“ÛŒ دی. هلته  په افغانستان کې د شورویانو د عملونو او اوس د امریکا په مشرۍ د ځواکونو د چلند  په اړه چې ملکي خلکو په ضد يې کوي ،هیڅ توپیر نشته.

د امریکا متحد ایالات یو قوي هیواد دی چې عدالت باید ترلاسه Ú©Ú“ÙŠØŒ او د یرغلګرو  له نظره ،افغانستان یو بیوزلی هیواد دی چې په بد ډول باید زیان ور ورسول شي،که افغانان عدالت غواړي ØŒ بیانو ØŒ دوی هم دېته اړتیا لري چې کافي قدرتمند شي. په اوسنۍ نړۍ کې عدالت نه ورکول کیږي، بلکې اخیستل کیږي، دفقر او بیوزلۍ له کبله افغانان ددې ارزښت نلري. زما شورویان هم په زړه دي، او اوس په افغانستان کې د امریکایانو شاهد هم یم.
 
له هغې ورځې چې امریکا پر افغانستان یرغل Ú©Ú“ÛŒ ØŒ دښځو ،ماشومانو او سړیو په ګډون لسګونو زره انسانان ووژل شول، بیوزلي لاپسې پراخه شوه ،زرګونو نور مجبور شول چې خپل کورونه او جایدادونه پریږدي او بل ځای ته ولیږدي. امریکا  د سیمه ییزو جنګي جنایتکارانو قوت او ځواکمني ډیره Ú©Ú“Ù‡ ØŒ او عدالت په څرګند ډول رد Ú©Ú“Ù„ شو.
اوس د امریکا په مشرۍ نیواک خپل لسم کال ته ننوځي، خو د وحشیانه ظلمونو قربانیانو ته هیڅکله اجازه ورنکړل شوه چې د عدالت لپاره یوه دروازه وټکوي. افغانان هیڅ نه پوهیږي چې د عدالت د ترلاسه کولو لپاره  چیرته لاړشي ØŒ بې اوازه خلک سخت حالت زغمي. هغوی چې دافغانانو پر کورونو د هوايی بمباریو امر ورکوي، دېته اړتیا لري چې فکر ÙˆÚ©Ú“ÙŠ ،که دغه ماشومان ددوی بچیان وای،بیا Ú…Ù‡ کیدل؟


د پریس ټي وي یادښت: (په لندن کې خپلواک خبریال حنان حبیبزي په ډیرې مهربانۍ سره د پریس ټلویژون د متحدو ایالاتو څانګې ته اجازه ورکړه چې دهغه د مقالې په خپرولو کې لومړیتوب ولري.)