واشنګټن پوسټ :امریکا بایدپر پاکستان مرسته ودروي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48663
نرګیس بلوچ
دخبریدو نیټه : 2012-04-13

​​په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د امريکايي کانګرس غړي، ډانا رورا باکر ليکلي چې څه موده وړاندې يې د بلوڅانو له خوا د بلوچستان په اړه د خپلې خوښې د پرېکړې د حق لپاره کانګرس کې يو قرارداد وړاندې کړ.
د هغه په وينا په دې اړه د سينيټ تر اورېدنې وروسته د پاکستان وزيراعظم پر دې پرېکړه لیک خفګان وښود،  د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې امريکايي شاز دا افيير (Charge de Affairs)  دوه ځلې ور وغوښت او پاکستاني رسنيو پر له قهره Ú‰Ú© بحثونه ÙˆÚ©Ú“Ù„ خو ډانا رورا باکر ليکي هغه ((رښتيا وايي او پاکستان له رښتياوو ويرېږي.))
اسلام اباد د بلوڅ ولس وسایل کاروي
په مقاله کې راغلي چې که څه هم بلوچستان د پاکستان تر ټولو لويه صوبه ده او هلته پيداکېدونکي سره زر، ګيس، يورانيم او نورې طبيعي زېرمې د اسلام اباد پاکستاني اشرافو د خپلې خوښې مطابق استعمال کړي؛ له دې سيمې سره د يوې کالونۍ غوندې رويه شوي او خلک يې غریب پاتې دي.
همداراز په داسې حال کې چې بلوچستان ته له نورو صوبو څخه د کار لپاره خلک ورځي، پخپله بلوڅان له کار روزګاره لرې پرېښودل شوي.
رورا باکر دا هم ويلي چې چين د بلوچستان د مهمې ګوادر پر سمندري بندرګاه پرمختيايي کار کوي او کيدای شي چې يو وخت يې سمندري پوځي اډه شي.
د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګونه ځپل شوي
ډانا رورا باکر ليکي بلوچستان په ۱۹۴۷ کې د پاکستان د جوړېدو پر مهال د خپلواکۍ اعلان وکړ خو ډېر ژر پاکستاني پوځيان کلات رياست ته ورغلل او دا نوې ازادي يې تر پښو لاندې کړه.
د هغه په وينا، په۱۹۵۰، ۱۹۵۸ او ۱۹۷۳ کالونو کې د پاکستاني پوځ له خوا د بلوچستان د قبضې خلاف شروع شوي پاڅونونه وځپل شول او په ۱۹۹۵ کې پيل شوی، د بلوچانو پاڅون لا هم روان دی
رورا باکر ليکي، په پاکستان کې ډېر داسې ښه خلک شته چې پر دې پوهېږي چې په بلوچستان کې د پوځ په لاس د بشري حقونو سرغړونې د پاکستان په لمن داغ دی.

امریکا باید د پاکستان مرسته ودروي
په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې ډانا رورا باکر لیکلي، امريکا په داسې حال کې د پاکستان خاموشه ملګری نه شي پاتې کيدای چې د ولسي وګړو خلاف ويرونکي جنايتونه کوي او د امريکا خلاف د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د يوولسمې نيټې په شمول د ترهګرو بريدونو مرسته کوي.
نوموړي وايي د پاکستان او امريکا اړيکو ته زيان رسوونکی د هغه قرارداد نه، بلکې د پاکستاني حکومت او پوځ پالیسۍ دي.
هغه مثال ورکوي او وايي چې پاکستان د اسامه بن لادن په وژلو کې مرسته کوونکی ډاکتر، شکیل اپريدی له دې کبله نيولی او ملي مجرم يې نومولی چې د يو ترهګر د له منځه وړلو لپاره يې د امريکا مرسته کړې
ډانا رورا باکر لیکي، نور بايد امريکا د پاکستان مالي مرستې ودروي او له هندوستان او بلوچستان سره نېزدې دوستي وساتي.
دی زیاتوي، له پاکستانه، چې د نوموړي په وينا يې د امريکا له باور سره جفا کړې، د بلوچستان د ځپل شوو خلکو لپاره پر وړاندې کړي قرارداد