په کندهار کي د فټبال ولايتي ټورنامينټ پيل سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52671
راحیله جواد- کابل
دخبریدو نیټه : 2012-12-25

د کندهار په احمدشاهي لوبغالي Ú©ÙŠ د افغانستان د مرکزي او شمالي ولايتونو په ګډون د فټبال ١٢ ورځنى ولايتي ټورنامينټ نن رسماً پيل سو.په دغه ټورنامينټ Ú©ÙŠ به د کندهار د Ù¢ لوبډلو ترڅنګ د هلمند، فراه، بغلان، غزني، کندز  او د پاکستان د چمن ښارګوټي لوبډلي هم برخه ولري او د ١٢ ورځو په  اوږدو Ú©ÙŠ به د يو بل پر وړاندي بخت وازمايي.
د ياد سوي فټبال ټورنامينټ له جوړېدو څخه هدف په کندهار ولايت کي دې لوبي ته لا نوره وده ورکول او همداراز د بېلا بېلو ولايتونو د لوبغاړو ترمنځ د لوبيزو اړيکو پياوړتيا ياده سوې ده.

ددغه ټورنامينټ په پيل Ú©ÙŠ نن له رسمي ګذشت وروسته د کندهار  د احمدشاه بابا عالي لېسې او هلمند ولايت لوبډلي د يو بل پر وړاندي د سيالۍ ميدان ته ووتې Ú†ÙŠ نتيجه يې يو ګول د يوه په مقابل Ú©ÙŠ په مساوي توګه پاى ته ورسېده.

ټاکل سوې چي ددې ټورنامينټ په دوهمه ورځ سبا ته له خيره د کندهار اتفاق فټبال لوبډله د فراه ولايت د منتخبي لوبډلي مقابله وکړې او د پرمختګ لپاره خپلي هڅي جاري وساتي