کلیوال ادبي ملګرو ۴۳مه اونیزه غونډه وکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52919
جمیل وقار
دخبریدو نیټه : 2013-01-12

 

کلیوال ادبي ملګرو د ۱۳۹۱ لمریز کال د روانې میاشتې په ۱۹مه نېټه دسې شنبې په ورځ خپله اونیزه غونډه دغزنې ښار دبزازي په سیمه کې دمشال هوټل دغونډو په تالار کې دمحمد اسماعیل یوسف زوی په مشرۍ وکړه.
 ØºÙˆÙ†Ú‰Ù‡ قاري محمد خلیل دقران پاک دسپېڅلو ایاتونو په تلاوت پيل Ú©Ú“Ù‡.
د دریز چارې نقیب الله حمیدي په مخ وړې او مېلمه یې له جرمنې څخه راغلی، پوهیالی صفي الله سمون وو.
 Ø¯Ù‚ران کریم له تلاوت ورسته جمیل وقار دریز ته راغی او د تېري غونډي ریپوټ یې ګډون والو ته واورول.
 Ø¯Ø±ÛŒÙ¾ÙˆÙ¼ له لوستلو ورسته، شېر احمد حیدر وویل، راپور ÚšÙ‡ و، خو دتېري غونډي ټولو خواو ته پکې پام نه Ùˆ شوی .
 ÙØ±ÛŒØ¯ تکل هم د ښاغلې حیدر خبره تکرار Ú©Ú“Ù‡ او زیاته یې Ú©Ú“Ù‡ په راپور کې ددې تر Ú…Ù†Ú« چې ټولو خواوو ته په کې پام نه Ùˆ شوی املائې ستونزه یې هم درلوده.
 Ø¯ÙˆØ¦ په راتلونکې کې د راپورنو داصلاح غوښتنه ÙˆÚ©Ú“Ù‡.
دغونډي له ایجنډا سره سم او دتېري اونۍ دغونډي دپرېکړي پر اساس شېر احمد حیدر دلنډې کیسې دلیکلو په اړه ګډون والو ته ځینې اړینې لارښونې وښودې.
 ÙˆÛ ویل: لنډه کیسه په اوسنۍ بڼه په نولسمه پېړۍ کې را منځته شوه.
ده زیاته کړه، په لومړي ځل الن یو، په ۱۸۴۲م کال کې لنډه کیسه تعریف کړه، چې دهغې دجوړښت فني اړخ یې له یوه اوږده داستان سره پیل کړ خو دغه تعریف چې ان وړاندي کړی و، دنولسمې پېړۍ له کیسو سره یې اړخ نه لګاوه، ځکه هغه مهال ځینې کیسې دطرحې، ټوکې او ان دلیکنې ډول ته ورته وې.
 Ø­ÛŒØ¯Ø± وویل، دیوه کیسه لیکونکې لپاره په لنډه کیسه کې تر هرڅه، دښې او په زړه پوري موضوع ټاکل ډېر مهم دي. ده همدارنګه زیاته کړه، چې د کیسې طرحه باید پيغام له ځان سره ولرې دده په وینا دیوې کیسې طرحه د داستان چوکاټ او اسکلېټ دی او په طرحه کې باید پيل، پای او منځ پوره څرګند وي.
 Ø­ÛŒØ¯Ø± زیاته کړه، د کیسې د نوم په ټاکنه کې Ú…Ùˆ ټکې باید په پام کې ونیول شي :
۱- د کیسې نوم باید نوی وي، تلوسه او اهنګ دې ولري.
۲- د کیسې طرحه او نوم باید له یو بل سره تړلي وي.
۳- د کیسې نوم باید له ټولو پېښو سره منطقي تړاو ولري.
حیدر همدا راز دکیسې په څېره، کرکټر او د داستان په مهال خبرې وکړې .
د ښاغلې شېر احمد حیدر له لارښونو ورسته د غونډي مېلمه پوهیالې صفي الله سمون خبرې وکړې.
 Ø¯Ù‡ وویل: په جرمنې کې مې لا ستاسې غونډي تعقیبولې او ډېر خوښ یم چې اوس مې ددې چانس پیدا Ú©Ùˆ تر Ú…Ùˆ په ناسته کې ګډون ÙˆÚ©Ú“Ù….
 Ú𨧨ºÙ„ې سمون د ټولنې کارونه د قدر ÙˆÚ“ وبلل او دلا بریاوو غوښتونکی یې شو.
دناستې په پای کې دتېرو غونډو په څېر مشاعره وشوه او پکې د شلو په شاوخوا کې شاعرانو خپل شعرونه وویل .
 ØºÙˆÙ†Ú‰Ù‡ د ماښام له آزانو سره یو ځای پای ته ورسېده .