پښتون وژنه ژیوپولتیک لامل لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66933
دوکتور م ، عثمان تره کي
دخبریدو نیټه : 2016-07-21


« برژنسکي » د امریکا د ملي امنیت پخواني مشاور پخپل کتاب کې ( د سطرنج ستره لوبه ) لیکي  چې د منځني ختیځ  په جغرافیا باندې ولکه په اتوماتیکه توګه د « یوریشیا » په « بالقاناتو »  باندې د کنترول په مانا ده. د « برنژسکي » له انده د  یوریشیا  « بالقانات » د قفقاز (ګرجستان ØŒ آزربایجان او ارمنستان) ØŒ مرکزي آسیا ( افغانستان ØŒ پاکستان ØŒ قزاقستان ØŒ ازبکستان ØŒ قرغزستان ØŒ تاجکستان ØŒ ترکمنستان ) او تر یوې اندازې پورې د ترکې  او ایران د ترکیب نه جوړیږي. اوس مهال انګلوساګسون ستراتژیستان او نظامیان ØŒ افغانستان ته د مرکزي اسیا د ننوتلو دروازې په توګه ګوري. امریکايي لیکوال « ګور ویدال » لیکي : « موږ افغانستان ته چې د مرکزي آسیا د ننوتلو دروازه ده اړتیا لرو. د تیلو او ګازو په زیرمو باندې ولکه د همدغه لارې نه ترلاسه کیږي ... » ( اوږدمهاله جګړه د اوږدمهاله سولې د پاره کتاب Ù€ د مې Û±Û±Ù€ Û²Û°Û°Û¶ Ù… کال ).
د سیمې د نقشې د بدلون په موخه ØŒ « برژنسکي » د « بالقانات » اصطلاح په ډېر دقت ټاکلي. دغه اصطلاح د نړیوالې لمړۍ جګړې کله چې ختیځ اروپا د قاومي او مذهبي ټکرونو له مخې لمړی په  کوچنیو برخو وپاشل شوه او ورپسې  د سترو سیالو قوتونو تر منځ وویشل شوه، زیږنده دي.
د لویدځ ستراتژیستانو له انده  د « یوریشیا » ملي ØŒ قومي ØŒ مذهبي  او سرحدي اختلافونه ژورتیا او جغرافیایي پراختیا له یوې خوا اود شوروي امپراتوري د ړنګیدو نه وروسته په سیمه کې د قدرت تشه له بلې خوا د مرکزي آسیا « بالکانیزیشن »  ( بالقاني کول ) ته زمینه برابروي.

پطرول ØŒ وینه او جګړه په ژیوپولتیک تړاو کې  :
مرکزي آسیا او د کسپین سمندر سیمې ، د کویټ ، مکزیک ، خلیج او شمالي سمندر په پرتله زیاتره تیل او ګاز لري. د سهیلي آسیا د هیوادونو چټکې ودې ، د تیلو او ګازو واردات او صادرات اغیزمن کړي دي او د مختلفو هیوادونو تر منځ یې سیالیو ته لاره هواره کړې ده.
د منځني ختیځ تیل او ګاز مخ په کمیدو وضعیت ØŒ  د انرژي  پانګې اچونکو پام دمرکزي آسیا  خواته اړولې دی.
نن د مرکزي آسیا  په طبعي منابعو باندې قبضې ØŒ ملي غوښتنو ته لمن وهلې ØŒ سرحدي او ځمکني تاریخي دعوې یې راژوندي کړې او امپریالستي سیالیو او ټکرونو ته یې زمینه برابره کړېده.
د انرژي د نړیوال آژانس د راپور له مخې ØŒ پطرولو ته کلنۍ اړتیا په سلو کې دوه سلنه زیاته شوې. د پطرولو مصرف  په Û²Û°Û°Û³ Ù… کال کې  Û¸Û° ملیونه بیرل وو. په Û²Û°Û²Û° Ù… کال به Û±Û²Û° ملیونه بیرلو ته ور سیږي.
پطرولو ته د امریکا اړتیا د Û²Û°Û°Û± نه تر Û²Û°Û²Ûµ کال  پورې په سلو کې د  ÛµÛµ   نه تر۷۱ سلنې، د اروپا اړتیا په سلو کې د ÛµÛ° نه تر Û·Û° سلنې او د چین مصرف په سلو کې د Û³Û° نه Û·Û³ سلنې ته لوړیږي. په بل عبارت پطرول او ګاز ØŒ صنعتي پرمختللي هیوادونه له صادرونکو هیوادونو سره  تړي.
بنأ د افغانستان جګړه هرومرو  په طبعي سرچینو باندې د  سیمې او نړۍ د  ځواکونو تر منځ د سیالي د فورمول په چوکاټ کې راځي.
پیښو ته په کتو سره ویلي شو چې د افغانستان د لارې سیمې ته  د امریکا راتګ د نویارک د پیښې نه مخکې پلانیزه شوې Ùˆ. « برژنسکي » Û²Ûµ کاله مخکې امریکایی سیاستوالو ته د موضوع په اړوند الهام بخښوونکې سیګنالونه مخابره کړې وو.

په سیمه کې د ناټو حضور د ستراتژیکو قواوو د ناانډولۍ په لامل بدل شوی دی :
امریکا او ناټو سیمې ته په راتګ سره له دوو ستونځو سره مخ شول :
۱ــ  د افغانستان په شاوخوا کې  د سیمې د هیوادونو حساسیتونه. د دغو حساسیتونو په وړاندې ديپلوماسي وکارول شوه.
۲ــ  په افغانستان کې د بهرني هژموني په وړاندې د پښتنو سرسخت مقاومت. ناټو د مقاومت په وړاندې جګړه غوره وګنله. د پښتون، طالب او ترهګر تر منځ کرښه له منځه ولاړه.
په باندې موضوعاتو لنډ نظر :
Û± - په افغانستان کې د ناټو حضور د ستراتژیکو قواوو معادلې ته د لویدیځوالو په ګته بدلون ورکړی اود افغانستان په شاوخوا کې یې د سیمې دهیوادونو حساسیتونه راپارولې او د  پاکستان ØŒ ایران ØŒ چین اوروسیې د غبرګون لامل شوې دي .
پاکستان : د نړیوال نظامي ائتلاف ( Ù† ØŒ Ù† ØŒ ا ) ستراتژیک ملګري ØŒ سره له دې چې د افغانستان د جګړې په پیل کې خپله  خاوره او فضا دناټو جنګي تحرکاتو ته پرېښوده  خو په ګاوندي افغانستان کې د ناټو اوږدمهال حضور ځانته خطر بولي. د افغانستان د جګړې په اړه د پاکستان چلند په لاندې ستنو باندې  ولاړ  دی :
ــ « Ù† ØŒ Ù† ØŒ ا »  سره دوه ګونې لوبه.
ــ د ناټو په وړاندې دجګړه ایز فشار ساتنه. د همدې مقصد د پاره د افغان وسله وال مقاومت افزاري کیدل او ورباندې د دایمي کنترول بې ځایه هڅې .
ــ  د امریکا په ملاتړ د تروریزم سره د جګړې په پلمه په قبایلي سیمو کې دولتي ولکه ټینګول او د پښتنو په سیمو کې  د پښتنو د آزادي غوښتونکې مقاومت پوتانسیل ( چې پاکستان ورته د  بالقوه خطر په بڼه ګوري ) ماتول.
ــ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غزولو او نظامي پستې په جوړولو کې  یو اړخیزه مالکانه تصرفات. پدغه برخه کې د « Ù† ØŒ Ù† ØŒ ا » سکوت دا مانا ورکوي چې Ú©Ù‡ پاکستان په افغانستان کې ناټو ته ستونځې جوړې Ù†Ú©Ú“ÙŠ موږ د افغانستان په خاوره کې  پاکستاني تصرفاتو ته هرکلي وایو. یانې د ملګرتیا په حساب د افغانستان جغرافیا پخپل منځ کې ویشو.
ــ  په سیمه کې  د چین د ستراتیک انډیوال  څخه د  ناټو په وړاندې د متقابله وزني  په توګه کارول.
ایران : سره له دې چې پاکستان غوندې د افغانستان د اشغال په  مقصد د « Ù† ØŒ Ù† ØŒ ا » سره د اخلاص نه همکاري ÙˆÚ©Ú“Ù‡ او ستراتژیکې لوبې ته د قوت الظهر په توګه ورننوتل، خو په افغانستان کې د ناټو له حضور سره  په مخالفت د طالبانو دپټ ملاتړ دریز ونیو. ایران په خپل ګاونډي افغانستان د سعودي عرب او تورکې د نفوذ نه په وېره کې دی او داعش د لویدیځوالو د هژموني د لاسوند په توګه ځانته خطر ګني. ایران پدې لټه کې دی چې له یوې خوا طالبان د سوټې په توګه د امریکا او داعش په ضد وکاروي او له بلې خوا په یوه فرسایشي ØŒ اوږدمهاله او ناانډوله جګړه کې د پښتنو سیاسي او جنګي پوتانسیل کمزورې Ú©Ú“ÙŠ.
 Ø§ÛŒØ±Ø§Ù† د افغانستان په ناامني کې  پخپله خاوره کې د مرکزي آسیا د تیلو اوګازو تدارکاتي لارې چانس زیاتوي.
چین : د پاکستان له ستراتژیکې انډیوالي نه ګته پورته کولي نشي  تر Ú…Ùˆ چې په افغانستان کې د ناټو په سروالي جګړه دوام ولري. د چین په وړاندې دوه الترنتیفونه ( بدیلونه) قرار لري:
ـ په افغانستان کې دسولې پروسې ته ځان شاملول. دغه اقدام ترهغه وخته پورې نتیجه نه ورکوي چې د جګړې د دوام نوښت د ناټو په لاس کې وي.
Ù€ د تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندې دناټو سیمه ایز پروګرام ته ځان ورګدول . دغې موخي ته د رسیدو شرط دا دی  چې د ناټو او چین تر منځ د تروریزم د تعریف په اړه  د اند او دریز یووالې موجودې  وي.
روسیه : په افغانستان کې د ناټو نظامي حضور مرکزي آسیا خواته د ناټو دپراختیا غوښتونکی سیاست په بڼه ګوري چې په سیمه کې یې د قواوو په انډول باندې د روسيې په تاوان ناوړه اثر اچولې دی.
د افغانستان د جګړې په اړه د روسیې او ایران تر منځ د دریځ نږدیوالې وجود لري.
د روسانو هلو ځلو چې د افغانستان د اشغال په اړوند ØŒ پاکستان د امریکا او ناټوله ملګرتیا نه وباسي تر دې دمه  نتیجه نده ورکړې.
روسیه پدې توانیدلې چې د شورویانو د وخت نه پاتې شویو افغاني جنګي کړیو سره اړیکې  ګرمې وساتي او په دوی باندې د ناټو فشارونه دفع Ú©Ú“ÙŠ .

قومي حساسیتونه د جګړې د اور د بل ساتلو کلاسیکه وسیله:
د ژیوپولتیکوموخو د پاره د سکتاریستي ØŒ قومي اومذهبي تفرقې نه ګته پورته کول د ښکېلاکګرو ځواکونو د عمر د اوږدوالي په اندازه لرغونتوب لري. په نږدې کلونو کې  امریکا او انګلستان په افریقا ( روندا ) ØŒ لاتین امریکا ØŒ ختیځې اروپا ( یوګوسلاویا ) او منځني ختیځ ( عراق او سوریې )  Ú©ÛŒ  په سکتارستي ØŒ قومي او مذهبي ټکرونو کې د پام ÙˆÚ“ سیاسي پانګه اچونه کړې ده .
په افغانستان کې د قومي حساسیتونو نه سیاسي استفاده د یرغلګرو قوتونو د اجنډآ په سر کې قرار لري . پدې برخه کې دریو لاملونو  د پام ÙˆÚ“ رول ولوباوه :
Ù€  د بهرنیو قوتونو اوږدمهاله جګړه ایز حضور چې په ترڅ کې ېې د نفاق اچونې ماسترپلان تر تطبیق لاندې ونیول شو.
Ù€  د شورویانو د وخت له اشغال نه د قومي ټکرونو د پوتانسیل پاتې شوی میراث .
Ù€  د قومي حساسیتونو د راپارولو په موخه د استخباراتي او تبلیغاتي نوې تکنالوژي  ( نومریک او دیجیتال ) د ظرفیتو نو نه بشپړه استفاده.
جنرال « جیمز ماتیس » د امریکا د کوماندویي  قواوو قوماندان په Û²Û°Û°Û· Ù… کال کې پنجشیر ته د تګ په وخت د قوماندان مسعود د  قبر د لیدو نه وروسته حاضرینو ته وویل : « د مسعود  د مقبرې زیارت ماته هغه احساسات راوپارول چې د امریکا د « بابا »  یعنې جارج واشنګتن د مقبرې د لیدو راته په برخه کیږي ». ( لاس انجلس تایمز Û±Û¸ مې Û²Û°Û°Û· ) .
 Ù¾Ù‡ وروسته پاتې افغانستان  کې ØŒ کوم چې دیموکراسي د ولس په معتقداتو کې ژورې ریښې نلري ØŒ د امریکايي جنرال فتنه اچونکې څرګندونه په ډاګه د قومونو تر منځ دجګړې اور ته د لمن وهلو په مانا وه.  « جیمز ماتیس »  د دغه تفرقه اچونکو څرګندونو له لارې غوښتل هغه سیاسي قدرت ته چې په دودیزه توګه د پښتنو په وسیله اِعمال کیده متنازع فیه بڼه ورکړي : قومونه سره وجنګوي.
دا د امریکا له خوآ د قاومي تکرونو د توطئې هغه Ù„Ú“ÙŠ وو  Ú†Ù‡ « سي آي اې » مخکې ورباندې کار پيل کړې وو : « سي آي اي » د افغانستان په قاومي جوړښت کې د پښتنو او تاجکانو تر منځ  د سیالي او دښمني د ذهنیت جوړولو په مقصد په خپل رسمي سندونو کې د هر یو شمیر  په سلو کې دوه څلویښت ښودلې وو. ( د « سي آي اې » د حقایقو کتاب څیړنه Ù€ ځیرکیار – Û²Û°Û±Û³ ). د اوسني حکومت ( پنځوس،پنځوس ونده ) د جوړښت ريښې سي آي اې توطئې ته  ځغول کیږي. 
که موږ دافغانستان په جګړه کې د « ن ، ن ، ا » د سترو بریالیتوبونو په لټه کي شو باید دوو مواردو ته اشاره وکړو :
ــ د پښتنو په ضد د غیر پښتون قومونو عصبیت راپارول چې ورته د جګړې افغاني کېدلو نوم ورکړشو.
ــ د پښتنو په منځ کې  مخکنیو ټکرونو ته لمن وهل چې په نتیجه کې طالبان ØŒ اسلامي ګوند ØŒ داعش ØŒ خلق ØŒ افغان ملت  یو بل سره د دښمني په دریځ کې واقع اوحکومتي پښتانه له غیر حکومتي پښتنوسره په جګړه شول.

ولې لر او بر پښتانه په نښه کیږي ؟
امریکا او ناټو په افغانستان باندې د یرغل په پیل کې د لاندې دلایلو په بنسټ پښتانه د دښمن په توګه پېژندل او له تروریزم سره د مقابلې تر پلمې لاندې یې ورسره جګړه پیل کړه :
Ù€  د ډیورنډ دواړو خواوپښتانه په یوو ژیوپولتیک او ژیوستراتژیک د پام ÙˆÚ“ سیمه کې میشت دي : د تاریخ په روایت دغه جغرافیایي دهلیز د آسیا په زړه کې  د افغانستان ØŒ هندوستان او  پاکستان دجنګي کلا په حیث پیژندل شوې ده. جنګي کلاباید ورانه شي ترڅو چې له هغې نه د ژیوپولتیکو پروګرامونو په وړاندې د « دستار سړی » سر راپورته Ù†Ú©Ú“ÙŠ او د مرکزي آسیا د تیلو ØŒ ګازو او برښنا  لوژستیک او اکمالاتي لاره  تر کنترول لاندې راشي .
 Ù„Ù‡ شوروي یرغل نه راهیسې په قبایلي سیمو کې د جهاد هنګامه کله د پاکستاني واکدارانو او کله د بهرنیو یرغلګرو په ضد راروانه ده. « Ù† ØŒ Ù† ØŒ ا »  د ځانګړي تعبیر له مخې ØŒ جهاد د تروریزم مور ګنې او د افغانستان د مورچل نه ورسره جګړه بهترینه وسیله شمیري.
سیمې  ته د امریکا راتګ له ځان سره پاکستان ته  د ویرې او هیلو پیغام  درلود : ویره پدې مانا چې په سیمه کې پاکستان سیاسي اسلام ( چې امریکا او ملګري یې ورسره په جګړه کې دي ) د خپل بهرني سیاست د یو لاسوند په توګه کاروي. هیلې پدې چې پاکستان تل د پښتونخوا د آزادي غوښتونکو جذباتو د ویرې په وجهه په دې لټه کې شو چې له امریکا سره د افغانستان   د لاندې کولو چُرت په مخ بوځي او پښتون ØŒ طالب سره په ترادف ØŒ دښمن  وشمېري.  د تروریزم  د جګړې تر نامه لاندې امریکا سره  Ú«Ú‰ دریز خپل Ú©Ú“ÙŠ : امریکا  د پاکستان او افغانستان د حکومتونو په Ú«Ú‰Ù‡ همکاري د ډیورنډ د دواړو خواوو پښتنو د ټکولو او وژلو پروګرام پلی Ú©Ú“ : پښتانه د افغانستان په د ننه کې، د امریکا او کابل حکومتونو له طرفه او د باندې له ( ډیورنډه هغې خوا ) د پاکستان پوځ له خوا تر ګوزارونو لاندې ونیول شول.
« Ù† ØŒ Ù† ØŒ ا » سره له دې چې په شدت سره یې قومي حساسیتونه راوپارول خو نه یې غوښتل چې  د قومونو تر منځ د نفاق او دښمني اچولو په تور محکوم شي. له همدې کبله یې ترجیحآ دپښتون وژنې دنده ØŒ پښتنو ګمارل شویو دولتي چارواکو ته وسپارله:  دافغانستان په د ننه کې یې دا دنده لمړی کرزي اوبیا غني ته ورکړه.
Ù€  د افغانستان په قومي ترکیب کې د پښتنو د شمیر ډیروالی او له همدې کبله د تاریخ په اوږدو کې  د قدرت په معادله کې د قومي محوریت په بنسټ د پښتنو فزیکي او سیاسي نفو‌‌ذ د دوی د ځپلو بل لامل دي. په بل عبارت  د سیاسي نظام په جوړښت کې د پښتنو د پام ÙˆÚ“ لنګر او ورسره جوخت د وروڼو قومونو په کورنۍ کې د  مشري دعوه ( په واقعیت کې د کور په د ننه د سیاسی قیمومیت غوښتنه )  ددې باعث شوې چې د یرغلګرو او د کور د ننه پښتون ضد کړیو له خوا د جګړې Ú«Ú‰Ù‡ جبهه جوړه شي. 
ـ د بهرنیو یرغلګرو په وړاندې د پښتنو پردې ضد روحیه او جنګي تجربې ، د دوی د مغضوب کیدو بل لامل دی .

د قومي تصفيي لاسوندونه :
د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي کای آیډې مرستیال  « پيټر ګالبريټ » د امریکا  د یرغل په درشل کې په حق ويلي و، چې امريکا په افغانستان کې د پښتنو د مقاومت سره مخامخ ده.
بنأ د اوږد مهالې  او ناانډوله جګړې له لارې د پښتنو فزیکی حذف چې په ځینو حالاتو کې آن د ژنوساید تر کچې پورې رسیږي د امریکا  د جګړه ایزې اجنډا په سر کې قرار لري. خو له جګړې سره جوخت په سیاسي او امنیتي چارو کې لاندې پروګرامونه پلي شول :
ــ قومي حساسیتونو ته لمن وهل او په قومي جګړه کې په ښکاره د پښتنون دښمن  کړیو  په ملاتړ جانب دارانه دریز.
ــ  د دولت د ستیژ نه د پښتنو مقاومت د ځپلو په مقصد ØŒ  د امنیتي اورګانونو سروالي پښتون ضد جګړه مارانو  ته سپارل. Ú©Ù‡ دغه اقدام د دیموکراسي په بنسټ په سوله ایزه فضا کې د مسلکي پوهې په حساب  تر سره شوی وای هیڅ تاوان یې نه کاوه.
ــ د ټاکنو تر پلمې لاندې د قومونو تر منځ د دولت سروالي متنازع فیه کول :   « ګالبریت »  ( امریکايي او د یوناما معاون )  د Û²Û°Û°Û¹ په ټاکنو کې زیاتې هلې ځلې وکړې  چې د کرزي په  ځاي د هغه ټاکنیز سیال بریالي اعلان Ú©Ú“ÙŠ. « ګالبریت » په ټاکنو کې د لاسوهنې په تور د « کاي آیدې »  (سویډني او د یوناما مشر ) له خوآ Ú«ÙˆÚšÙ‡ کړای شو.
 Ù€Ù€ دپښتون ضد توپکمارانو او جنایت کارانو نه ملاتړ او هغوی پښتون وژنې  ته تشویقول.
ــ د تروریزم او دیموکراسي افزاري کیدل. پښتانه د تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندې د قومي لږکیو په وسیله ټکول او د دیموکراسي په لوبه کې دلږکیومصروف ساتل.
ــ د وسله وال مقاومت ( چې زیاتره پښتانه په Ú©ÙŠ برخه لري )  په منځ کې د نفاق اچولو په موخه فرمایشي ډلې تپلې جوړول. د طالب په ضد د ملا رسول تر شا درېدل. د داعش او طالب ( دواړو پښتنو) تر منځ  د جګړې اور ته لمن وهل.
ــ  حکومت ته داسلامی حزب دتسلیمیدو تشویقول. پروګرام داسې تنظیم شوی Ùˆ چې  د اسلامي ګوند ØŒ تیت او پرکې ټوټې د خپل مشر په سروالي  یو ځاي  د طالبانو په وړاندې دجګړې ډګر ته ورداخلې شي . یانې  پښتون د پښتون په واسطه ووژل شي. اوس هم دغه توطئه د عملي کیدو په درشل کې قرار لري.
ــ د پښتون په محوریت باندې د دولتي نظام د باندې یا د ننه د مذهبي او ملي مقاومت د جوړیدو د تحرکاتو مخه نیول:
د ملا عمر، ملا منصور او د نورو زرګونو قومي مشرانو وژنه پدې مانا ده چې د اولس له منځه څوک سر را پورته نکړي . د ملا منصور د شهات نه پرته زیاتره وژنې د « ن ، ن ، ا » او پاکستان په ګډه همکاري ترسره شوې دي.
« Ù† ØŒ Ù† ØŒ ا » تل پدې Ù‡Ú…Ù‡ کې Ùˆ او دی چې د  د یموکراسي ( د دوکې او تقلب رسمي لاسوند ) د پروسې تر پلمې لاندې په دولتي نظام کې د قومی ډیره کيو  په لاس د سیاسي قدرت د تمرکز مخه ونیسي. د همدغه منطق په بنسټ د اوسني  حکومت واک د  سیالو قومونو تر منځ پنخوس ØŒ پنځوس وویشل شو.
ــ امنیتي خصوصي کمپنی ګانې ØŒ اربکیان او سیمه ایز پولیس  د قومي تصفيې د پلان پلې کولو نور افزار شمیرل کیږي .
ــ  د سولې لار د امریکا او مقاومت تر منځ د مذاکراتو له چینل څخه تیریږي . خو امریکا د جګړې د اوږدولو په موخه ملامنصور وواژه  او د مخکنۍ ژمنې په خلاف د افغاني امنیتي ځواکونو په ملاتړ جګړې ته ورداخله شوه. موخه د پښتنو دانساني ځواک ماتول او په سیاسي لحاظ هغوی حاشیي ته ایستل دي.

نتیجه :

پښتانه په سیمه Ú©ÙŠ داسې یوستر قوم دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې سیمې ته ثبات وربخښلی . هغه هلې ځلې چې د ژیوپولتیستانو له خوا د دغه قوم د کمزورې کولو په مقصد تر سره کیږي د سیمې بی ثباته کولوموخې تعقیبوي . خو له نېکه مرغه نن  هغه توطئې ØŒ تطمیع ØŒ تزویر ØŒ هدفمندې وژنې، عام وژنې چې په دریو لسیزو کې د ژیوپولتیکو موخو د تامین په مقصد چې په منظمه توګه یې د سیمې پښتانه په Ù†ÚšÙ‡ Ú©Ú“ÙŠ وو، اغیزمنتوب او منطق تر سوال لاندې راغی .
 Ø¯ جګړې نه مخکې پښتانه ویده او په قابو ناستو کورنېو او بهرنیو غلیمانو د شته والې نه بیخبر وو. جګړې ویښتیا او ملي شعور وروباښه . نن پښتون په دفتر او ډګر کې د هغه تاریخي « افغاني هویت » په لټه کې دی چې اشغالګرو قوتونو او پښتون دښمنو کړیو دګډې توطئې اوتپل شوې جګړې له لارې ورڅخه غلا کاوه. « افغاني هویت » ټول هغه کسان په غیږ کې نیسي چې د ملي شعور او سالم وجدان نه برخمن دي.
پښتون هغه وخت خپل تاریخي رسالت سر ته رسولی شي چې  حق غوښتنې ته د قومي تعصب رنګ ورنکړي اوخپله حق غوښتنه د نورو وروڼو قومونو د حقونو د حذف کېدو په وسیله بدله Ù†Ú©Ú“ÙŠ.
امريکا د افغانستان په جګړه کې د اتکلن Û±Û±Û°Û° ملیارده دالرو لګولو تر Ú…Ù†Ú« اتکل یو ملیون پښتانه ووژل.  خو نه مقاومت  له منځه ولاړ او نه هم  طالبان کمزوري شول. حتی د افغانستان ډېری ولس او ځمکه د طالبانو تر واک لاندې راغله.
دېرش کلنې تپل شوې ناانډولې جګړې پښتانه ډېر ژوبل Ú©Ú“Ù„ خو په روحي او اخلاقي لحاظ ندي وژلې : پښتانه د امریکايي یرغل د پیل په پرتله دمګړۍ په مورچلونو کې د  قوت په دریز کې قرار لري. خو د بې اتفاقي د ناورین له کبله په اوسني استخباراتي پیچلې جګړه کې قهرأ  له  سیاسي تشخص نه بې برخې پاته شوي دي .
د اشغال په وړاندې جهاد او مقاومت د  لر او برو پښتنو تر منځ  د بیلتون کرښه عملآ له منځه وړې او د یرغلګرو  په وړاندې یې دمقاومت لیکو ته پیاوړتیا وربخښلې ده. په وروستیو کلونو کې د ځینوغیر پښتون قومونو ځینې ډلې د مقاومت د داعيي د حقانیت په پوهاوي سره له خپلو مشرتابه توپکمارو نه جلا او مقاومت لیکو ته ورداخلې شوې. خو د پښتنو په ضد هغه توطئه چې په کې د بهرنیانو له خوا غیر پښتانه استعمالیږي  لاهم ادامه لري .
واقعیت دا دی چې  تر هغه وخته پورې چې « Ù† ØŒ Ù† ØŒ ا » د قومونو تر منځ د جګړې د دوام په مقصد دښمنیو ته لمن ووهي  او  د  Û¶Û°  ملیونو پښتنو او ورسره وروڼو قومونو ارادې ته پام  راوانوړي ØŒ ژیوپولتیکو معادلاتو ته استقامت او واحد افغانستان او سیمې ته ثبات وربخښلې نشي.

 

فرانسه
Û±Û²Ù€Û°Û·-Û²Û°Û±Û¶