د ژوندي اوخوندي پاتې کېدوفلسفه په څه کې ده ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68420
محمد انور ولید :
دخبریدو نیټه : 2018-07-14

 

طنز:

محمد انور ولید :

وایي یووخت د ځنګل د امپراتورترؤلکه لاندې هغه ځنګل کې د ځنګل د قانون له مخې هرډ ول ژوي (ځناور)هستوګن ووچې د نیمې نړۍ مخ  یې پو ÚšÙ„ÛŒ ؤ . د د ÙˆÛŒ ټولود تشلیلاتو، د ند Ùˆ او برخلیک ټول د ېوان اود فترد ځنګل له امپراتور( زمري ) سره پروت ؤ . زمري به چې د د ÙˆÛŒ په اړه هره پرېکړه ÙˆÚ©Ú“Ù‡ ØŒ هغوی ته به د ده په وړاندې ددوی د خپلې بېوسۍ اولاچارۍ په سترګوکې د حال په ژبه قبوله وه .

د ځنګل امپراتوربه هم تل په ستروځناوروکې سترګې ښخې کړې وې ځکه چې د هغوی غوښن وجود ته به یې په تمه تمه دوې سترګې څلو وې اووړوځناوروته به یې د خپل شان او شوکت ، برم اوعظمت له کبله له سره کتل هم نه ، ښکارکولوته به هم له خپلې پلازمېنې څخه آن د هغوی سیمو ته ورپسې ورغۍ .

هره ورځ به یې په خپله خوښه د ځنګل د نورو ژوو وینې تویولې اود هغوی د تازه غوښو په امبارونوبه ددوی په خپله سیمه کې د پاسه ورپروت ؤ . د ډېرو پرله پسې قصابیو او وینو تویولو له امله یې زړه دومره سخت شوی ؤ چې له خپل ځان پرته یې په قاموس کې پربل هېڅ شي باندې زړه سوی هم نه ؤ .

په بې رحمۍ کې به هغه د چا خبره له ملک الموت نه هم وړاندې ؤ، خکه چې ملک الموت خوبه یوازې د ذی روح مخلوق روح قبض کوله خووینې به یې نه تویولې اودغوښوخوراک ته یې هم د خپل ملکوتي خاصیت له مخې اړتیا نه وه .

د خدای Ú©Ú“Ù‡ وو په ځنګله کې یو بل دا سې سیال هم ورته  را پید ا شوچې د فایلم ØŒ سب فایلم ØŒ کېنګ Ú‰Ù… ØŒ سب کېنګ Ú‰Ù… ØŒ اصل اونسل له مخې په ذات اوځوځات کې سره یو وو، خود خوی خصلت ØŒ مزاج او خلقت له مخې یې له یوبل سره ډېرتوپیردرلود . ځکه د ځنګل پاچا خوبه یوازې یوڅاروی وواژه ØŒ په غوښوبه یې خپل ځان اوخپل بچیان ماړه Ú©Ú“Ù„ ØŒ خوځا نته به یې Ù„Ú©Ù‡ د بني اسرائیلوپه څېرله (Ù…ÙŽÙ† اوسلوا ) څخه سپما نه کوله اود ښکارشوي څاروي پاتې غوښې به شرمښانو، سپیواوګیدړانوهم ورپسې خوړلې .

دقرباني شوي څاروي پرګېډه اوکولموبه ټپوسانوخپله تماشه جوړه کړې وه ، په وینواونوروکثافاتوبه یې مچانودترنُم په غږکې دوِېزوِېزسند رې ویلې . مېکروبونه خوبه یې بډوهلي په ټپونوکې یوپربل ورسپرېدل اوهډوکي به یې نوروسیمه ئیزو مافیایي ګیدړانواوشغالانوپه شپوشپوورپسې توشپل . خود ځنګل امپراتور( زمري ) به بیا هېڅکله هم د نورو په توپالوباندې لکه کرګس په مردابوکې خوله نه ښخوله .

ولې د ځنګل د امپراتورسیال ( پړانګ ) بیا د ځنګل د امپراتورخلاف بل ډول عا د ت درلود اوهغه دا چې : کله به د نوروژویو پررمواوګلو ورپېښ شو، له یوې مخې به د قرباني شوي ژوي له بېوسې سره سم پړانګ په شارګونوکې خپلې داړې ورښخې کړې ، وینه به یې ترې وځپېښله ، څاروی به پرځمکه راو پرځېد او بیا به د بل پرشا ورسپورشو ، د هغه وینه به یې هم وځپېښله ، بیا به یې بل همداسې کړ.

 ØªØ±Ú…وبه چې د څارویودغه ډول رمې ګلې ترې تیت پرک کېد لې ØŒ پړانګ به د ډېرو وینې وځبېښلې اوترشا به یې ډېرجسدونه پرځمکه پراته وو . د پړانګ په دې بې انصافه حریص (ÙˆÚ–ÙŠ) عمل سره به له یوې خوا د ځنګل په څارویوکې آن تردې کچې خورا Ú©Ù…ÛŒ راغۍ چې د ځینوخېلونوخوبه نسلونه هم په کې ورک اویا به له سیمې فرارشول اوبلخوا به د ځنګل په نظام کې داسې تُف طفیلې موزي ځناورهم را پیدا شول چې پرته له خپل ځان ستړي کولوبه یې د زمریانواوپړانګانوپاتې شونې اومرداړې په تیاره کې ورپسې خوړلې .

دوی په فزیکي لحاظ د ځنګل ترواکمنوخورا څوچنده کوچیني اونا توانه وو. په ناروا تغذیه کې له مېکروبي وایرس څخه چالاک ، په چاپلوسۍ کې د پردي کلي ترګاونډي هم باندې ، خوپه فرېب ، دوکې اوچل ول ورکولواودام اېښودوکې د ( M.I._ 6) د جاسوسي شبکې د شیطانانوکل استاذ بلل کېدل .

پوهېږۍ چې دا به کوم ډول ځناوروو؟

هو! دا ډول ځناورهغه مافیایي ګیدړان ووچې د شامې خورا تېزحس یې درلود اود ځنګل په امپراتورۍ کې تردغه ډول ځناورونورداسې مسلکي اود حرفوي زده کړولرونکي ځناورنه ؤو.ځکه په څوکیلومترۍ کې به یې هرډول مرداړې کشفولې .

په چل ول اوغړېت ورکولوکې د وسوسې له شیطان څخه هم دومره وړاندې ووچې د ځنګل یوځناوریې هم سیالۍ ته نه شودرېدلی ، خودمفت خوراک اوتُف تُفیلي ژوند تېرولوپه بهیرکې به یې له مایکروسکوپي وحید الحجره وي موجوداتوڅخه هم څوګامه وړاندې د ډېران د کثافاتو په منځ کې د سترګوپه اشاروسره له نوروخیرات غوښت . کله نا کله خوداسې هم پېښه شوې چې د ځنګل د امپراتورپه توکړیولاړوباندې به یې خپل وچ حلق لوند کړ، خونوروځناوروته به یې په سیاسي ډګرکې ځان د ځنګل د امپراتورد تره زوی اوسترسـلاکارورمعرفي کاوه .

آن تردې چې پرځنګل باندې د تسلط اوواکمنۍ خوبونه به یې لیدل اود ځنګل پرامپراتورباندې د کود تا پلانونه به یې جوړول .

دغومکاروګید ړانوغوښتل چې د ځنګل د امپراتورپه واک کې یوډول ځان ورشریک کړي اوژرترژره د ځنګل د امپراتورۍ واک له دې لارې ترلاسه اوځناوروته د خپل ځان د ملاتړپه خاطرد اسې نسبي خود مختاري ورډالۍ کړي چې د ځناوروله یوبل سره په تقابل ( جنګ اچولو) کې به د وروستۍ فیصلې واک هم له درباري مشاوروګید ړانوسره وي .

د خپل غذایي رژیم تدارکاتي سیستم یې هم داسې جوړکړی ؤچې کله به یې د خپلې خوښې دوه ځناورپه غېږوسره وروستل ØŒ هریوبه چې پرځمکه را وپرځېد مشاورګید ړبه د رېفري ( Ø­Ú©Ù… ) په څېرپرېکړه ÙˆÚ©Ú“Ù‡ چې پرځمکه را پرځول شوی څاروی به هغه بل ته پرځمکه څملي ترڅوفاتح یې مړاوټوټه ټوټه Ú©Ú“ÙŠ اوله غوښو یې کید ړپه آسانۍ سره ګټه اوخوندونه  واخلي .

دا لړۍ د فرانسې د لویي ګانو ، د مصرد فرعونانواوپه منا وادۍ کې د پخوانیو مشرکانو په څېرپه ځنګله کې د ننه ترهغوپورې روانه وه ترڅوچې د پړانګ اوزمري ترمنځ دغېږونیولواود ځنګل د امپراتوري وروستی نوبت هم را ورسېد اوهمد لته د ځنګلي واکمنۍ تاریخي پاڼه اوړي اوواک په ډېره آسانۍ اوخورا کمه بیه د مکاروګیدړانولاسته لوېږي .

خود نړیوال ځنګل پړانګان اوزمریان څومره بې حسه اوبې فکره دي چې د ګیدړانو په دې طلسم باندې نه پوهېږي ؟ ځکه ګیدړانوخوهم پړانګان او زمریان په خپلوکې یو بل ته په تقابل کې سره ودرول ، اوهم یې دپردیوامپراتوریوواک ترلاسه کولوته له مکرونواوحیلوډکې د تحسُن خېمې درولې اودښکارپاتې شوني اوتفالې په کې خوري .

اوس خودپردیوګیدړانودغلطومشوروله کبله دفطري ځنګل ډېری برخواوراخیستی اوډېرځنګلونه د ښکار شویواوقرباني شویوژویوپه وینو،اوښکو،غوښواوهډوکوباندې لړلي دي . خووروسته له دې به دګیدړانو دژوروتوطئیوڅرک ولګېږي چې د ځنګل پاتې برخې هم سوځي اوکه چا ته په میراث Ú…Ù‡ ورپاتې کېږي؟ واکمن به په کې Ú…ÙˆÚ© وي ØŸ ګیدړان ØŒ اوکه د ځنګل پخواني یا اوسني امپراتوران ØŸ آیا په ځنګل کې به بل چاته داوسېدوحق په کې ورکړي Ú©Ù‡ څه؟که د اوسېدوحق په کې حاصل Ú©Ú“ÙŠ ØŒ نوترکوموشرائطولاندې به ژوند په کې کوي ØŸ ځکه بېوسه ژوي خو وزرې ØŒ تقوا اوکرامت هم نه لري چې نوروسیاروته د خپلو وزرواوکرامت په واسطه Ú©Ú‰Ù‡ ترې وکړي؟ نوڅه باید ÙˆÚ©Ú“ÙŠ چې د دابة الارض له دې ورپېښې غمیزې څخه ځان اوځنګل دواړه وژغوري ØŸ د ژوندي اوخوندي پاتې کېدوفلسفه یې  په Ú…Ù‡ کې ده ØŸ  ځواب یې یوازې همدا کېدای شي چې په Ú«Ú‰Ù‡ خپل ملي ØŒ سیمه ئیزاونړیوال یووالی د خپلمنځي صادقانه نېکواړیکو، عدلانه معاملو، اوځان پېژندلوپه فلسفه کې تل ژوندی اوخوندي وسا تي .