د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69378
نور محمد غفوری
دخبریدو نیټه : 2024-07-21

 

 Ø²Ù…ÙˆÚ– په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او په خاص ډول د Û²Û°Û°Û±Ù… کال راوروسته «د نړیوالو تر ملاتړ لاندې جوړ جمهوری نظام» کې د مدني ټولنې اصطلاح او فعالیتونو ډیر رواج موندلی. په شل کلن جمهوري نظام کې په افغانستان کې د مدني ټولنې د رښتینې او روښانه تصویر پر ځای د هغو بدل او بدرنګ کاریکاتور افغانانو ته وړاندې شو چې په ځینو وختو کې د مدني ټولنې او مدني فعال په اړه د خلکو تر منځ د منفی نظرونو د راپیدا کېدو سبب شو؛ په داسې حال کې چې په اصل کې مدنی ټولنه ( civil society) د هېواد په مادي او معنوي برخه کې د ولسونو د خیر او فلاح له پاره ډیر ګټور خدمتونه وړاندې کوي. 

مدني ټولنه څه شی ده؟

مدني ټولنه په هېواد کې د ټولې جامعې د ÙˆÚ«Ú“Ùˆ یوه برخه ده او د هغو سازمانونو، اتحادیو، ګروپونو، کلوبونو، انجمنونو، ادارو او نورو له مجموعې څخه عبارت ده چې د اړو افرادو او مختلفو ټولنیزو ګروپونو د ستونځو د حل له پاره مرسته او کار کوي. مدني ټولنه او په هغې کې د ننه ځانګړي مدنی سازمانونه او ټولنیز ګروپونه له یوې خوا د دولتي ادارو څخه جلا او خپلواک وي او له بلې خوا له خصوصي سکټور سره هم پیوستون نه لري. دا د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ دریم ستون بللی شو چې نه د سیاسي واک د ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوي او نه هم د تولید او مادي ګټو د حاصلولو له پاره. د مدني ټولنې د مختلفو ګروپونو د غړو کارونه او خدمتونه پر اصل بنسټ کې رضاکارانه او له اجورې او معاش پرته وي. د مدني ټولنې ډول ډول سازمانونه په ټولنیزو چارو کې د خلکو د پراخه ګډون او ولسي نوښتونو د را ښکاره کېدو او پلی کیدو له پاره زیار باسي. د مدني ټولنې اصطلاح اکثرا د دریم سکټور یا غیر انتفاعي سکتور سره په مترادف ډول کارول کیږي. Ú©Ù‡ په ساده ژبه ووایو، مدني سازمانونه او انجمنونه د شخصي ګټو له پاره نه جوړيږي، بلکې د ټولنې له پاره د وړیا او ثوابي خدمتونو د اجرا له پاره جوړیږی. مدني سازمانونه په سیاست کې د لاسوهنې او د د حکومت، یا یوه یابل سیاسي ګوند د ملاتړ په خاطر فعالیت نه کوي، بلکې هغه ټولنیز فعالیت ته لاس اچوي چې د ټولو ÙˆÚ«Ú“Ùˆ له پاره ګټور وي. مدني سازمانونه له سیاست، دولت او خصوصي سکټور څخه بیل، خپلواک او غیرانتفاعی وي. د مدني بنسټونو په جوړولو کې اصلا د ګټې تر لاسه کول په پام کې نه نیول کیږي، بلکې د خدمتونو وړاندې کول او خلکو د ستونزو حلول یې اصلی هدف وي. 

د مدنی ټولنې د فعالیت بيلګې:

ددې له پاره چې د مدني ټولنې او د هغو د جوړونکو عناصرو او سازمانونو په ماهیت ÚšÙ‡ پوه شو، دلته به د هغو د فعالیت ځینې مثالونه راوړو: 

ډیرې کلتوري ټولنې شته چې له دولتي چوکاټه بهر په خپلواکه توګه بې پرې او غیر سیاسي فعالیت Ú©ÙˆÛŒ او په هیڅ کوم خصوصي شرکت پورې هم تړاو نه لري. Ú©Ù‡ د شاعرانو ټولنه په نظر کې ونیسو، نو د مدني جوړښت په حیث د ټولو شاعرانو له پاره خدمتونه وړاندې کوي، نه داسې چې کومه مشخصه ډله حمایت او د نورو سره مخالفت ÙˆÚ©Ú“ÙŠ.  

عام المنفعه خیریه تعلیمي مؤسسې چې په مستقل ډول د موجودو قوانینو سره سم د ښوونې او روزنې په برخه کې کار کوي او له مرستو یې د هیچا لوڼې او زامن بې برخې نه وي او د دولت او یا د کوم سرمایدار تر امر لاندې هم کار نه کوي. 

د بشر د حقوقو مدافع سازمانونه اکثره عام المنفعه، د دولت او یا کوم خصوصي پانګوال تابع او تر لاس لاندې نه وي. 

د ښځو د ګټو او حقوقو ساتونکي سازمانونه او اتحادیې هم اساساً خپل فعالیتونه مستقل پر مخ ÙˆÚ“ÛŒ. د ټولو هغه کتګوري ښځو سره مرسته کوي چې د سازمان په اساسنامه کې ترې یادون شوی ÙˆÛŒ. مثلا کونډو میرمنو ته د کار د پیداکولو فرضي ټولنه د ټولو کوندو میرمنو له پاره د کار لټون کوي، نه داسې چې د یوه قوم، یا مذهب ښځو ته خدمت ÙˆÚ©Ú“ÙŠ او نورې شاته وغورځوي. او داسې نور... 

د ولسواکۍ، جمهوریت او دموکراسۍ د پراختیا له پاره کوم جوړ شوی بنسټ (فوندیشن) چې د ولسواکۍ بنسټیز خدمتونه پرمخ ÙˆÚ“ÙŠØŒ باید بې له تعصب او تمیزه د ټولو مینه والو له پاره یو شان خدمتونه وړاندې Ú©Ú“ÙŠ. د مدني ټولنې سازمان Ú©Ù‡ په هر نامه او هر Ø´Ú©Ù„ وي، د دولت او یا د کوم مشخص سیاسي بهیر او خاص ګوند په اړه په مثبتو او یا منفی تبلیغاتو کې د ګډون حق نه لري. 

Ú©Ù‡ کوم مدني محلي، ملی او یا نړیوال سازمان په یوه سیمه کې د خلکو له پاره د کاریز کیندلو، د بیالو د پاکولو، د اصلاح شوو تخمونو د ویشلو، د لارې او سرک د جوړولو او یا د نورو بشري او پرمختیایي مرستو ورکولو بهیر پر مخ وړی، دا حق نه لري چې دا مواد د خپلو خپلوانو، د سیاسي همفکرانو او نورو په خاصه توګه انتخاب شوو کسانو ته وویشي او په اصل کې د خپلې اساسنامې په معیارونو برابر او مستحق کسان له دې مرستو او خدمتونو  محروم Ú©Ú“ÙŠ. او نور ...

باید په یاد ولرو چې د هېواد په مناسبو سیاسي، اقتصادي او اجتماعي حالاتو کې مدني ټولنه او ځانګړې مرستندویه مؤسسې او فوندیشنونه کولی شي په مختلفو برخو کې کار او خدمت وکړي او د ټولنې د پرمختګ او ښه والي په لار کې مهم رول ولوبوي.